د ماشومانو سالمه روزنه ژباړن: پوهنمل ګل احمد محبت

October 07, 23 Muhibullah Tariq

له يو مشر سړي مې وپوښتل، چې خپل اولاد څنګه په سالم ډول روزلی شو؟

هغه وويل: خپل اولاد بايد د ګاونډي د اولاد په څېر رالوی کړې!

ما ويل هغه څنګه؟

وایي: کله چې ستا د ګاونډي زوی ستا په کور کې مېلمه وي، د هغه قدر کوې، د حالت پوښتنه يې کوې، کله چې له ښوونځي راشي له مخې يې د کتابو بيک نه تلاشې کوې او دستې ترې د هغه د نمرو پوښتنه نه کوې، د خوراک او څښاک په اړه يې نظر پوښتې، د هغه د خوب په اړه ورسره مشوره کوې، د ډېرو مسايلو په اړه د هغه نظر پوښتې او د هغه په مخ کې له خپلې مېرمنې سره شخړه او لانجه نه کوې. ته بايد په دې پوه شې، چې ستا او د ګاونډي زوی ستا په کور کې مېلمانه دي. خو توپير دا دی، چې د ګاونډي زوی دې په کور کې د څو ورځو مېلمه دی او خپل زوی دې د څو کلونو مېلمه دی.  

کېدای شي تاسو هم د اخبره اورېدلې وي، چې د ماشوم د سالمې روزنې او ښې تربيې پیل د هغه له پيدايښت وړاندې بايد وشي. د دې جملې مانا دا ده، چې د ماشومانو لپاره لومړی اُلګو مور او پلار دي او ماشوم له هغوی تقليد کوي. نو له همدې امله ماشومان زموږ هندارې دي، يعنې هغه څه چې موږ کوو، د دوی په اعمالو او کردار کې راښکاره کېږي. که چېرته په دغه جريان او مهال کې د ماشوم مور او پلار د کومې تېروتنې ښکار شي، نو په ماشومانو يې ناوړه اغېزې پرېوزي. راځئ پر دغې موضوع د ښې پوهېدا په پار د ماشوم روزنې په لړۍ کې پر هغو پنځو دوديزو تېروتنو وغږېږو چې موږ تل ورسره لاس او ګريوان يو.

۱: د ماشومانو رټل

کله چې يو ماشوم بار بار د خپل مور او پلار له لوري رټل کېږي؛ دی د خپلو بدو کړنو پايلې سمې نه شي درک کولی، نو په دې صورت کې ماشوم خپلې بدې کړنې په سم ډول نه شي پېژندلی او لا تر فشار لاندې راځي. له همدې امله وايو، چې دا يې سمې لارې ته د راوستو ښه طريقه نه ده. کله کله دا ډول رټنې ماشوم ته دا جرئت ورکوي، چې په دغسې بار بار کړنو خپل مور او پلار و ازمايي او د دوی صبر او حوصله معلومه کړي. که چېرې د ماشوم د تنبیه او پوهونې اړتيا وي، نو بايد چې د اړتيا پر وخت د رټنې پر ځای  له نورو  اړینو او مختلفو لارو کار واخيستل شي.

۲: له ماشومانو سره دوه ګونی چلند

د ماشوم پر وړاندې د مور او پلار مساوي او يو ډول چلند کولی شي په هغه کې د بد سلوک کچه راکمه کړي او هغه ښو کارونو ته سوق کړي. که چېرې تاسو د خپل ماشوم پر وړاندې متفاوت چلند وکړئ، يعنې که پلار ماشوم ته يوه لار ښيي او مور يې مخالفت وکړي او يا د مور پر وړاندې پلار بديله لار ونيسي، نو که بيا مو ماشوم خواړه پر ځمکه تويوي او يا له خوبه سرغړوي، ګيله ترې مه کوئ! نو له همدې امله بايد تاسو او مېرمن مو دواړه د خپل ماشوم پر وړاندې مساوي او د هغه ښو کارونو ته د سوقولو په اړه مساوي ليدلوري ولرئ. لازمه ده، چې تاسو او مېرمن مو د خپل ماشوم د روزنې په پار يو ځای او يو ډول تصميم ولرئ!

