وجدان ضمير ډاکټر ملک ستیز

October 09, 23 Muhibullah Tariq

وجدان د ويښ او بيداره عقل درلودو په مانا دی. وجدان ته په عربي کې ضمير وايي، چې د انسان د اندرون او داخل د بيدارۍ او حساسيت په مفهوم کارول کېږي. د نړۍ ټول انسانان ضمير لري. وجدان ستاسو د وجود په داخل کې په خپله يو بيداروونکی حس دی. ستاسو د وجود له خپل داخل څخه هيڅوک پوه او عالم نه دی. ستاسو د کړنو په اړه قاضي او محکمه ستاسو خپل وجدان دی. وجدان او ضمير ستاسو د وجود په داخل کې هغه قاضي او حاکم دی، چې ستاسو ټولې کړنې د عدالت په تله په بې طرفانه ډول تلي او تاسو تل د هغه له طرفه په ازموينه کې ياست. زموږ د وجود په داخل کې په دوامداره ډول دوه پدېدې فعاليت کوي. يوه يې هغه ده، چې محور او محراق يې عدالت دی او تل د وجدان او ضمير پر ارامۍ دلالت کوي. دوه‌يمه يې هغه پديده ده، چې وحشت کوي او تل په دې هڅه کې وي، چې عدالت سرکوب کړي. دغه پديده هڅه کوي، چې زموږ وجدان نارامه کړي. يادې دواړه پديدې د مهال په اوږدو کې ستاسو د پوهې له مقدار او کچ سره په معکوس ډول وده کوي. که چېرې تاسو په خپل اندروني عدالت باوري ياست، دا په دې مانا چې ستاسو په وجود کې يو پاک وجدان مخ پر وده دی. په اپوټه ډول که ستاسو په وجود کې بې عدالتي حاکمه شوه، نو پوه شئ، چې وجدان مو پاک نه دی. دغه بې عدالتي په ورو ورو په يو وژونکي ښامار بدلېږي او ستاسو په وجود کې به هر ډول عدالت ژوندی خوري.

زما په اند عقل مازې له سيستماتيکو زده کړو سره نه بشپړېږي. موږ ډېر داسې لوستي کسان او متخصصين لرو، چې ډېر چټل او ناوړه وجدان لري. بلکه زموږ د وجدان روزنه او د عقل بيداري زموږ له اندروني صداقت او رښتينولۍ سره تړلي دي. که موږ نياومن او عادل نه يو، نو وګڼئ چې زموږ عقل او وجدان نه دی روزل شوی او له خپل ځان سره دوکه کوو. خپل وجدان ته د ازار رسولو او سرکوبولو تر ټولو بدترينه لار دا ده، چې موږ په ناوړه ډول خپل ضمير ته د جناياتو او بديو پر وړاندې برائت ورکوو. يعنې چې موږ د بديو پر وړاندې خپل ضمير اخفا کوو او خپلې بدۍ په خپل داخل او اندرون کې په یو ډول توجيبه کوو او د خپل خلاصون لپاره دلايل تراشو او بهانې جوړوو. د بېلګې په ډول له انسانانو سرونه پرېکوو او بيا دا خپل جرم توجيه کوو، چې دا مې د خدای د رضا لپاره وکړ. يا د خلکو مال خورو، خو خپل وجدان ته وايو، چې دا ماته روا دی، ځکه زه د دوی ساتونکی او حاکم يم او د دوی په مال کې حق لرم. دغه ډول غلط فکرونه هماغه لوی ښاماران دي، چې زموږ په وجود کې يې عدالت خوړلی دی.

دا چې زموږ ټولنه وروسته پاتې ده، لامل يې همدا دی، چې زموږ وجدانونه چټل دي، خو موږ خپل وجدانونه په لوی لاس چټل کړي دي. د بېلګې په ډول زموږ د رهبرانو خودي او کبر په خپله د چټل وجدان نښه ده. هغه خلک چې پاک وجدان لري، د عدالت، يو بل مننې او د انساني کرامت تر توغ لاندې ژوند کوي. په اپوټه ډول هغه خلک چې په سياسي نيرنګونو خپل ځان واک ته رسوي او بيا خپل ځانونه له نورو لوړ، عالي، حق په جانب او پاک ګڼي، دوی په خپله د کثیف وجدان خاوندان دي.

وجدان د هر انسان په فرديت پورې تړلی دی او هيڅ کوم فکري، سياسي او دولتي ارګان پکې د مداخلې حق نه لري. هر هغه دولت چې کوښښ کوي، د خپلو اتباعو پر وجدانونو حاکميت تر لاسه کړي، دا دولت استبدادي او ظالم حکومت دی، چې له خپل ولس سره ناروا کوي. انسان له عقلي او خپل داخلي تحليل له پلوه پر خپل وجدان حاکم دی. د انسان انساني کرامت د هغه وجداني جوهر دی، چې هيڅوک او هيڅ کومه ټولنه يا نهاد يې تر پښو لاندې کولو حق نه لري. هغه انسانان چې پاک شخصيت لري تل خپلو ځانونه اروزي او نقدي چې دوی څه کوي. دا خلک تل د خپل وجدان په محکمه کې حاضر وي او د خپل عقل او عدالت تر منځ رڼه اړيکه لري، چې خپلې کړنې پرې نقد کړي.

