خرافات Superstition ؛ ډاکټر ملک ستیز
خرافات په طبيعي چارو کې هغو انګېرنو يا د عقل مخالفو کارونو ته وایي، چې له ماوراءالطبيعي سرچينو خړوبېږي. په واقعيت کې دغه ډول انګېرنې هغه رنګين درواغ دي، چې يو شمېر خلکو ورته رنګینې وزرې او زرينې پاڼې ورکړي او بيا يې ټولنې ته وړاندې کړي دي. ويل کېږي، چې ډېر پخوا (( تاریخ يې نه دی معلوم)) په عربو کې د طایف د سيمې د ((عذره)) قبيلې يو تن (( خرافه )) نومېده. دی په ناڅاپي ډول ورک شو. خو کله چې بېرته خپلې قبيلې ته راوګرځېد، له ځانه سره يې د نه منلو کيسې راوړې وې. د قبيلې خلکو فکر کاوه، چې ګنې دی لېونی شوی دی. نوموړي داسې رنګين درواغ او د درواغو په مالګه داسې برابرې کيسې خلکو ته ويلې، چې بلاخره يې د خلکو پام ځان ته راواړوه. د خلکو له دې پاملرنې سره خرافه نور هم تشويق شو او د خپلو کيسو مالګه مرچکی يې نور هم برابر کړ. د نوموړي کيسې داسې وې، چې خلکو فکر کاوه، دی د عجايبو له وطنه راغلی دی.
د خرافه په قبيله کې چې څوک څه لږ ډېر پوهېدل، په ده پورې يې خندل، خو هغه خلک چې پوهه يې نه درلوده، د خرافه ښکرورو دروغو ته به يې ګوتې په غاښ کړې او لاس تر زنې به ورته ناست وو. له همدغه مهاله راپدېخوا به چې هره خبره خيالي او د دروغو په کمال رنګینه وه، نو خلکو به ورته خرافه ويل. کېدای شي، همدا کيسه په خپل ذات کې يوه خرافه وي، خو دا هم چا ته پته نه شته ده. يوه خبره چې لکه د لمر روښانه ده، هغه بيا دا ده، چې خرافه او خرافات هغه اضافي خبرې دي، چې خرافاتيان يې کوي او هيڅ کوم مستنده منبع نه لري.
د دين او مذهب دعوتګران د دې لپاره چې يو شمېر مسايل خلکو ته رنګين کړي، همدغسې خرافاتو ته پناه وړي. دوی هڅه کوي، چې د ديني رهبرانو په اړه دغسې رنګينې خرافاتي کيسې جوړې کړي او خلکو ته په دروغو د دوی ښکلی او رنګين تصوير ورکړي. خرافاتي او دروغجن خلک دغسې خرافات په سيستماتيک او تخنيکي ډول جوړوي او دغه دروغجن روايت او خرافات بيا په څو مختلفو مجالسو، مراسمو او پروګرامونو کې بيانوي. کله چې د يادو مجالسو خلک له يو بل سره ګوري، د دغه دروغجن روايت په اړه يو بل ته کيسې کوي. همدغه خرافاتي روايت چې خلکو په مختلفو ځايونو کې اورېدلی دی، د خلکو ټولنيزو ذهنونو ته لار مومي او کله کله کېدای شي، همدغه خرافات په يو پاک او سپېڅلي روايت بدل شي. دوی خپل ديني مشران او رهبران په همدې دروغو دومره لوړې مرتبې ته رسوي، چې د عقل، کمال او فضيلت لوړو مدارجو ته يې پورته کړي او له نورو انسانانو يې لوړ او مافوق الطبعي ښيي. تر دې چې د خلکو باور پرې دومره ډېر شي، چې د دوی له قبرونو ديوالونه راتاو کړي او دغه ځايونه په مقدسو زيارتونو بدل کړي. له دې بدتره بيا د اده، د دې پر ځای چې دا خلک له خدايه د خپلو شرکي او کفري اعمالو بښنه وغواړي، برعکس د دې کار په بدل کې له خدايه مفغرت او بښنه غواړي او د خپلو مرضونو د تداوۍ لپاره هلته ورځي. دغه بد کار د هغو خلکو له لوري کېږي، چې تل خرافاتو او بديهياتو ته لمن وهي. ياد خلک د دې پر ځای چې دين ته خدمت وکړي، نور هم د خدای دين بدناموي او د دين اصلي دښمنان همدوی دي. د دوی د کړنو له امله دين په خرافاتو بدلېږي او په ټولنه کې خپل ارزښت له لاسه ورکوي.
