چاينه مين؛ د کرکټ ددې عجيبې اصطلاح ترشا څه راز دی؟

October 07, 23 Muhibullah Tariq

چاينه مين څه ډول باولينگ دی او ولې ورته دغه نوم اخلي؟ راځئ په لاندې ليکنه کې يې ولولو.

په چپ لاس د مړوند په مرسته توپ اچونه چاینا ماین بالنګ بلل کیږي. خو ولې چاینا مین، په داسې حال کې چې چین د کرکټ سره هیڅ سروکار نه لري؟

د ویسټ انډیز ایلیس اچونګ ورو توپ اچونکی وو. له نسله چینايي وو، خو پلرونه یې د غرب الهند په جزایرو کې خدازده د څه لپاره میشت شوی وو. تنګ سترګي اچونګ به په چپ لاس د ګوتو په سر ورو (Left Arm Orthodox) توپ اچولو، دا منځ کې به یې یو نیم توپ په مړوند ویشتلو او دې سره به یې توپوهونکی وارخطا کولو. توپوهونکی چې به له سوځیدو وګرځید، نو ملګرو ته به یې ویل چې چینايي سړي (China man) خپل کار بیا وویست او مونږ یې په ناآشنا بال (Left Arm Unorthodox) وسوځولو! همداسې دا اصطلاح پسې خپره شوه او بیا به چې هر چا په چپ لاس د مړوند په مرسته توپ ویشته، ویل کیدل به چې هغه د چینايي سړي په شان توپ اچونه کوي او له همدې ځای څخه د دغه توپ اچونې نوم د چینايي سړي توپ اچونه شوه. 

 

په بالنګ کې تر ټولو سخت فن، زما په اند، همدا چاینه مین توپ ویشتل دي، او دا چې په دغه انداز بالنګ کول سخت دي نو د بالنګ کولو دغه سبک لکه د لیګ سپن یا آف سپن وده ونه موندله. په نویمه لسیزه کې سویلي افریقا د پال ایډیمز په نوم یو چاینه مین بالر لوبډلې ته راوست. هغه نو په چاینا مین کې بله نخره وو. د توپ اچولو پرمهال به یې پچ یا توپوهونکي ته د کتلو په ځای سر او سترګې خپل بالنګ کریز ته ور نیغې کړې. یوه لنډه موده یې سویلي افریقا ته کرکټ وکړ او ورسره یې د چاینا مین له یاده وتلی فن بیا د کرکټ مینه والو ته ور یاد کړ. له هغه وروسته بیا اسټریلیا بریډ هاګ را میدان ته کړ او په عصري کرکټ کې کلدیپ یادف او تبریز شمسي چینايي سړي ته ورته بالنګ کوي. زمونږ ظاهر خان د خپل اوج په ورځو شپو کې افغانستان ته کمالي بالنګ کولو او په انټرکانټینټل کپ څو ورځنیو لوبو کې ښې ویکټې اخیستې. اوس لپاره زمونږ نور احمد لکڼوال هم د خپل کمال او مهارت له کبله د راتلونکي یو ښه ستوري جوړیدو جوهر لري، بس چې د ظاهر خان لوبه «خيانت» ورسره ونه شي.