شک، بدګماني او قضاوت؛ د ویتنامي سړي کیسه

October 07, 23 Muhibullah Tariq

ژباړن: محب الرحمن مالیار

خاوند د جګړې لیکو ته لاړ او خپله امېدواره مېرمن یې د خدای هیلې ته پرېښوده. د عسکرۍ دندې کابو درې کاله وخت ونیو. له درې کلن ځنډ وروسته سړي د کور لاره ونیوه او کور ته روان شو. میرمن یې د کوچني زوی سره يوځای د کلي بر سر ته ورغله ترڅو د خپل د خاوند د راتګ هرکلی وکړي .
کله چې ښځه او خاوند سره مخ کېږي بیا د پلار  سترګې د لومړي ځل لپاره په کوچني زوی لګیږي، د خوښۍ اوښکې يې پر مخ بې اختیاره روانې شوې ښځه ډېره خوښه شوه او د خدای شکر یې پرځای کړ چې د ژوند ملګری یې له یو جنګي ماموریت نه رک روغ را ستون شو .
په ویتنام کې دود دی چې کله یوه مهمه پېښه رامنځته شي نو دوی په يوه ټاکلي ځای کې د خپلو نیکونو په نامه نذر صدقه کوي. د خوراکي توکو د نذر پرمهال هماغه ټاکلي ځای کې درېږي او د نیکونو ارواوو ته خپله ټوله کیسه کوي چې ژوند کې يې څه پېښ شوي.
ښځه ښار ته لاړه ترڅو خوراکي توکي او ګلان نذرانه ځای ته راوړي.

زوی او پلار په کور کې یوازې پاتې ول. کوچني زوی به يې پلار ته ښاغلی ویل. پلار به یې هڅه کوله چې زوی په دې قانع کړي ترڅو ده ته پلار ووايي خو هلک په نه ګوته ايښې وه او ویل یې چې، ته مې پلار نه يې. زما پلار بل څوک دی هغه زمونږ لاسنیوی کړی، مونږ يې یوازې نه يوو پریښې هغه هره شپه کور ته راته. مور مې ډېر کله له هغه سره خبرې کولې، ګیلې به یې ورته کولې، ژړل به یې ورته د خپلو سختو ورځو غم به یې ورسره شریک کاوه او هغه به یې خبرې اورېدې. که مور به مې ولاړه وه هغه به هم ورسره ولاړ و، که به مې مور کیناسته، هغه به ورسره کېناسته او که به مې مور وغزېده هغه به هم ورسره وغزېده. ځکه تاته پلار نه وایم، زما پلار بل څوک دی.
د دې خبرو په اورېدو یې د پلار فکر او چلند بدل شو. مېرمن یې ستړې ستومانه او ساه نیولې له ښاره راستنه شوه. د خاوند د راتګ لپاره یې د نذر ټوله تابیا ونیوله. د نذر توکي د نذرانې ټاکلي ځای ته وړل کېدل. هلته به اول همدا کورنۍ یوځای کېناسته او نذر به یې خوړل بیا وروسته عام خلک ورتلل او د نذر توکي به یې خوړل.
په هر حال کله چې یې مېرمن له ښاره راغله، د سړي چلند ورسره بدل شو له ښځې سره یې خبرې نه کولې له قهره به سور او شین ناست و. کله به چې شپه شوه سړی به د سیند غاړې ته لاړ او ښه پرېمانه شراب به يې وڅښل، شپې او ورځې یې په ښځې و غمېدې ښځه ډېره خواشینې وه او نه پوهیده چې څه کیسه ده؟ خاوند یې ولې داسې سخت زړی او بدرحمه شو؟

بالاخره ښځې پرېکړه وکړه چې نور باید له ژوند سره مخه ښه وکړي. لاړه ځان یې سیند ته ګوزار کړ او د مرګ غېږې ته یې پناه وروړه. ښځه مړه شوه، د جنازې مراسم یې هم ادا شول.

پلار خپل زوی له لاسه ونیوه او د کور په لوري راغلل. کله چې لمر پریوت ماښام شو او د تیارو لړې را وغزېدې، پلار یې د تیلو څراغ روښانه کړ. د پلار سیوری چې یې دیوال کې راښکاره شو، ماشوم غږ کړ چې زما پلار دغه دی! پلار یې ټکان وخوړ زوی ته یې مخ را واړه چې دا خو زما سیوری دی. ماشوم وویل؛ مامې یوه ورځ مور ته وویل د ټول کلي ماشومان پلار لري زه ولې پلار نه لرم؟
مور مې راته همدا سیوری وښود چې زویه دا ستا پلار دی. مور به مې چې ولاړه دا به هم ورسره ولاړ و، چې به کېناسته دا به هم ورسره ناست و او چې وبه غزېده ورسره به وغزېده.
سړی چې ترڅو په حقیقت پوهېده، اوبه له ورخه تېرې وې او دی د داسې تېروتنې مرتکب شوی و چې نور نه جبرانېده.