په ټولنه کې د نقد اړتيا؛ پوهنمل ګل احمد محبت

October 09, 23 Muhibullah Tariq

د سرليک په لوستو طبعا ستاسو ذهن ته په چټکۍ سره راتداعي کېږي، چې نقد، نيوکه او کره کتنه له ټولنيز ژوند سره لکه د نوک او ورۍ داسې تړلي مفاهيم دي. دا خبره به ثبوتوو، خو دا چې د خپلې دعوې لپاره دلايل وړاندې کوو، د نقد په ريښې او  مانا کې يې په خپله ثبوت پروت دی. هره يوه علمي، سياسي، ټولنيزه، اقتصادي او ادبي اصطلاح چې موږ يې ريښې لټوو، سر به يې داسې يوې خاورې ته وروځي، چې ولسونو يې د نقد پر اوبو ژوند کړی دی. د همدغه نقد کلمې ريښه  په علمي ډول د فلاسفه‌و پر خاورې يعنې زاړه يونان کې راټوکېدلې ده. په يونان کې يې نقد ته (krites) ويل. د همدغه کريټيس يا نقد برکت و، چې نن هم درې درې نيم زره کاله وروسته ددوی علمی اصطلاحاتو لکه فولاد خپله مانا او ارزښت ساتلی او موږ يې کاروو.  پر دغه خاوره به خلکو داسې يو څوک لټاوه، چې دده پر خبرو، ليکنو او کارونو نقد وکړي، چې کره او اصلاح شي. د همدغه کره والي او اصلاح برکت دی، چې  نن موږ د ژوند په هر ډګر کې د دوی له افکارو او پنځونو ګټه اخلو.

څه ډول چې د انسانانو څېرې مختلفې دي، په همدغه ډول يې افکار هم مختلف دي او د افکارو همدغه اختلاف او ټکر د ژوند دوام ته روح ورکړی دی. په واقعيت کې موږ ټول په خپل وجود کې د اختلاف، نقد او کره کتنې تومنه لرو او هغه څه چې زموږ په اند ښه دي، ستايو يې او ناوړه يې بد ګڼو. د ارسطو خبره جالبه ده، چې ويل به يې: حقايق او ريښتينولي د انسان په طبيعت او فطرت کې اخښل شوي دي. همدغه حقايق او واقعيتونه ويل دي، چې ټولنې يې د پرمختګ تر معراجه رسولې دي. په هغه ټولنه کې چې ښه هم ښه وي او بد هم ښه وي، د ښې ورځې مخ پرې حرام دی.

له بده بخته چې زموږ ټولنه بيا د اجباري سکوت پر داسې يو ګړنګ ولاړه ده، چې د ښو او بدو تميز او توپير پکې هيڅ نه معلومېږي. په داسې حال کې چې موږ د پنځه زر کلن تاريخ او تمدن دعوه کوو او د اسلام سپېڅلي او مبارک دين پليوني ځان بولو، خو لا مو هم نه د خپل تمدن او ثقافت پر پوړيو د پرمختګ ګامونه واخيستل او  نه مو د خپل مبارک دين د  سپېڅلو ارشاداتو پر جاده مستقيم حرکت وکړ.  له بده مرغه  چې زموږ په ټولنه کې هر سړی ځان ته من دی او هيڅوک دا نه مني، چې دده په قول او عمل کې دې د ګوتې ځای وي.

له فردي ژونده راواخله، تر ټولنيز او سیاسي ژوند پورې هر څوک چې په کومه لار روان دی، د خپل ځان په اړه د بل چا نظر هيڅ نه منلی شي او نه يې زغملی شي. بلکه د خپل قول او عمل په اړه د بل چا نظر او نقد د خپل ځان کسرشان او بې عزتي ګڼي. ځکه دوی فکر کوي، چې زما خبره د کاڼي کرښه ده او زما عمل له هر ډول تېروتنې پاک او منزه دی. په واقعيت کې دا ډول عمل د کبر او غرور په مانا دی، ځکه هغه وينا چې له هر ډول غلطۍ پاکه ده، هغه د خدای او د هغه د رسول وينا ده او هغه عمل چې له هر ډول نيمګړتياو خالی دی، هغه د پيغمبرانو هغه اعمال دي، چې د خدای پر حکم يې کړې دي. زموږ کبر او غرور تر دې حده دی، چې که څوک زموږ په وينا او قول د اصلاح په نيت نيوکه وکړي، موږ فکر کوو، چې ګنې دی زما علم قاصر ګڼي او د دې مانا د اده، چې زه په څه شي نه پوهېږم، بس له مخې يې د ځواب په پار هر ډول وسلې ته لاس کوو. په داسې حال کې چې په واقعيت کې موږ په ټولو شيانو نه پوهېږو او زموږ ډېر اقول به نور راته سموي. همداسې زموږ اعمال هم وګڼئ، چې هيڅ يې په اړه د چا نظر نه شو اورېدی.

