تلوېزيون د تفريح، سکون او زده کړې له الې، د جګړې او تعصب تر وسيلې

October 07, 23 Aimal Yar

لیکوال: ډاکټر ملک ستیز

ژباړن: پوهنیار ګل احمد محبت

د شپې شپږو بجو ته به مو په بې قرارۍ انتظار کاوه. دا مهال تلوېزيون تازه په تازه خپرونې پيل کړې وې. په افغانستان کې د پنځوسمې لسیزې په وروستيو کې تلوېزيون د يوې اغېزناکې رسنۍ په توګه خلکو ته ارزښت درلود. دغه اغېزناکه رسنۍ په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره سردار محمد داود خان فعاله کړه. په (۱۳۵۶) کال کې د تلوېزيون تخنيکي او بنسټيزې چارې بشپړې شوې. په همدغه کال يې جوخت په ورځ کې يو ساعت ازمايښتې خپرونې پيل کړې. له بده مرغه چې پر (۱۳۵۷) کال پر داود خان چپه شوه، نور محمد تره کي د دغې رسنۍ د ايجاد امتياز په غلا د خپل ځان کړ. تره کې د (۱۳۵۷) کال د اسد په اته ويشتمه چې د افغانستان د خپلواکۍ ورځې له نمانځنې سره برابره ده، تلوېزيون بيا له سره افتتاح کړ. په داسې حال کې چې دغه امتياز د سردار محمد داود خان پر مشرۍ د جمهوريت په لومړۍ کابينه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالرحيم نوين ته حاصل و. 
کابل د امن په غېز کې د ارام ساه اخيسته. په هر کور کې تلوېزيون نه و. د هغه چا چې اقتصاد ښه و، تلوېزيون يې هم درلود. د افغانستان بازار ته لومړی تور او سپين تلوېزيون راغی، ځکه قېمت يې هم لږ و. په ورو ورو بيا رنګه تلوېزيون هم د ډېرو کورونه رڼا کړل. د کابل ښاروالي په عامو ځايونو تلوېزيونونه نصب کړي وو او چا به چې په کور کې تلوېزيون نه درلود؛ نو په ډېرې مينې او  خوښۍ به يې دلته ترې خوند اخيست.  دا وخت به تلوېزيون هنري او تمثيلي پارچې او موسيقي خپروله، ځکه خلکو ته ډېر نا اشنا او عجيب و. ښه مې په ياد دي، چې په تلوېزين کې لومړی د کلاسيک هنرمند حبيب شريف سندره خپرېده. له سندرې سره د ښاغلي شريف څېره او د جامو سټايل هم خورا جالب و.  ښاغلي شريف نېغ او تېره وېښتان درلودل.  عجيب پتلون به يې اغوستی و،  چې لويې لویې پاينڅې يې درلودې. د شېرټ يا کميس کالر يې خورا غټ او دواړو خواو ته پراخ پروت و، چې خلکو ته ډېر جالب و. که څه هم دا مهال د ټولو هنرمندانو عام سټايل همدا و، خو بيا هم خلکو ورته په عجيب ډول کتل. حبيب شریف به دا سندره ويله (( از خانه برایی و مګر زود درايي/ له کوره ووځې، خو بېرته ژر پناه شې)) . له دغې سندرې سره ښاغلي حبيب شریف عجيبه ليپ سينګ کړی و. د يادې سندرې کلیپ د سالنګ په عجيبو او زړه راښکونکو منظرو کې جوړ شوی و، چې سندرغاړي ورسره نا اشنا حرکات هم اجرا کړي وو. د سندرې خوند په خپل ځای خو د سندرغاړي د کليپ حرکاتو يې رنګ او کيف څو برابره کړی و. موږ ټول به هغه مهال تلوېزيون ته ډېر په ارام ناست وو او په حيرانتيا به مو کرل رېبل چې څنګه دې د تلوېزيون پر سکرين دغسې يو شاهکار ګورو. 