د خرافاتو لاروي تل د خپلو اوهامو په ګرداب کې ورک وي. دوی داسې فکر کوي، چې ګنې د خرافاتو جوړول او په ټولنې او سياست کې يې دودول د دين لپاره ګټه لري او له دې کار سره د خرافاتو جوړوونکي له عادي خلکو لوړ او عالي انسانان دي. له همدې امله دوی کله کله د خرافاتو په جوړولو کې دومره افراطي شي، چې په خرافاتو کې نور خرافات زېږوي.
راځئ بېرته خپل هماغه پېژند يا تعريف ته ورورګرځو، چې موږ مخکې دخرافاتو په اړه کړی دی. که د ديني ارزښتو له دريڅې ورته وګورو، څرګندېږي، چې خرافات په خپل ذات او اصل کې د دين ضد عمل دی او باید مخنيوی يې وشي. خو بدبختانه چې د دين او سياست په اړينو او مهمو برخو کې له دغسې خرافاتو ګټنه کېږي. خرافاتيان هڅه کوي، چې يو شمېر دردناک واقعات او ترخه پيغامونه د دين وزمه فکر په اوبو ووينځي او بيا يې ټولنې ته د دين په نامه وړاندې کړي. دغه خلک په دې برخه کې په بشپړه اندازه مهارت او وړتيا لري، چې څنګه د دروغو او خرافاتو کيسې خلکو ته ښکلې کړي او په دوی يې ومني. که څه هم دوی داسې کيسې جوړوي، چې له عام عقله لېرې وي، خو بيا يې هم داسې رنګينې کړي، چې پر خلکو يې ومني. د بېلګې په ډول کله چې دوی د جنت او دوزخ په اړه کومې خيالي کيسې له ځانه جوړوي، هيڅ د دين منشا پکې نه وي، بلکه دوی يې د خپلو شخصي سليقو له مخې په مبالغه آمېز ډول خلکو ته وړاندې کوي.
د دين له ډګره ورهاخو د سياست په قلمرو کې هم د خرافاتيانو لښکرې ګرځي. دوی داسې خلک دي، چې خپل جوړي شوي خرافات او دروغ د يو ولس او خاورې پر تاریخ او فرهنګ ورتپي او د تاریخ له غېږې په دروغو داسې اشخاص راوباسي، چې له عادي ژونده خورا لوړ وي. دوی په خپلو خرافاتو او دروغو خپل مشران او رهبران دومره لوی او لوړ خلک معرفي کوي، چې ان د پاکو او مقدسو پيغمبرانو له مقامه يې هم لوړ ښيي او د دوی پر شخصيت داسې د تطهير او پاکوالي ټاپې وهي، چې په خپل يو التفات د اوبو سمندر په دښته بدلوي او او يوه سوزوونکې دښته په چمنزار اړوي.