زموږ ټولنه داسې يوې بدبختۍ ته ورغاړې وتې ده، چې له ټولنيز ژوند ورهاخو که څوک په کومه ډله يا ګوند کې شامل شو، بس دی خپل ګوند الهي ګوند ګڼي، چې نور ورته هيڅ هم نه ښکاري او د خپل ځان په اړه د اصلاح او سمونې يوه کلمه او لفظ هم نه شي اورېدای. په داسې حال کې چې موږ د يو داسې مبارک او پاک دين پليوني يو، چې د دې مبارک دين لويو لويو مبلغينو، علماو،  سياستمدارانو او د دين سربراهانو د خپل ځان په اړه د نورو نيوکې په سړه سينه منلې دي. د اسلام د ستر او هغه جلالي خليفه چې شيطان ترې لار بچوله، حضرت عمر فاروق رض عنه دوه کيسې ډېرې جالبې دي.

لومړی دا چې پر ممبر ودرېد و او صحابه رض ته يې ويل چې واورئ او اطاعت وکړئ، خو يو خوار او کمزوری عادي مجاهد او صحابي ورته پاڅېد، چې نه اورم او نه اطاعت کوم! حضرت عمر رض امر ونه کړ، چې هله دا سړی بندي کړئ، هله دې سړي ته سزا ورکړئ. بلکه په سړه سينه يې وويل، چې ولې؟ څه نيوکه لرې؟ هغه ورته وويل چې کومې جامې دې چې پر تن دي، د فلانۍ غزا غنیمت دی، زما او ستا برخه يوه اندازه وه، زما جامې ترې ونه شوې او ستا ولې وشوې؟ داسې ښکاري چې په بيت المال کې دې خيانت کړی دی. هغه ويل د دې خبرې ځواب به زما زوی عبدالله درکړي. عبدالله ابن عمر ورته وويل چې دا زما او د پلار برخه وه. ما خپله برخه پلار ته ورکړه، د هغه جامې ترې وشوې. هله صحابي وويل چې اوس اورم او اطاعت کوم. په ورته ډول يې د هغې ښځې نظر هم ومانه چې د مَهر د اندازې ټاکلو پرو ړاندې يې مخالفت وکړ.

ټولنه پرمختګ ته اړتيا لري او په ټولنه کې سالم نقد د پرمختګ له نورو شاخصونو سره لاسونه ورکوي او په برکت يې د خلکو ورځ له يوې بلې هغې ته ښه کېږي. هغه ټولنه چې د سالم نقد پر وړاندې پراخه سينه لري، د پرمختګ په لار کې يې ستونزې کمې وي او د وګړو د پوهې کچه ورځ په ورځ لوړېږي. په اپوټه ډول کله هغه ټولنه په جهل کې پاتې کېږي او د زوال پر لور ځي، چې د نقد پر وړاندې زغم نه لري.  ځکه حضرت عمر رض وايي چې: کله چې په ټولنه کې د نقد دروازه بندېږي، ورسره د علم دوروازه بندېږي.

له بده مرغه چې زموږ په ټولنه کې نه د نقاد نقد روغ او سالم دی، نه د هغه چا غبرګون روغ دی، چې نقد پرې کېږي. همدغې ستونزې ټول وېرولي او  تر ډېره څوک په چا نقد نه کوي، وایي پرېږده يې ټوله ټولنه همداسې ده او که پر چا نقد وشي، د هغه ځواب همدا وي، چې هغه فلانی چې داسې و؟ د ليو تولستوی خبره ډېره جالبه ده، چې ويل به يې: تر ټولو بده دا ده، چې وايو: ټول همداسې دي! کله چې زموږ په ټولنه کې د ناوړه کارونو پر وړاندې په صفا او غوره نيت د اصلاح لپاره نقد وشي او د نقد شوې نظريې پر وړاندې لازمه او بديله نظریه وړاندې شي او په مقابل کې يې هغه څوک چې نقد پرې کېږي؛ په سړه سينه پر خپل ځان نقد ومني او پر بديلو لارو فکر وکړي، بيا به زموږ ټولنه هم له يوې ورځې بلې ته د پرمختګ او مثبت بدلون پر لور ګامونه اخلي، خو که حالات داسې وي، چې د هر چا پر خولې دې د جبر لاسونه ايښي وي او ټولې د خير ښېګڼې نظريې دې د خلکو په زړونو او ستوني کې وچې وي، نو بيا خدای دې مل شي د وطن او د ملګرو!