لومړنۍ هېوادنۍ ترانه چې له تلوېزيون څخه خپره شوه، ډېره جالبه وه. دا ترانه د وطن ځوانو هلکانو او پېغلو نجونو په غبرګو اوازونو وېلې وه. د ترانې کليپ ډېر خوندور و. د هلکانو او نجونو په لاسونو کې د هيواد ملي بیرغ و او له خپل ملي بيرغه داسې تاوېدل، چې د ملي يووالي يو روڼ انځور يې وړاندې کاوه. د وطن دغو تنکيو ګلانو به چې له ملي بیرغه هره دوره بشپړوله، زموږ په وجود کې به د وطني مينې او خپلواکۍ سيند په څپو شو.  د تلوېزيون په اړه د خلکو تعجب او حیرانتيا هله اوج ته ورسېده، چې په ژوندۍ بڼه يې پر سکرين وياندويان راښکاره شول. دا کار خلکو ته ډېر عجيب او د نه منلو و. دا څنګه کېدای شي، چې په خپل کور کې دې ناست يې او مخامخ دې په شيشه کې خبریال ګورې او په انځوريزه بڼه دې درته حالات بيانوي! دې کار خلک بېخي ډېر حيران کړي وو، تر دې چې د نه منلو خبره وه. وياندويان به هم کوم داسې ساده خلک نه وو. د دوی جامې به هم د ټولنې خلاف په اروپايي سټايل کې وې او خبرې او ويناوې به يې په تول تللې او پر ادبياتو پوره وې. دې نظارې به موږ ته دومره وياړ او لويي رابښله، چې فکر مو کاوه، موږ يو لوی ملت ته مخاطب يو او يوې لويې جغرافيې ته خپل پيغام رسوو.  ډېر د خوښۍ احساس مو کاوه. داسې چې د تلوېزيون يوه خپرونه او يوه لحظه مو هم بې ليدلو نه پرېښوده. د خپرونو پر مهال به په کور کې خاموشي حاکمه وه، ځکه چې مشرانو به خبرونه کتل. 
ورو ورو د تلوېزيون خپرونې ډېرې او رنګارنګې شوې. په تدريج سره هنري، سياسي، ټولنيزې او اقتصادي خپرونې پيل شوې. د تلوېزيوني خپرونو وخت ډېر شو. د تلوېزيون يو ساعته خپرونې څو ساعتونو ته ورسېدې. پخوا به يې د ماذیګر له شپږو د ماښام تر اوو بجو خپرونې درلودې، خو ورو ورو يې د مازيګر له شپږو د شپې تر لسو او بيا د شپې تر يوولسو او دولسو بجو خپلې خپرونې وغزولې. هر مازديګر به تلوېزيون د ماشومانو په خپرونو پيلېده. دا خپرونې خورا په زړه پورې وې. ځکه چې ماشومانو ته يې د ښوونځي هنر، ادب، کورني ژوند او تربيې په اړه اړين پيغامونه او درنې خبرې درلودې. يادې خپرونې به د کارتون په ډول خپرېدې، چې د ماشومانو زړونو ته به يې لارې کولې. دغه خپرونې دومره په زړه پورې وې، چې پر ماشومانو سربېره به غټانو هم په ډېرې علاقې کتلې. 