دا هغه ډله خرافاتيان دي، چې د خپلو شخصي سليقو او شخصي ګټو زهرجنو کيسو ته د دين او سياست خواږه ورګډوي او خلکو ته يې وړاندې کوي. دا خلک په ټولنه کې تر ټولو ډېر خطرناک او مضر دي. دوی خپلو رهبرانو او مشرانو ته د دين مقدس رنګونه ورکوي او پر خلکو يې مني. دوی دومره ماهر او هوښيار وي، چې له ناقصو، نيمګړو او جاهلو رهبرانو څخه په خپلو دورغينو او کاذبو خيالاتو او تصوراتو مافوق الطبعي انسانان جوړوي. دا ډله هڅه کوي، چې له عادي انسانانو څخه شیخ، پير، سردار، سپهسالار، امير، رهبر او داسې عالم جوړ کړي، چې پر ټولنې يې قدر او عزت لازم او فرض وي او د دوی بې عزتي يا پرې نقد کول، ګناه کبيره وي. د دې لپاره چې دوی دا ډول مقامونه په ولس ومني، داسې کيسې او خرافات ورپسې جوړوي، چې خلک په وهم او شک کې واچوي او عوام الناس پرې دوکه کړي. د خرافاتيانو په دې کار سره په ناڅاپي ډول دا عادي انسان په دومره لوړ او عالي مقام بدل کړي، چې مافوق الطبعي شخصيت ته ورسي. له دې سره عوام الناس چې علم او پوهه نه لري، په شک او توهم کې داسې اخته شي، چې بلاخره دا وېره ورسره ملګرې شي، که چېرې د دې سړي دا کيسې ونه مني، مبادا ګناهګار نه شي؟ له همدې امله د خرافاتیانو کيسې ومني او وېرېږي، چې په ګناه اخته نه شي، نو له ګمراهانو سره دی هم ګمراه شي. دغه خرافات او ګمراهۍ تر ډېره په هغه ټولنه کې منل کېږي، چې د پوهې کچه په کې ټيټه او د نقد او نيوکې لپاره پکې هيڅ جواز نه وي.
د خرافاتو پر وړاندې تر ټولو کارنده او اغېزناکه وسله پوهه او علم دی. د خپل ځان، ټولنې او نړۍ په اړه معلومات کولی شي، موږ له خرافاتو څخه وژغوري. په هغو ټولنو کې چې سياست له علم، فلسفې او مذهب سره مناسب او ښه اړيکي ولري، هلته د خرافاتو کچه ټيټه وي. ځکه هلته د علم او منطق دروازه خلاصه وي او تل علم پر خرافاتو بری تر لاسه کوي. پوهه لومړۍ وسيله ده، چې له تاسو سره د خرافاتيانو په ننګولو کې مرسته کوي. له تاسو سره د پوهې دوهيمه مرسته دا ده، چې پر مټ يې کولی شئ، د خرافاتو جعل او دروغ معلوم کړئ او رښتيا له دروغو جلا کړئ. تجربو دا خبره ثابته کړې ده، چې هر څوک يوه پېښه او باور ومني، دی په خپله د همغه باور او پېښې لپاره تر ټولو ښه مبلغ دی، چې نور خلک په شک او ابهام کې واچوي. د پوهې درېیمه مرسته دا ده، چې په تاسو کې د زړورتيا او جرئت ملِکه بيداروي. په دې ځای کې تاسو د پوهې په وسلې سمبال ياست او هر ډول خرافات ستاسو پر وړاندې د مقاومت وسله پر ځمکه ږدي.
په کومې ټولنې کې چې د پوهې کچه ټيټه وي، ډېر ژر د خرافاتو ښکار کېږي. د بېلګې په ډول په افغانستان کې د خرافاتيانو يوه دعوه زموږ ټولې پوښتنې راحل کولی شي. مثلاً دوی وايي، چې موسيقي د شيطان غږ دی، نو ځکه حرامه ده. دا خبره ممکنه ده، چې يوه لوستې ټولنه دې يې ومني؟ ځواب مطلق (( نه)) دی. نن سبا په لوستو ټولنو کې موسیقي خپل ځانګړی مقام لري او پر مټ يې انسانان خپل معنويات وينځي. اوس مهال په پرمختللې نړۍ کې موسيقي د رواني ناروغيو په مقابل کې د دارو درمل په ډول کې کارول کېږي. نن سبا موسيقي په بشري ټولنه کې انسانو سره لکه د نوک او ورۍ په څېر ده، چې په اړه يې خرافات په پرمختللې نړۍ کې هيڅ د منلو نه دي. يا خرافاتيان وایي، چې تلوېزيون د فساد سرچينه ده. په داسې حال کې چې په نړۍ کې تلوېزيون د معلوماتو رسولو او ولسونو د يووالي غوره وسيله ده. بدبختانه چې زموږ په ټولنه کې لا هم تلوېزيون او د موسيقې الات سنګسارېږي. ځکه دا خلک په دې ځان ته برائت ورکوي، چې د شیطان غږ او د ګمراهۍ او فساد سرچينې له منځه وړي.