 

 

۳: پر ماشوم له اندازې ډېر بنديزونه لګول

که مو پر خپل ماشوم له حده ډېره بنديزونه ولګول، دا منفي اغېز لري. په دې وخت کې بيا ماشومان له دې نه وېرېږي، چې پلار به ورته غوسه شي، يا به يې د مور او پلار په زړه کې د دوی مينه کمه شي، دوی بيا په هر صورت خپلو ناسمو کړنو ته دوام ورکوي، ځکه دوی فکر کوي، چې هسې هم موږ ته د يو کار اجازه هم نه شته ده. کله چې پر ماشوم له حده ډېرې سختۍ او محدوديتونه وضع کړئ، نو ماشوم مو دروغ ويلو ته مجبورېږي، چې په دې سره تاسو په خپل لاس خپل ماشوم بدو لارو ته مجبوروئ.

۴: باج ورکول

ماشوم ته رشوت ورکول او يا د باج ورکولو په مقابل کې پر هغه يو شمېر کارونه کول، مطلق منفي پایله لري. مثلاً که مو خپل ماشوم ته وويل چې دا کار وکه يا دا کار مه کوه، بيا دومره پيسې يا بل څه درکوم، نو ماشوم مازې همداسې روږدی کېږي، چې هر کار به د رشوت او د خپلو موخو د ترلاسلو په پار کوي. کله چې ماشوم دا عادت واخيست، نو بيا ترپایه خپل دې بد عادت ته دوام ورکوي. زموږ دا ډول چلند ماشوم ته زده کوي، چې ګنی دی په خپله هيڅ نه دی او دی له همدې امله له ډېرو اخلاقي ستونزو سره مخامخېږي.  د دې کار تر ټولو ښه لار دا ده، چې ماشوم مو هيڅ خبر نه وي او د يو نېک کار په بدل کې ورته د هغه د تمې او توقع خلاف  جايزه ورکړئ، چې هغه په خپل قدر او درنښت پوه شي او پر خپل شخصيت يې باور راشي.

۵: ماشوم ته سپکې سپورې ويل

کله چې مور او پلار خپل اولاد ته سپک نوم اخلي او هغه په سپک نوم يادوي، کېدای شي په ماشوم کې له عاطفي پلوه بدې انګېزې وزېږوي. ماشومان د دغسې بدو او سپکو نومونو پر وړاندې ډېر حساس دي او ډېره يې بده ګڼي. د بېلګې په ډول يو شمېر مور او پلار خپلو اولادونو ته لوده، احمق، ګول، لېونی، بېعقل او غول وايي. کله کله چې ماشوم ناوړه کار وکړي، يا يې په يو کار سر خلاص نه شي، نو مور پلار يې ورته دا ډول کلمې کاروي چې د هغه شخصيت ورسره خراب کړي. يا کېدای شي مور پلار له دغسې کلماتو کومه خاصه موخه ونه لري، خو له دې کلمو او نومونو سره د دې پر ځای چې ماشوم سمې لارې ته سوق کړي، نور يې هم خرابوي.

ماشومان حق لري، چې بايد د دوی رواني امنيت خوندي وي او دا د مور او پلار مسوليت دی، چې له دې پلوه هغوی ډاډمن کړي.  يو شمېر چلندونه لکه په ماشومانو کې عيبونه لټول او بربنډول، په هر کار کې يې مداخله کول، هغوی ته سزا ورکول، له هغوی ګيلې او مانې کول، دوی ته سپکې سپورې ويل او له دوی سره تل شخړې کول، د دوی رواني امنيت زيانمنوي او له وېرې سره يې مخامخوي. په دې کار سره کېدای شي مور او پلار د خپلو اولادونو پر وړاندې خپل د متقابل احترام پروسه له منځه يوسي او مور پلار خپل رُعب او حیثیت له لاسه ورکړي.

يادښت: مور پلار د خپلو اولادونو لومړني ښوونکي دي، تر دې چې د رسمي ښوونځي تر لومړيو کلونو پورې يې دوی روزونکي او پالونکي دي. دوی کولی شي، په دې وخت کې خپلو ماشومانو ته د فکر کولو او ژوند تېرولو لارې چارې وښيي. ماشوم ليک لوست له اورېدو، ليدو او يلو څخه زده کوي، نو د دغو مهارتونو  پياوړي کول يې د زده کړو د بنسټونو پياوړي کول دي. يعنې چې د ټولو مهارتونو د ترلاسلو لپاره لومړی مهارت د ژبې سم زده کول دي. ديوې ژبې کارول او پرې پوهېدل د وينا، اورېدو، ويلو او ليکلو او د هغې ژبې پر نښو او کوډونو پوهېدو له لارې ترلاسه کېږي. په واقعيت کې د همدغو مهارتونو په ترلاسلو سره ماشوم کولی شي خپلو هيلو ته ورسي او په ژوند کې خپلې موخې ترلاسه کړي.