د دغه مهال د يوې کارتوني خپرونې نوم مې تر اوسه زده دی. دا خپرونه “ کورلګول” نومېده، چې له فرانسوي ژبې په ډېرې خوږې او جذابې پښتو/ دری راژباړل شوې وه. په دغه خپرونه کې به ماشومانو ترانې ويلې او ډېرې خوږې هنري او تمثيلي پارچې به يې وړاندې کولې. په نوموړې  خپرونې پسې به بيا اقتصادي او ټولنيزې خپرونې وړاندې کېدې. په اقتصادي او ټولنيزو خپرونو کې به د کرنې، اقتصاد، روغتيا، هنري او مسلکي پراختيا، د  عامه خدمتونو په وړاندې کولو کې د دولت رول او د ښې حکومتدارۍ په وړاندې کولو کې د قانون رول په اړه هره اونۍ نوبت وار خپرونې جوړېدې او خلکو به ترې خوند او پند اخيست.  پر دغسې مسايلو سربېره به د ښځو، بزګرانو کارګرو او ځوانانو په اړه ډېرې نوې او جالبې خپرونې وړاندې کېدې. د ښځو په اړه خپرونې به د ښځو له خوا وړاندې کېدې، چې په سياست، ټولنې، اقتصاد، فرهنګ او زده کړې کې به يې د ښځو ارزښت او رول په ښه ډول خلکو ته وړاندې کاوه. هغه خپرونې چې د ځوانانو لپاره وړاندې کېدې، محتوا يې پر زده کړو، ورزش، پند او نصيحت، هنرمندۍ او  وطني مينې خورا رنګينه وه، چې هر چا په مينه کتلې. 
د ماښام له اوو بجو به د شپې تر نهو بجو پورې خبري سرويس او سياسي شننې خپرېدې. په دغو خپرونو کې به دوه خبري سرويسونه ( پښتو او دری) خپرېدل، چې ورسره جوخت به پر خبر او ګزارشونو سياسي شننې او ګردي مېزونه هم وړاندې کېدل. دغه دوه ساعته به تلوېزيون مطلق د حاکم نظام د يوې تبليغاتي آلې دنده پرمخ وړله. همدارنګه په دغو ساعتونو کې د حکومت د مشرانو او رهبرانو ويناوې او د غونډو ګزارشونه په رنګ او رونق سره خپرېدل. د شپې له نهو بجو وروسته به بيا ډېرې جالبې او خوندورې فرهنګي او هنري خپرونې وړاندې کېدې. دا خپرونې نو بيا ډېرې خوږې وې، چې هر چا ورته بې صبرانه انتظار کاوه. د دغو جالبو خپرونو له ډلې يې ( مشعل داران هنر، هفت شهر هنر، ډول ډول بهرنۍ سندرې، نوې موسيقي، زېر اسمان نيل‌ګون، نويو ادبياتو ته کتنه، هنري او ادبي خبرونه، شعرونه او ترانې، تمثيلي او ننداريزې ټوټې، طنزيه خپرونې، له نړيوالو هنرمندانو او فنکارانو سره مرکې، په سيمه‌ییزه ژبه ډول ډول هنري خپرونې، پر شفاهي ادبياتو جالبې خپرونې، د شعر شپه، زرينه تله، لنډې کيسې، زړه او کلاسيکه موسیقي او نوې موسيقي او په لسګونه نورې ډېرې ښوونيزې او روزنيزې خپرونې وړاندې کېدې، چې د هر چا د زړه کلی يې تسخير کړی و. 
هر کله چې د تلوېزيون خپرونې له يوه ساعته ډېرې شوې، د خلکو مينه هم ورسره ورځ په ورځ ډېرېده. د خپرونو وخت د جمعې په ورځ د سهار  له لسو د غرمې تر دولسو او نورې ورځې د سهار  له نهو د غرمې تر يوې بجې پورې وغزېدې. په دغو وختونو کې به له تلوېزيونه يو لنډ خبرې سرويس خپور شو او نورې ټولې خپرونې به تفريحي او هنري وې، چې ډېرو خلکو ورسره زړونه تړلي وو. په دغو خپرونو کې يې “ ساعتِ با شما” چې ښاغلي اسماعيل فروغي وړاندې کوله او “ قوطيِ عطار” چې لومړی په ژوندۍ بڼه ياد ظاهر هويدا او بيا ورپسې اسد بديع وړاندې کوله، ډېرې په زړه پورې وې. همدارنګه په دې وختونو کې به يو نيم کنسرت او ننداریزې ټوټې هم وړاندې کېدې، چې د خلکو علاقه ورسره بې درېغه ډېره وه. 
