کتاب د المارۍ لپاره دی؛ پوهنمل ګل احمد محبت

October 17, 23 Muhibullah Tariq

زه چې په کومه ورځ ليکل يا لوستل ونه کړم، روحاً ډېر نارامه يم. که رښتيا ووايم، کله چې مازيګر له خپل دفتره وځم، له ځان سره حساب کوم چې نن مې څه وکړل؟ که کومه ورځ په کور کې پاتې شم، بيا هم مازيګر يو ځل خپل ځان د خپل وجدان قاضي ته مخامخ ودروم. په هغه ورځ بيا ډېر دردېږم چې لوستل او ليکل مې په کې نه وي کړي. د شپې هم زما همدا حال دی. په مېز راته خامخا د مطالعې يو کتاب پروت وي. کله چې سهار دفتر ته ورشم، ضرور د کتاب يوه جالبه برخه د دفتر له ملګرو سره شريکوم. کله کله چې د دری کتابونو خاطرې د دری څانګې له ملګرو سره بحث کوم، دوی وایي، چې وروره ته په دري کې دومره مطالعه لرې، دا اثار له کومه کوې؟ زه وايم، چې کله له کتاب او مطالعې سره علاقه ولرې، بيا اثار په خپله درته پيدا کېږي. زموږ د څانګې آمر کله کله ماته خاندي او د یوه ملګري خاطره راته وایي چې کور یې په غره کې و او تر ټولو سخت کار یې د کور او بېرون نهالګیو اوبه کول و. اختر ته نږدې ورځو کې چې دوی هغه وخت تنکي زلیمان و او ډېرې تیاریانې یې نیولې وې، پلار یې ورته ویلي وو چې اختر کې خو رسمیات نه لرو، ایله به د کور ونې او نیالګي ښه سیرآبه کړو. وایي چې هغه ملګري یې له اختر نه خوند نه و اخستی. د ده په اند چې زه هم همدغسې خوی لرم، چې هيڅ وزګار نه کېنم، په اختر او غم او ښادي کې هم کار نه پرېږدم.

تاسو فکر ونه کړئ، چې ګنې ما په دې مقدمې کې د خپل ځان ستاينه وکړه. نه! دا هغه عادي کار دی، چې موږ هر يو يې بايد د خپل ځان او ټولنې لپاره وکړو او که په صداقت سره ووايم، يوه موخه مې دا وه، چې که خپل مهالوېش درسره شریک کړم، کېدای شي، تاسو هم وهڅېږئ او خپل وخت په دغه ډول مديريت کړئ.

 په هر ترتيب؛ اصلي خبره مې دا کوله چې دا څو ورځې راسره د مطالعې کتاب نه و، ډېر نارامه او خفه وم. په سينوهه پسې مې زړه سولېده چې بايد لوستی مې وای، خو په کتابخانو کې نه پيدا کېده. د رڼا کتابپلورنځي خاوند عزيزالله حقمل چار دې ښه وي، چې له هرې خوا و، راته پيدا یې کړ. دی هم پوهېږي، چې زه هغه ماهی يم، چې د کتاب له اوبو پرته نه پايم، نو ځکه له هر ځايه چې وي راته پيدا کوي یې.  کله چې له دې خبرې سره مخامخ شوم، چې سينوهه په کتابخانو کې نه شته او بايد نوی چاپ شي، نو خدای شته خوشحاله شوم، ما ويل دا د لوی الله شکر دی، چې زموږ د خلکو مينه له کتاب سره پيدا شوه او نن چې سينوهه په کتابخانو کې نه شته، دا مانا چې خلکو اخيستی او د لوستو شوق يې ورسره پيدا شوی دی.

کله چې مې دا خبره له يو ملګري سره کوله، چې شکر دی زموږ په ټولنه کې د کتاب لوستنې فرهنګ يو څه ښه شوی دی، ځکه چې په کتابخانو کې د سينوهه د نه پيدا کېدو لامل هم دا کار دی. هغه ډېر جالب سړی دی، وايي، وروره دا خلک خو لومړی کتاب نه اخلي، که  اخلي یې نو د لوستو لپاره يې نه اخلي، بلکې د المارۍ لپاره يې اخلي. ما ته هغه د ابراهيم عابد طنز راياد شو، چې يو کتابپلورنځي ته ولاړ شي او هغه ته خپلې دوه ګوتې د اندازې په ډول ونيسي چې دومره کتاب راکړه، چې له دې نه غټ وي او نه وړوکی وي، ځکه چې په المارۍ کې مې په همدې کچه ځای خالي دی، غواړم ډکه يې کړم. يعنې چې افغانان کتاب د لوستو لپاره نه اخلي، بلکې د المارۍ د ډول او مزین کولو لپاره یې اخلي. خدای شته ما د ملګري دا خبره نه منله ما هسې يو طنز وګڼله؛ خو هغه يې پر رښتینولۍ ټينګار کاوه.

په هر ترتيب؛ سينوهه مې تر لاسه کړ. زما عادت دی چې د مطالعې کتاب لکه د يو شمېر پښتنو د څادر په څېر له ځان سره ګرځوم. همدا چې  يو ملګري زما په لاس کې وليد. وایي، دا ډېر ښه کتاب دی. ما ويل لوستی دې دی؟ وايي نه! ما ويل نو څه پوه شوې چې ښه کتاب دی؟ وایي ما يې غټ غټ ټکي لوستي خو خلک يې ډېره ستاينه کوي.  ما ويل چې زه يې ولولم بيا يې تاته درکوم، ته يې ولوله. وایي له ما سره په المارۍ کې شته دی. ما ويل ولې دې نه دی لوستی؟ وایي خلکو يې ستاينه کوله، ما هم واخیست او په خپلې المارۍ کې مې کېښود. ما ويل يو وخت  به يې لولم، خو پام مې ورته نه دی شوی. ماته راياده شوه، چې رښتيا هم افغانان په ځانګړي ډول پښتانه کتاب نه لولي، بلکه که څوک کتاب اخلي هم نو د لوستو لپاره يې نه اخلي بلکه د خپلې المارۍ خانې پرې ډکوي او د خپل ځان او کور فېشن پرې برابروي. جالبه دا وه، چې زه له دې ملګري سره هره ورځ کېنم پاڅم، خو دا راته معلومه نه وه، چې  دده په المارۍ کې د سينوهه کتاب پروت دی، زه هسې ورپسې سرګردان ګرځېدم. د سينوهه دوه يم چاپ مبارک او خدای دې له کتاب لوستو سره زموږ رښتينې مينه پيدا کړي.