دوسرا؛ د کرکټ يوه بله اصطلاح مشتاق رحيم

October 07, 23 Muhibullah Tariq

نن به د کرکټ یوې بلې اصطلاح په اړه درسره خبرې وکړم. د ګوتو په څوکو توپ اچونکي یا د آف بریکر توپ عادي حالت کې د ښي لاسي توپوهونکي لور ته (د کرکټ په اصطلاح دننه راځي) تاویږي. د آف بریکر ورایټي یا ځانګړی توپ هغه دی چې له ښي لاسي توپ وهونکي څخه لرې ځي. دغه توپ ته دوسرا وايي. دوسرا د اردو ژبې لغت دی چې د پښتو مانا یې هغه بل ده. 

خو دغه توپ ته دوسرا ولې وايي؟ 

کیسه څه داسې ده چې د نویمې لسیزې منځ کلونه وو. د پاکستان او اسټریلیا په اسټریلیا کې ټیسټ لوبې وې. د پاکستان ثقلین مشتاق د آف بریک له موده ولیدلي بڼه باندې توپ اچونې سره په نړیواله کچه په ځلیدو وو. یوه لوبه کې ثقلین (غالباً د میلبورن په میدان) د اسټریلیا توپوهونکي سخت په عذاب کړي وو. د آف بریکر عادي دننه راتلونکي توپونو په دا منځ منځ کې به یو نیم له بیټر لرې ولاړ او همداسې به د کیپر یا د سلیپ لاسونو ته وښوید! کمینټریټران حیران دي چې دا څه لوبه ده، د آف بریکر توپ خو لکه لیګ بریک دباندې نه ځي، نو دا څنګه دلته کیسه سرچپه ده. ټوني ګریک د بالر (ثقلین) او کیپر (معین خان) خبرو ته پام کیږي، معین په ثقلین غږ کوي چې هغه بل (دوسرا) را ولې؟ ثقلین ورته وايي هو او کتل کیږي چې توپ د بیټر څخه لرې ځي؛ توپ ترې وځي او یا له بیټ څخه کیپر/سلیپ توپ نیونکي لاس ته ورځي! ټوني ګریک په خپل جانانه سبک غږ کوي چې دا د ثقلین ځانګړی توپ دی او هر کله یې چې کوي نو کیپر ته وايي چې هغه بل (Doosra/The other one)در روان دی، او دی سره کیپر خپل چپ خواته د تګ په ځای خپل ښي خواته پام کوي. 

بس همدلته وو چې د آف بریکر دباندې وتونکي توپ نوم دوسرا شو. د لوبې په سبا د اسټریلیا ورځپاڼو ولیکل چې د پاکستان تازه دمي او زلمي آف بریکر په خپل هغه بل/دوسرا باندې په اسټریلیايي لوبغاړو سرونه وګرځول (لکه چې ثقلین په دغه پاڼۍ کې پنځه اوټ کړي وو).   

ثقلین د آف بریک یو اړخیز بالنګ کې د دوسرا په راوړلو سره دغه بالنګ لکه د لیګ بریک هومره خطرناک کړ چې بیا یې په پاکستاني لوبډله کې د لیګ سپنر مشتاق احمد ځای تل لپاره خپل کړ. خو له بده مرغه ثقلین د پیسو ګټلو په تکل کې د انګلستان سری ولسوالۍ په لوبډله کې لکه زمونږ راشد خان د لیګونو لوبې دومره ډیرې لوبې وکړې چې له وخته مخکې یې ځان استهلاک او ایکسپایر کړ. خو د ثقلین کمال بیا وروسته د سریلنکا مرلي دهرن اوج ته ورسولو او د هند هربهجن سنګ هم پرې نامتو شو. په دومره فرق چې ثقلین به دوسرا په قانوني بالنګ ایکشن کولو او نورو به پکې زمونږ د ټینس بال په اصطلاح جر بال کولو. دا بیله خبره ده چې د آی سي سي په دغه نورو زور ونه رسیدو :) 

 د لیکنې ضمني خبره به لږه اوږده کړم. خدای دې راشد خان پیاوړی لري او تر ډیرو کلونو او لسیزو دې همداسې تکړه لري. خو انسان وي که ماشین، دمې ته اړتیا لري او که دمه نه شي، آرام ونکړي او دومداره کار ترې واخیستل شي نو هرمرو استهلاک کیږي. ثقلین که ځان نه وای استهلاک کړی، نو ښايي که د مرلي نه ستر شوی نه وای، نو کم به هم ترې نه وای.