د افغانستان دغه ځوان تلوېزيون ډېرې روزنيزې او ښوونيزې خپرونې هم وړاندې کولې، چې د تنکيو ځوانانو تر منځ د سيالۍ په پار خپرېدې او خورا ګټورې وې. د بېلګې په دود “ پاسخ چيست” او همدارنګه  “ ازمون‌ګاه ذهن “ هغه ارزښتمنې خپرونې وې، چې په اونۍ کې به يو ځل خپرېدې. دغه سيالۍ به د هېواد په کچه د مخلتفو ښوونځيو د زده کوونکو ترمنځ جوړېدې، چې وړ او تکړه زده کوونکی به په ډاليو نازول کېدل او خلکو ته به ورپېژندل کېدل. په دغو خپرونو کې به نرينه او ښځينه زده کوونکو ګډون کاوه، چې زما په اند يې د ځوانانو په روزنه کې بې ساری رول درلود. د ادبي کره کتنې په اړه خوندورې خپرونې وړاندې کېدې، چې تر ډېره يې کوربه‌توب ښاغلې فرېدې انوري کاوه. په دغې خپرونې کې به لويو لويو ادب پوهانو او نقادانو ګډون کاوه او د نقد او کره کتنې بهير يې تر ډېره د مسلکيتوب او تخصص خواته رهنمايي کړ. دغه کره کتنه به د پنځونې پر فورم او منځپانګه وه، خو د پنځګر فکر او نظر به يې نه سانسوراوه. دا مهال تلوېزيون په افغانستان کې د هنر لپاره دومره ډېر کار وکړ، چې هيڅ سيال او ساری يې نه ليدل کېده. د نړۍ او  هېواد په کچه د معتبرو ليکوالو له لوري د فلم لپاره بهترينې کيسې او سناريو وليکل شوې. هغه وخت چې افغان فلم او کابل تياتر د “ د کابل نندارې “ په نوم شهرت درلود، تلوېزيون ورسره لاس يو کړ او ډېرې ګټورې نندارې يې وړاندې کړې. اوس مې هم يادېږي، چې د نړۍ په کچه د لويو ليکوالو لکه: يوهان فون ګويته، اتنون چخوف، ويليام شکسپير، برشت، استاد عبدالغفور برشنا او نور ډېرو لويو ليکوالو پنځونې د لويو لويو ممثلينو او هنرمندانو پر کرکټرونو خلکو ته وړاندې کېدې.  
پر دې ټولو سربېره، تلوېزيون د هنرمندانو لپاره د يوې غوره او ښې سيالۍ بهترينه وسيله وه. د هنرمندانو د روزنې او پالنې لپاره د هنر د ډګر لوی لوی استادان وو، چې د دوی تر لاس لاندې به نوي هنرمندان روزل کېدل. هغه هنرمندان چې د سندرو ډګر ته به راتلل، د پياوړو هنرمندانو له ازموینې اخيستو به يې دغه ډګر ته لار مونده، چې په دغه پروسه کې له ځاني وړتيا پرته بل هيڅ شي له دوی سره مرسته نه شوه کولی. تلوېزيون په خپل ځانګړي ارزښت او اهميت وکړای شول، چې د کابلۍ اصيلې  موسيقۍ اصلي زانګو  (کوچه خرابات) ته لار پرانيزي. دغه کار نو د هنر په ډګر کې بېخي بې بديله و، چې د افغانستان تلوېزيون وکړ. د (کوچه خرابات) لويو لويو هنرمندانو او استادانو د تلوېزيون پر سکرين د خپلو مينه والو هنري تنده خړوبه