د عدم تشدد له ليارې تربيت؛ د گاندهي د زوی خاطره

October 07, 23 Muhibullah Tariq

يوه ورځ مې پلار چيرته کنفرانس کې دعوت و، له ما يې وغوښتل چې د کنفرانس تر ځايه يې په موټر کې ورسوم. حرکت مو وکړ، کله چې ټاکلي ځای ته ورسېدو، راته ويې ويل اوس لاړ شه. زه به ماذيګر پنځو بجو کې همدلته درته منتظر يم، بېرته به کور ته يوځای ولاړ شو. 

ورته ومې ويل سمه ده، حتماً. ما له فُرصت نه په استفادې د کور لپاره خریداري وکړله او موټر مې مستري ته ودروه‌ چې عوارض يې ونيسي. وروسته بيا سينما ته ولاړم. هلته دومره وخت را باندې تېر شو چې ايله پنځه نيمې بجې مې پام شو چې زه خو بايد پلار پسې ورشم او دا خو مې اوس هم کافي ناوخته کړېده.

د پلار د کنفرانس ځای ته چې ورسېدم، پوره شپږ بجې وې. ومې ليدل چې پلار مې لالهنده او سرګردانه ولاړ دی. ويې پوښتلم چې ولې مې دومره ناوخته کړه؟ 

ما له ډېرې شرمنده‌گۍ او خجالت نه دروغ ورته وويل چې موټر مستري ته ولاړ و، کار يې پکې کاوه، زه مجبور شوم منتظر پاتې شم.

هغه چې له مخکې يې مستري سره اړيکه نيولې وه، راته وويل: دا ستا ستونزه نده. حتما زما په تربيت کې څه ستونزه موجوده وه چې تاته مې سم اعتماد نفس ندی ښوولی، ترڅو له دروغو ډډه وکړې او رښتيا ووايې. د دې لپاره چې زه د خپل کار په نُقصان پوه شم، بايد تر کوره پورې «اته‌لس ميله فاصله وه» په پښو مزل وکړم، چې د دغې مهمې مسئلې په اړه فکر وکړم.

پلار مې پنځه نيم ساعته په پښو مزل وکړ او زه ورپسې کرار، کرار موټر کې روان وم. دا چې هغه مې د خپل احمقانه دروغ له وجې په پرېشانۍ او خپگان کې ډوب وموند، سخت ژور تاثير يې را باندې وکړ. هملته مې تصميم ونيوۀ چې نور به هيڅکله هم دروغ ونه وايم. د پلار دغه د عدم تشدد عمل دومره قوي و چې پوره اتيا کالونه وروسته هم فکر پرې کوم او زده کړه ترې کوم.

 

پايله: د يوې تېروتنې د اصلاح لپاره د سمې تګلارې غوره کول، تلپاتې اغېزې ښندلی شي.