د نسرين منګولې سړې وې؛ لنډه کيسه
ليکوال: خشنود رضا خُرمي
ژباړن: محب الرحمن ماليار
ماشومتوب کې مې یوه ملګرې لرله چې نسرین نومیده او تورې ښکلې سترګې يې لرلې. هغه مهال د هلک او نجلۍ ترمنځ د ملګرتيا خبره دود نه وه، خو مونږ وکړه. مونږ ډېره خوږه ملګرتيا لرله. په کلیوالي خټینو کورونو کې مو ژوند درلود. کلی مو د پټیو، شنو جلګو او چمنونو منځ کې پروت و. مالداري وه، رمې وې، غواگانې وې، کلي سپین ږیري مشران لرل او د ولو ونې وې چې ترې لاندې بیا د لوبو میدانونه وو. کله چې مو عمرونه اوه کلنۍ ته ورسېدل، هغې ته د سردرد رنځ پېدا شو. د وخت په تېرېدو يې دردونه شدید شول، ورسره یې کرار کرار د بدن غړي هم سست او کمزوري شول.
د سر درد ناروغي يې دومره وغزېده چې شپې به یې سر په بالښت نه شو ایښودلی. له سترګو یې ارام او سکون کډه وکړه، مور به یې ورته د ویده کیدو سپارښتنه کوله مګر د دردونو موجونه به یې په وجود کې وکټېدل او نسرین به یې له وجې خوب نه درلود. یوه شپه زه هم ور کره پاتې شوم او ټوله شپه يې ترڅنګ وم. مونږ دواړه اوه کلن ملګري وو. هغه ناروغه او بې سیکې وه، د هغې په بدن کې د دردونو توپان غرغړاندې وهلې او زه ښه وم خو هغې ته مې اندیښنه لرله. د خټین کورګي په توده خونه کې زه او نسرین یوازې وو، هغه مې له لاسونو ونیوه ترڅو یې خونه کې وګرځوم. منګولې يې یخې کرختې وې، هېڅ ګرمي او تودوالی پکې نه حس کېده. ما د نسرین د غږ اورېدو ډېره تلوسه لرله ما ویل ګوندې هغه په خبرو راولم، باک یې نه لاره که بدې ردې راته ووایي ومې رټي يا له کوره مې پسې واخلي. د هغې هرې خوشکې خبرې اورېدو ته هم لېواله وم.
نسرین د خبرو کولو توان هم بایللی و د هغې له حنجرې مې هېڅ نه اورېدل. په هغه شپه ځان سره وبوږنېده نه پوهېږم چې څه به یې ويل. له خبرو یې سم برداشت نه کېده. په رپېدلو شونډو یې دومره وپوهېدم چې ویل يې هلته به مې زړه تاته زوریږي. زه نه پوهېدم چې له (هلته) یې مراد کوم ځای و خو وروسته داسې خبر شوم چې پلار یې د پاکستان کراچۍ ښار ته د دې د درملنې تابیا کړې ده. ما فکر وکړ چې له هلته یې مراد د کراچۍ ښار دی. مګر د هغې په ذهن کې له پاکستان پرته کوم بل لرې ځای و.
په هغه شپه ډېره واوره وورېده. ورغلم کړکۍ مې پرانستله، باندې مې وکتل چې د ونو څانګې په واورو درنې شوې دي او دغه له وارو درنې څانګې د زمکې په لور نسکورې دي.
نسرین هماغه څه وویل چې مخکې یې ویلي وو. نور یې هېڅ ونه ویل، کله چې سهار له خوبه را پاڅېدم، نسرین یې په ځای کې نه وه. د هغې توشکه په یو زوړ ټوکر کې راټوله او د خونې یوې څنډه کې پرته وه.
نسرین یې د جومات د غسل خانې ته وړې وه. نسرین د ژوند پور پرې کړی و.
داخبره راباندې د مرمۍ په څېر لګېده چې چا به وويل نسرین مړه شوه. ددغسې زشتې او سختې خبرې زغم مې نه لاره.
له خلکو مې یوازنۍ هیله دا وه چې راته ووایي نسرین یې کوم بل هېواد ته ددرملنې په موخه بیولې.
هیله مې داوه چې یوه ورځ يې رکه روغه ووینم. یوه ورځ چې ډېر کلونه اوښتي وي او نسرین راسره مخ شي راغږ کړي:
آه محمده!! ته څومره زوړ شوی یې. رښتیا ښکلی شوی هم یې، ته زوړ ښکلی یې هاهاها.
خو داسې نه و، هغه له رښتیا مړه وه او ما د تل لپاره بیا نسرین ونه لیده. ښايي زما بدمرغي داوه چې نسرین د ژوند تر پایه زه د یو ملګري په توګه وپاللم او ډېر نږدې یې وساتلم زه له هغې سره ډېر نږدې پاتې شوم د مرګ او بیلتانه خبره بیخي زما په ذهن کې نه ځایېده. ما فکر کاوه چې دمرګ پرښته به یوازې عمر خوړلیو سړیو او مېرمنو پسې راځي. مګر په نسرین ژوند بوج و، کله چې د کلي ښځو هغې ته غسل ورکړ او سړي راغلل هغه یې تابوت کې کړه او بیا یې تابوت د کلي د جلګې یوې څنډې کې کېښود.
بیا يې د هدیرې یوه برخه له واورو پاکه کړه او یو وړوکی قبر یې وکینده او نسرین یې خاورو ته وسپارله. وېره مې راغله، ومې ژړل او غونې مې هلته زېږ شول، اندامونه مې هلته ولړزېدل چې ټول خلک له هدیرې راستانه شول او نسرین یې له یو انبار خاورو لاندې یوازې پرېښوده .
یوه چوپتیا خوره شوه، فضا خاموشه وه او ددې خاموشۍ تاثیرات زما په ذات کې لمسېدل او حسېدل. . هغې د قبر ترڅنګ هېڅوک نه و پاتې. څو شیبو کې د اسمان پر لمن تورې قهرجنې وريځې وځغلېدې او د واورو پاغوندې په تراټ راخوشې شوې. د نسرین د تازه قبر بڼه هم بدله شوه، هغه تورې او تازه شګې خپل رنګ واړوه.
زړه مې غوښتل چې خلک د سکوت کنګل مات کړي او ټول کلی وغږیږي یو شور جوړ کړي، خو هیڅوک نه غږیدل. د هر کلیوال پر مرۍ د خاموشۍ خپسکه ناسته وه، له هېچا غږ نه راوته. واوره ورېده، ورپسې ورو ورو تروږمۍ خپل څادر را خور کړ. شپه شوه او ما لیدل چې نسرین تر خاورو او واورو لاندې فناه کېده، زه ورپسې زګروېدم او زه ورپسې خفه کېدم...