کړه. د دغو درنو هنرمندانو له ډلې يې د استاد سراهنګ، استاد هاشم، استاد رحيم‌بخش او استاد محمد عمر د دې ډګر لوی نومونه دي. همدارنګه په دغه ډګر کې استاد قاسم يو له هغو نومونو و، چې د هنر په غوړېدا کې يې د تلوېزيون پر پرده ډېر خدمتونه کړي دي. د افغانستان تلوېزيون دا وخت يو لوی کار دا وکړ، چې د هيواد په کچه يې سيمه‌ییزه موسيقي دود کړه. د دغې موسيقۍ د ترويج لپاره د  “ دېره “ پروګرام ډېر ګټور و، چې د پښتو سيمه‌ييزه موسيقي يې د تلوېزيون پر پرده تر خلکو ورسوله. د پښتو موسيقي په ډګر کې دا درې لوی او عظيم انسانان ( استاد اول مير، استاد زاخېل او استاد ګل زمان) د هېرېدو نه دي. د پښتو موسیقۍ په ډګر کې له خوستي موسیقۍ د جلال اباد تر داستانونو، د پکتيا له اتڼونو د لغمان او نورستان تر سيمه‌ييزې ګډا او د لوګر له خوږې موسيقۍ راواخله د کندهار او ګردېزي موسيقي خوږې او جذابې پردې د خلکو پر زړونو لکه رڼې اوبه داسې خوږې لګېدې. له دغو پروګرامونو سره سره د تلوېزيون په پرده هزاره ګي، ازبکي، بلوچي، ترکمني او نورو کوچنيو او لږکيو خېلونو دوديزه او سيمه‌ييزه موسیقي هم خپرېده. د تلوېزيون دا لوی خدمت د دې لامل شو، چې د افغانستان په کچه لوی لوی هنرمندان راوزېږي او د تاريخ په حافظه کې خپل کردار او نومونه ثبت کړي. 
د افغانستان تلوېزيون د هنر او ادبياتو برخې کار کوونکو،  د ليکوالو او هنرمندانو له اتحاديو سره نږدې اړیکي درلودې، چې د همدغو اړيکو پر مټ يې د ليکوالو او هنرمندانو خدمتونه، پيغامونه، هنر او نومونه د هر چا تر کوره ورسول. د تلوېزيون دغې برخې د هيواد له لويو لويو ليکوالو او استادانو لکه : استاد باختري، دکتور لطیف ناظمي، رهنورد زرياب، دکتور اکرم عثمان، دکتور عبدالاحمد جاويد، دکتور رازق رويين، دکتور اسدالله حبیب، نصرالله حافظ، ببرک ارغند، استاد عبدالروف بېنوا، سلېمان لايق، زرين انځور، عبدالمنان ملګری، سيدجان ملال او نورو ډېرو پُرکاره ليکوالو سره نږدې اړيکي درلودې، چې د همدغو اړيکو له برکته يې دومره قېمتې خپرونې وړاندې کولې، چې د هر چا د زړه پر تخت يې پاچاهي کوله. د کلاسيکې يا زړې  موسيقۍ د ترويج او  زده کړې په ډګر کې د لوی استاد سراهنګ نوم د يادولو دی، چې د استاد عبدالوهاب مددي په مرسته يې د موسيقۍ جالب پروګرامونه وړاندې کول. د دې په څنګ کې د پښتو او دری ژبو د بهترينو او نايابه ليکوالو ليکنې او څېړنيزې شننې وې، چې د تلوېزيون په پردې به خپرېدې او  ډېر مينه وال يې درلودل. 
