له کاڼو ډک بوتل: ژباړن پوهنمل ګل احمد محبت

October 09, 23 Muhibullah Tariq

پروفيسور په داسې حال کې ټولګي ته ننوت، چې زده کوونکو په لوړ غږ له يو بل سره خبرې کولې. نوموړی د دې پر ځای چې د زده کوونکو پاملرنه ځان ته راواوړي، خپل بکس يې د مېز شاته کېښود او خپل کار يې پيل کړ.  له بکسه يې يو مناسب شيشه‌يي بوتل راووېست او پر مېز يې کېښود. زده کوونکي ورو ورو قرار شول. هر يو خپل استاد ته ځير دی. د ټولو تلوسه ډېره شوه، چې ګنې نننی درس د نورو ورځو په څېر، عادي درس نه دی. پروفيسور له خپل بيکه د کوچنيو کوچنيو تيږو خلته راووېسته. تيږې يې په ډېر احتياط يوه يوه بوتل ته واچولې. کله چې بوتل له تيږو ډک شو، نو خپلو زده کوونکو ته يې مخ کړ.

ــ ښه! څه فکر کوئ، بوتل ډک شو؟

يوه زده کوونکی وويل:  هو ښاغليه!

پروفيسور: ته په کې څه وايې ملګريه؟

محصل: زه وايم ډک شو استاد محترم!

امممممم کېدای شي، ډک وي. خو لږ ځير شئ!

پروفيسور د خپل بيګ خواته ولاړ. د نخودو خلته يې راواخيسته. يو يو يې په بوتل کې واچول. نخودو د تيږو په منځ کې ځانونه ځای کړل. پروفيسور بيا زده کوونکو ته مخ کړ.

ــــ ښه! اوس خو بوتل بېخي ډک شو کنه؟

ـــ هو ښاغليه، موږ په ډاډ سره وايو چې ډک شو!

ـــ ښه، نو تاسو ټول موافق ياست؟

ـــ هو ښاغليه

پروفيسور موسکی شو. له خپله بيګه يې د شګو کوچنۍ خلته راووېسته. شګې يې په بوتل کې واړولې. د تيږو او نخودو تر منځ خاليګا په شګو ډکه شوه.

ـــ ښه نو اوس بوتل څنګه شو؟

ـــ اوس نو بېخي ډک شو استاد جي!

ـــ  ټول همداسې فکر کوئ؟

ـــ هو! بلکل ډک دی!

په ټولګي کې د خندا زوږ شو. پرفيسور بيا خپل بيګ ته ولاړ. د شرابو يو بوتل يې راواخيست. دا يې هم د تيږو په بوتل کې واړوه. شرابو د شګو او کاڼو په منځ کې ځان ځای کړ. ټولګی خندا په سر واخيست. پروفيسور غلی و. کله چې د خندا ځای چوپتيا ونيو، نو پروفيسور خپلې خبرې داسې پيل کړې.

ښه!  ټوکې په خپل ځای! غواړم تاسو ته وښیم، چې دا بوتل ستاسو د ژوند په څېر دی. ژوند يوازې د پيسو ګټلو نوم نه دی. په بوتل کې نسبتا غټ کاڼي داسې دي، لکه ستاسو په ژوند کې لوی ارزښتونه او غټ مقاصد درلودل. د بېلګې په ډول په ژوند کې   د کورنۍ ، د مېرمنې / خاوند، د ښو يارانو، روغې سټې او ښو هيلو درلودل، زموږ ژوند ډکوي.

نخود بيا ستاسو په ژوند کې هم اړين توکي دي، لکه ستاسو دنده، ستاسو کور، ستاسو موټر...  شګې بيا ستاسو په ژوند کې هغه کوچنۍ او ذوقي چارې دي، چې روزمره يې کوئ. لکه تلوېزيون ګورئ، خواله رسنۍ ګورئ، لوبې کوئ او چکر ته ځئ!

خو له دې موخه څه ده؟

دوه موخې لرو

لومړی: که فرض کړو، چې له بوتله دا نور ټول کوچني شيان وباسو، بیا هم بوټل ډک دی. يعنې که تاسو په ژوند کې کوچني شيان وبايلئ، مه نا هيلي کېږئ! که دنده نه لرئ، که موټر نه لرئ، که کور نه لرئ او که نورې اسانتياوې نه لرئ، خفه کېږئ مه! خو چې ښه کورنۍ، ښه مېرمن/ ښه خاوند، ښه ملګري، روغه سټه  او ښې هيلې ولرئ؛ ستاسو ژوند له خوښيو ډک دی.

دوه‌يم: د ژوند په جوړولو کې بايد له احتياط او  تعادل څخه کار واخلو. ټوله پاملرنه بايد کوچنيو خواو ته نه کړو، چې د ژوند اصلي او اساسي موخې راڅخه هېرې شي. داسې هم ونه کړو، چې په همدغو لويو موخو کې دومره ورک شو، چې د ژوند کوچني مقاصد، سرګرمۍ اړتياوې او خوښۍ ونه پالو.

پروفيسور له ټولګي د وتو په حال کې و، چې يو زده کوونکي لاس پورته کړ.

ـــ استاده په دې نورو خو پوه شولو، په بوتل کې اوبه بيا په ژوند کې د څه شي په څېر دي؟

ـــ آه، افرين! ډېر خوښ شوم، چې دا پوښتنه دې وکړه. له اوبو څخه موخه دا ده، چې که ژوند مو هر څومره بوخت وي؛ خو د ښو يارانو او ملګرو لپاره بايد وخت ولرئ، له هغوی سره کېنئ، د زړه خواله وکړئ او يو بل واورئ!