چالاکه هلک، خوارس او مجبور ملا؛ دوست محمد عارف

October 17, 23 Muhibullah Tariq

 

د هلک شوخي یې بیا سرته ختلې وه، د پلار خوا ته راغی او ویې وویل: پلاره زر تومن خو راکړه، غواړم ځانته یو توپ واخلم.

پلار یې وويل: اوس پیسې نه لرم. که ته ډېر ټینګار لرې نو یو خوراس لرم، لاړ شه خرڅ‌ یې کړه او ځانته پرې توپ واخله.

هلک خُراس بازار ته يووړ، ډېر یې وګرځوه، خو چا په زر روپيو وانخيست‌.

دا چې هلک د توپ اخيستلو لپاره بله لاره نه درلوده او باید همدا چرګ خرڅ کړي، نو د‌ يوه کور دروازه یې وټکوله. يوې ښکلې ښځې دروازه خلاصه کړه. هلک ورته په ډېرې عاجزۍ وويل:

خاله دا چرګ رانه په زر روپيو اخلئ؟

ښځې چې ډېرې مهربانې وي، په هلک یې زړه وسوځېد ورته ویې ويل؛ راځه کور ته دننه شه چې پيسې درکړم. خاوند مې ډېر بد سړی دی، که ته یې د‌ کور مخ ته وليدلې دواړه به په جنجال کې ګیر شو.

هلک دننه شو، همدا چې غوښتل یې د چرګ په اړه خبرې وکړي، چا دروازه ووهله. ښځې په وارخطايي وويل: وای! خاوند مې!!! ځه ته لاندې زیرزميني ته ښکته شه، پټ شه، زه بیا غږ کوم درته!

ښځې دروازه خلاصه کړه، ګوري چې خاوند یې نه بلکې ملګری(عاشق) یې دی. دا یې هم داخل ته وغوښت، ورته یې وويل ناسم وخت کې راغلې، دا مې د خاوند د راتللو وخت دی.

همدې وخت کې يو ځل بیا د دروازې غږ شو.

ښځې خپل ملګري ته هم وويل چې هله لاړ شه زیرزميني کې پټ شه چې خاوند مې راغی!

زیرزميني کې چې ډېره تروږمۍ هم وه، د ښځې ملګري او هلک يو او بل وليدل خو ډېر زر د وارخطايي او حیرانتیا وروسته سره اشنا شول.

هوښيار هلک د موقع نه په استفادې د ښځې ملګري ته وويل : دا زما خوراس اخلې؟

سړي وويل: لږ په ارامه او ټيټ غږ خبرې کوه، څوک به یې واوري!

هلک تر هغې هم په يو څه لوړ غږ وويل: زما خوراس اخلې!؟

سړي وويل: نه!

هلک وويل سمه ده اوس نو ستا خوښه یا چيغې وهم یا به راڅخه خوراس اخلې.

سړی چې له خپلې رسوايۍ ډارېده ويل یې سمه ده، آرام اوسه، اخلم یې، قیمت یې څو دی؟

هلک: پنځوس زره تومن!

سړی: اوه! پنځوس زره د‌یوه خوراس لپاره!!؟ نه یې اخلم !

هلک: ښه سمه ده نو زه به چيغې ووهم!

سړی: سمه ده! سمه ده! اخلم یې، هن دا دې پيسې!

???

څو شېبې وروسته!!!!

هلک سړي ته وايي خوراس دې خرڅوې!؟

سړي وويل: هو خود یې خرڅوم.

هلک: پنځه تومن.

سړي په حیرانتیا وويل: همدا اوس خو دې راباندې پنځوس زره خرڅ کړ!!

هلک: سمه ده، خوښه دې، زه به چيغې ووهم!

سړی: سمه ده پيسې راکړه، واخله خوراس.

څو شېبې تېرې شوې

هلک وويل: خوراس مې اخلې؟

سړي ويل: نه

هلک: چيغې وهم

سړی: اخلم یې، په څو دی؟

هلک: سل زره تومن!!!

سړي بيخي په هیجان کې وویل: دومره ګران!!! لېونی شوی یې؟!!

دې سره هلک بیا هم خپل غږ پورته کړ

سړي په‌ افسوس وويل: سمه ده واخله هن سل زره.

لږ ځنډ وروسته!

هلک: خوراس خرڅوې؟

سړی چې لاره ترې ورکه وه ویې ويل: یاره دغه دی مفت یې واخله، خدای ته وګوره چيغې مه وهه!!!

 

شېبه وروسته ښځې غږ وکړ چې له زیرزميني ووځئ خاوند مې لاړ.

هلک هم له کوره بیرته د بازار په طرف ووت. هلته یې هم توپ واخيست او هم بایسکل او خُراس یې هم له ځانه سره بېرته کور ته يووړ.

 

پلار یې دده په ورتللو حیران شو، ورته یې وويل: څه دې کړي چې پیسې هم درسره دي، توپ او بایسکل دې هم اخيستی او خوراس دې هم بېرته راوړ؟

هلک ټوله کيسه ورته وکړله، پلار یې ورته وویل: دا پيسې ټولې حرامې دي، خو زوی ورته وايي حرام نه دي ما خو فقط خريد او فروش کړی دی.

پلار ورته وويل: ښه نو ته يو ځل مسجد ته لاړ شه له ملا صاحب څخه د دې په اړه پوښتنه وکړه، که یې درته وويل حلال دي، نو ستونزه نشته او که حرام وي، نو زه دې له دې توپ او بایسکل سره کور کې نه پرېږدم. ځکه چې ملا يو پاک او خدای ته نږدې انسان دی، هغه به حقيقت درته ووايي او هره فیصله چې یې وکړه مجبور یې همغه ومنې.

هلک هم د مسجد په طرف ځي او ګوري چې يو شېخ په ډېر شان او شوکت سره ناست دی، د خلکو پوښتنې ځوابوي. هلک نوبت ته په انتظار شو.

د نوبت په رسېدو سره یې ترڅنګ کېناست او په دېر ادب یې وویل:

ملا صاحب وبخښئ مزاحم شوم، زه يو خُراس لرم..

همدې خبره کې یې ملا ور ولوېد: دلته مې هم په ارام نه پرېږدې! هغه خُراس تر اوسه درسره شته!!!؟؟

هلک وویل: ۲۰۰ زره تومن راکوې، که دلته هم غږ وکړم چې ته د بل چا له ښځې سره اړيکه لرې!؟

ملا په ډېر آرام غږ ورته وايي: واخله دا دوه سوه زره تومن او خُراس دې هم درسره يوسه.

او په همدې ترتيب به چې کله هم د هلک پيسو ته ضرورت شو د لمونځ لپاره به مسجد ته ورتللو نو خُراس به هم ورسره و او د ډېر لږ وخت وروسته يې د ملا صاحب او خُراس څخه په ترلاسه شوو پيسو لوړ ماډل موټر هم واخيست.????