له تخنيکي پلوه دا مهال تلوېزيون يوه فعاله او ژوندۍ رسنۍ وه. د تلوېزيون ټولې خپرونې، اقتصادي، ټولنيزې، سياسي، هنري، ادبي او فرهنګي جلا جلا تنظيم شوې وې، چې د يو مسول له لوري اداره کېدې. د هرې برخې مشر او مسول به د يادې برخې مسلکي او تخصصي کادر و. د اجرايې برخې خپل مسولين وو، چې د تصوير، غږ، ثبت، رڼا، د سټوډيو ترمنځ د همغږۍ، ژونديو خپرونو او د وخت مديريت يې ټول تر کنټرول لاندې وو. هغه کارکوونکو چې نوښتګر او مسلکي فکر او پوهه يې درلوده، د نوښتګرې او مسلکي برخې مسولين ټاکل شوي وو، چې ددغه ډګر کارکوونکي معمولا هنرمندان، شاعران، ليکوال، نقادان، طنازان او کیسه او سناريو ليکونکي وو. په واقعيت کې دوی هغه خلک وو، چې د تلوېزيون د هستې او جوهر حیثیت يې درلود او هغه خلک و، چې په فکري او مانيز ډول يې تلوېزيون رهبري کاوه. د دوی تر څنګ نور اداري پرسونل هم و، چې د تلوېزيون اداري، بوديجوي او نورو شکلي برخو مسوليت يې پر غاړه و. په واقعيت کې همدغه خلک وو، چې د تلوېزيون څرخ يې په مسلکي او اداري ډول داسې تاووه، چې د خلکو زړونو ته يې لارې کړې وې. 
د افغانستان تلوېزيون فعالې او قوي دستګاوې درلودې، چې د جاپان هيواد په مرسته يې بنسټ ايښودل شوی و. وروسته بيا د شوروي په مرسته د تلوېزیون يو شمېر بنسټونه ورغول شول. شوروي د افغانستان تلوېزيون په پراخوالي کې لوی کار دا وکړ، چې د اسپوتنيک دستګا پر مټ يې د شمشاد سپوږمکۍ سيستم نصب کړ او د تلوېزيون خپرونې يې د هيواد تر مختلفو ولاياتو ورسولې. همدغه کار د افغانستان تلوېزيون په يوې ملي شبکې او ملي رسنۍ بدل کړ. د افغانستان تلوېزيون د يو غريب هيواد د تلوېزيون په توګه کولی شول چې د هيواد دننه د خپلو متحرکو ستوډيو ګانو پر مټ توليدې خپرونې جوړې کړي. له ستونزو سره سره بيا هم د تلوېزيون کارکوونکو له نوې ټيکنالوژۍ په ګټنې هڅه وکړه، چې ژوندۍ خپرونې برابرې کړي. داسې مې يادېږي لکه همدا نن. ۱۳۶۰ کال و. زما کورنۍ ته د ځوانانو له خپرونې خبر راغی، چې زه د ممتاز ځوان او زده کوونکي په توګه د خپرونې لپاره ټاکل شوی يم. تلوېزيون ته زما د تللو کيسه نو بېخي ډېره عجيبه او موږ ته خورا حيرانوونکې وه. کله چې د تلوېزيون دروازې ته ورسېدم، د تلوېزيون نظم او د دغې ادارې اتوريته مې وليدله، سخت يې حيران کړم. ساتونکي مشخص او منظم لباس اغوستی و. ادارې ته يې خبر ورکړ، چې فلانی راغلی دی. ياد يې په خير د ځوانانو خپرونې مسوله  شاعره او لیکواله حميرا نګهت وه. کله چې دغې اغلې مېرمنې زه له دراوزې تر خپله دفتره رهنمايي کولم، ما د تلوېزيون کارکوونکي وليدل، چې ډېرې منظمې او باسليقه جامې يې پرتن وې او هر څوک په خپل کار او مسوليت اخته و. د تلوېزيون د کارکوونکو هغه تصويرونه مې اوس هم په ذهن کې دي او خورا ډېر ترې متاثره شوی وم. د دغو کارمندانو په ليدو مې سخت د غرور او وياړ احساس کاوه. د اغلې حميرا نګهت ياد دې په خير وي، بيا به مې تر ډېره د خپل همدغه ملاقات په اړه ورسره ټوکې ټکالې کولې. 