بدبختانه چې زموږ ټولنه په تېرو شلو کلونو کې په وجداني ککړتيا اخته شوه. په ځانګړي ډول دغه نقد تر ډېره په سياسیونو باندې کېږي. درې لوی عوامل وو، چې زموږ سياسیون يې بې وجدانه کړل او په ټولنې يې هم منفي اثرات پرې يېستل. لومړی عامل پيسې دي. په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې بې درېغه پيسې ښکته پورته شوې. همدغه پيسې وې، چې د ډېرو وجدان يې وواژه. همدغه بې درېغه پیسې وې، چې د دوی نفساني خواهشات يې د دوی پر داخلي عدالت غالب کړل او د دوی وجدان يې چټل کړ.

دوه‌يم عامل يې قدرت و. له بده مرغه چې په افغانستان کې واک او ځواک ستاسو د معلوماتو او پوهې مطابق وده نه کوي. بلکه دلته قدرت او واک له يو شمېر کړيو سره په تړاو تر لاسه کېږي. دا کار د دې لامل کېږي، چې د واک او ځواک وږي له هر ډول ناخلفو او ناوړه خلکو سره هر ډول معامله وکړي. په دې ځای کې بيا وجدان او عدالت د خودخواهۍ او خپلې کاميابۍ په پښو کې حلالېږي.

دريم عامل يې زموږ فکري بې وجداني ده. په دې ځای کې موږ خپل وجدان د يوې فکري ډلې يا يو جريان په واک کې ورکړی دی، چې کله د خدای او کله د يو رهبر په نوم اداره کېږي. دلته موږ د خپل وجدان حاکمان نه يو. دا مهال زموږ د وجدان مسول بل څوک دی، چې هغه يې اداره کوي. په دې حالت کې تاسو مازې د هډوکو، غوښې او وينې يوه دستګاه ياست، چې په پوستکي پوښل شوې ياست او هيڅ مو په وس کې نه شته دي. په دې وخت کې ستاسو دنده، انتحار، انفجار، وژل، شکنجه ورکول او هر ډول انساني ضد عمل تر سره کول دي، چې د جنت او حورو تر لاسلو په نمط يې تر سره کوئ.

د سياسيونو دغه بې وجدانۍ زموږ پر ډېرو لويو او عالمانو هم خپلې وزرې غوړولې دي. له بده بخته چې دغه درې عوامل اوس زموږ په ټولنه کې په یو عادت او دود بدل شوي دي. د بېلګې په ډول که چا په حکومت کې کار کاوه، نو دا يې خپل حق ګاڼه چې ډېرې پيسې دې ولري. تر ټولو بده خو لا دا چې که به دی د حکومتي دندې له تر سره کولو وروسته پيسه دار نه شو، نو بيا به خلکو او ټولنې هم ملامتوه، چې ګنې دی د پيسو ترلاسلو متره او وړتيا نه لري. دلته نو د يوې لويې بې وجدانۍ د رامنځته کېدو دروند درد و. مثلا  دولتي کارکوونکو به د غريبو خلکو حق پټوه او دا يې خپل حق ګاڼه. تاسو به په ټوله نړۍ کې راته ونه ښيئ، چې يو والي، وزير يا معين دې د خپل ولايت، وزارت او معينيت تر څنګ تجارت او پروژې ولري. زموږ په هېواد کې بيا بدبختانه چې لوی چارواکي خو پر خپل ځای پرېږده، د دوی د کورنۍ غړي، خپلوان او خېښان هم لويې لويې پروژې، ښارګوټي، لويې دستګاوې او منقوله او غيرمنقوله دارايي لري.

دغسې یوه ټولنه چې د بې وجدانۍ په مرض اخته وي، د هرې بدبختۍ ورته مخه وي. زموږ تر دې بله لويه بدبختي کومه ده، چې له دومره اوږدې تجربې سره سره بيا هم په دغسې رهبرانو پسې روان يو. بده لا دا چې هغه رهبران بيا خپل مقتدا او اُلګو هم ګڼو. بيا لا د دوی خبرې هم اورو، د دوی عکسونه مو لا په خپلو کورنو کې هم ساتلي دي. تر دې ټولو بېخي بده لا دا چې هيله لرو، چې که خدای دوی بيا پر موږ حاکم کړي، چې موږ له دغسې وجداني بحرانه خلاص کړي. اوس تاسو فکر نه کوئ، چې موږ څومره د خپل وجدان په چټلو اوبو کې غرق يو؟

ژباړن: پوهنمل ګل احمد محبت