په داسې حال کې چې له دې کار سره په دې ځای کې خرافات د فرهنګ او کلتور سره په ټکر کې واقع کېږي. نن سبا د خرافاتو يو لوی ټکر د نړۍ له پرمختګ سره دی. مثلا موږ نه شو کولی، چې هنر د ټولنې له پرمختګ څخه جلا کړو، خو خرافات وايي، چې هنر د عیاشۍ وسيله او د کفر لار ده. دلته همدغه ټکر د دې لامل کېږي، چې هنر په بنسټېز ډول د پرمختګ د يوې ښې وسيلې په ډول بدل شي. له همدې امله يو لوستي او له نړۍ اګاه انسان د هنر خوا نيسي او د خرافاتو په مقابل کې ودرېږيږي. همدا لامل دی، چې په نړۍ کې د ښکلو هنرونو په سلګونه پوهنتونونه او پوهنځي فعاليت کوي، چې د فرهنګ او هنر په سلګونه زره مختصصين فارغوي. دا پوهنتونونه او پوهنځي هسې نه دي اخته، بلکه دوی په دې پوهېږي، چې هنر او فرهنګ د ټولنې اړينه اړتيا او جدي غوښتنه ده.
که موږ له خرافاتو سره مبارزه کوو، اړتيا نه شته چې پر وړاندې يې جګړه وکړو. پر خرافاتو د بريا تر ټولو ښه لار دا ده، چې کتاب ته پناه يوسو او خپل راتلونکی نسل له کتاب سره اشنا کړو. د خرافاتو پر وړاندې د بريا بله لار دا ده، چې د هنرمند قدر وکړو او خپل ژوند له هنر سره وتړو. کله چې تاسو د يوې هنري ټوټې پر وړاندې لاسونه پړکوئ او خپل معنويات پرې وينځئ، دا مانا لري، چې له خرافاتو سره مو مبارزه وکړه. کله چې د خپلې لور په کليزه کې هغې ته يو کتاب ډالۍ کوئ، دا په خپله له خرافاتو سره يو ډول مبارزه ده. کله چې يو موزيم ته ځئ او هلته داسې احساسوئ چې تاسو د تاريخ يوه برخه ياست، تاسو په خپله په يو ډول ځان له خرافاتو لېرې کړ، ځکه تاسو په دې ځای کې د خرافاتو پر ځای له پوهې او علم سره تړلي ياست. کله چې تاسو د خپل ژوند له ملګري سره سينما ته ځئ او يو هنري فلم ګورئ، دا همدا مانا لري، چې د نوښت او پرمختګ پر لور ګام اخلئ او د خرافاتو پر وړاندې مدني مبارزه کوئ. کله چې تاسو په خپل کور کې يوه قطعه شعر يا ترانه وايئ، دا د دې مانا لري، چې تاسو په خپله يو روڼ آندی ياست او د خرافاتو پر وړاندې مقاومت کوئ. کله چې خپلې مېرمنې ته د مينې يو شعر وايئ، په همدې سره مو د خرافاتو لمن ټوله کړه. کله چې د مولانا په غزلونو د خپلو معنوياتو تزکية کوئ، پوه شئ، چې خرافات له تاسو په تېښته دي. کله چې د خدای تعالی عظيم او پاک کلام قرانکريم خلاص کړئ او په پاک زړه يې په حضوري ډول تلاوت کوئ، دا مانا چې تاسو له خدای تعالی سره خبرې کوئ، په دې ځای کې هيڅ خرافات حق نه لري، چې د خدای او تاسو ترمنځ وساطت وکړي. دا هغه لار ده، چې تاسو په مستقیم ډول له خدای تعالی سره پرې تړلي ياست.
نو! له خرافاتو سره د مبارزې لپاره موږ وژلو او وينې تويولو ته اړتيا نه لرو. بلکه خبرو او مذاکرې ته اړ يو. موږ بايد له خپل ځان او نورو سره سالمې خبرې وکړو. موږ بايد د موثرو خبرو اترو لپاره لار پرارنيزو، چې خپله پوهه هم ډېره کړو او نور هم وپوهوو.
ژباړن: پوهنمل ګل احمد محبت