د افغانستان تلوېزيون له تولو خوږو خپرونو سره يوه خپرونه د بهرنيو سريالونو خپرول و. دغه سريالونه د هر چا د کور پاچاهان وو. ټولو خلکو به په خورا مينه کتل. د افغانستان خلک د دغو سريالو په ليدو د اروپا او نورې نړۍ د خلکو له ژوند او فرهنګ سره بلد شول. د جمعې په شپه له تلوېزيونه يو فلم خپرېده، چې تر ډېره به دا فلم هندي و. دغه فلمونه به د هيواد په رسمي ژبو دوبله کېدل، چې د باليود د نوموتو هنرمندانو ښکلي کردار او د هند خوږۍ موسيقۍ به د خلکو د زړنو ځمکي تسخيرولې. يوه او پخه خبره دا ده، چې تلوېزيون د افغانستان د خلکو په ژوند کې ډېر مثبت او کارنده رول لوبولی دی. همدغه تلوېزيون و، چې د افغانستان خلکو ته يې د  فرهنګي او ټولنيز پرمختګ يوه نوې  دريڅه پرانيسته. تلوېزيون د افغانستان ګوټ ګوټ او هر کور ته د نړۍ خبرونه راوړل او افغانانو ته يې د نړيوال کېدو پر لور يوه نوې لار پرانيسته. تلوېزيون د افغانستان هرې کورنۍ ته تفريح، ښوونه او روزنه په سوغات کې وړاندې کړل. ښځينه‌و او نرينه‌و چې په تلوېزيون کې يې کار کاوه، ډېر درانه او د قدر وړ خلک وو، چې ټولنې ورته په درنه کتل. د تلوېزيون لپاره به چې کوم مسلکي کارکوونکي مقررېدل، د ټولنې له منځه به درانه او د کار خلک وو، همدا لامل و، چې دوی به هم د کار او درنې خپرونې بېرته ولس ته وړاندې کولې. 
بدبختانه چې د تلوېزيون له دومره لويو خدمتونو سره سره بيا هم تلوېزيون د حاکم رژيم د سانسور له بياتۍ خلاص نه و. واکمن رژيم هڅه کوله چې د تلوېزيون ټولې خپرونې دقيقې وڅاري. له همدې امله د استخباراتو تمرکز او فوکس پر تلوېزيون بېخي ډېر و. لومړی خبر به په تلوېزيون کې د حاکمې ډلې خپرېده او هره تبصره او شننه به د حاکم رژیم په ګټه او نفع وړاندې کېده. له همدې ځايه تلوېزيون ورو ورو د درواغجنو تبليغاتو، مبالغو او د رهبرانو د تبليغ په یوې وسيلې بدل شو. د افغانستان تلوېزيون له خپله پيدايښته تر پنځلسو کلونو پورې لومړی د خلکو د ډيموکراتيک ګوند او بيا د وطن ګوند سياسي رژيم تر درنو بارونو لاندې بنده بنده ساه اخيسته. 
کله چې تلوېزيون د خلکو او وطن ګوند له جبره راووت، ورسره سم د مجاهدينو او اسلام‌پالو لاس ته ورولوېد، چې د تلوېزيون جوهر يې وربدل کړل او په هغه کې يې د ښځو د کار مخالفت وکړ. ليدونکي به د سياسي او حاکمو ګوندونو له اوږدو ترانو او حماسو څخه سخت په تنګ شول او په دې تمه به وو، چې که اوس کومه فرهنګی يا هنري خپرونه وويني چې ستړيا يې رفع شي. خو دا کار د مرغۍ پۍ وې، واکمن رژيم به پر تلوېزيون داسې منګولې ورخښې کړې وې، چې موږ د خپلو لويو هنرمندانو لکه احمدظاهر هم ډېرې لږې تلوېزيوني سندرې لرو. همدغه لامل شو، چې زموږ لويو هنرمندانو خپل وطن همدغو ترانو او حماسو ته ورپرېښود. 
هر څومره چې د جنګ لمن پراخېده، تلوېزيون هم ورسره د جنګ په هډې بدلېده. سياسي رهبرانو او جګړه مارو به په خپلو اوږدو اوږدو مرکو او وياړنو د ليدونکو زغم او حوصله ورتمامه کړه. هنر، ادبياتو او ژورناليزم په قطعي ډول خپل ځای سياست ته ورپرېښود. سړه او فکري جګړه خپل اوج ته ورسېده. تلوېزيون چې د تفريح، ارام او هنرمندۍ ځای و؛  د جګړې او سياست په هستې او مرکز بدل شو. هغه مهال چې د هیواد واګي د مجاهدينو لاس ته ورپرېوتل، پر تلوېزيون يوه بله ټکه راپرېوته، چې هغه د تندلارې اسلام‌پالنې نظريه وه. دا مهال د سانسور بياتي له دوه اړخونو پراډې وېستې. له يوې خوا پر تلوېزيون د سیاست او له بلې خوا پرې د مذهب بوج لکه غر پروت و. د دغه فکر په پايله کې چې پر تلوېزيون لومړی تندر راپرېوت، هغه د مديريت سوکړه او وچکالي وه. دا وخت د تخصص او مسلکيتوب ځای افراطي افکارو او تندلارې اسلامي عقيدې ونيو. ورپسې يې جوخت په تلوېزيون کې د ښځو رول راکم کړ. که څه هم مجاهدينو په تلوېزيون کې د ښځو رول مطلق بند نه کړ، خو راکم يې ضرور کړ. مجاهدينو له دې وروسته پر موسيقي بريد وکړ او د افغاني فرهنګ خلاف يې د موسيقۍ پر بنديز امر وکړ. خو لږه نرمي يې دا وکړه، چې د نرينه‌و موسيقي يې مطلق بنده نه کړه، خو دښځو موسيقي او د ښځو سندرې يې پر خلکو حرامې کړې. 
د تخصص او مسلک ځای ملايانو ته ورپاتې شو. دوی چې نور څه نه درلودل، په وکړه او مکړه باندې يې خلک مجبور او مکلف کړل. همدغه وخت تلوېزيون ته لويه صدمه واوښته. له يوې ورځې بلې ته کورنۍ جګړې زور اخيست، تلوېزیون هم ورسره ورځ په ورځ د يوې فکري او مذهبي جګړې پر مرکز بدلېده. تر دې چې د طالبانو په راتلو سره په افغانستان کې د تلوېزيون جنازه پورته شوه. د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ په راپرځېدو سره د تلوېزيون بيا ژوندي کولو لپاره چټکې هڅې وشوې، خو د تلوېزیون له ژوندي کولو سره سره بيا خپل هغه پخواني حالت ته ونه ګرځېد. زما په ګومان تلوېزيون په افغانستان کې د سیاسي فرهنګ په ترويج او دودونه کې ډېره لويه ونډه واخيسته. افغانستان ته د تلوېزیون راتګ يو فکري انقلاب ګڼل کېږي. د همدغه تلوېزيون له لارې درنې سياسي او فرهنګي څېرې په خلکو کې وپېژندل شوې. هنر، ادبيات او سیاست له تلوېزيونه خلکو ته تشريح شول. ځکه په وروستيو څلورو لسيزو کې سياسيون، هنرمندان او ليکوال د تلوېزيون د احسان پوروړي دي، چې دوی يې خلکو ته معرفي کړل. 
بدبختانه که جنګ نه وای، اوس به موږ د نړۍ او سيمې په کچه معياري او غوره تلوېزيون درلود. موږ په يوې لنډې تنګې زماني مقطع کې وکړای شول، چې د تاریخ حافظې ته درانه رسنيز مواد ورډېر کړو، چې دا کار له تلوېزيون پرته ناشونی و. له همدې امله وايو، چې سياست، هنر، فرهنګ او ادبيات د همدې نايابې او کم‌سارې رسنۍ د احسان مديون دي. د جمهوريت په تېر شل کلن بهير کې ډېرې تلوېزيوني شبکې د هیواد په کچه فعالې شوې، خو په ډاډ سره وايم، چې د دې ټولو امتياز د وطن هغو اصيلو بچيو ته ورګرځي، چې د لومړي ځل لپاره يې پر دې خاوره د تلوېزيون د بنسټ ډبره ايښې ده.