د مرستو په باران کې وږی او بېوزله ولس وروستۍ زلزلې؛ پوهنمل ګل احمد محبت

October 12, 23 Muhibullah Tariq

د پکتيکا او خوست ولایتونه چې زلزلې ځپلي وو، په سپېرې ولسوالۍ کې د ناورين‌ځپلو کورنيو سروې مونږ پخپله کړې وه. له ننګرهاره زموږ يو شمېر ملګرو بشري مرستې راوړې وې. يادې مرستې تر ډېره له هېواده بهر راټولې شوې وې. موږ له دغو ملګرو سره د ناورين ځپلو په تشخيص او سروې کې مرسته وکړه.  کله به چې سپېرې ولسوالۍ ته ولاړو، د مرسته کوونکو او ډونرانو شمار به نه کېده. هر ځای به له مرستندويه بنسټونو ډلې، ډلې خلک راټول وو. که زه مبالغه ونه کړم، نو هره روځ به کابو پنځه شپږ ځايه په ځایي اوسېدونکو مرستې وېشل کېدې. دا لړۍ همداسې روانه وه او له يوې او دوه مياشتو يې هم ډېر دوام وکړ. وروسته مې له يوې رسنۍ واورېدل، چې په سپېرې ولسوالۍ کې کابو د څو مليارده افغانيو په ارزښت بشري مرستې توزيع شوې دي. خو که په صداقت او ايماندارۍ ووايم، دا ټولې مرستې بېځايه او هدر ولاړې. نه يې د چا درد دوا کړ او نه د سپېرې ولس له هغه دردناک او خطرناک ناورين څخه پرې خلاص شو. يادو مرستو د ځايي خلکو هيڅ اساسي او بنسټيز درد دوا نه کړ، بلکه دومره وې، چې مازې د هغو خلکو څو محدودې مياشتې ژوند پرې تېر شي. دا خبره ځکه کوم، چې ما هر څه په خپله له نږدې ولېدل او کله چې مې له يادې رسنۍ د ملياردونو افغانيو د لګښت خبر واورېد، غوني مې ورته زيږ شول.

زه په دې اړخ نه غږېږم، چې ګنې په دغو مرستو کې به خيانت شوی وي يا به دوی ته بشپړې نه وې رسېدلې؛ که هر څه و، خو ما ليدل چې له دې خلکو سره مرسته کېده. خو هغه څه چې له دومره لګښت سره سره يې د سپېرې ولس نه موړ کړ او نه يې پټ کړ، دا و، چې يادې شوې پيسې نه په سم ډول مديريت شوې او نه د اړتياو او لومړيتوبونو له مخې مصرف شوې. جالبه خبره پکې دا وه، چې هر مرستندويه ارګان به راغی، موټر به يې له خوراکي توکو، خېمو، کمبلو او د کور له پلاستيکي لوښو ډک و. همدا چې دوی به ياد مواد خلکو ته ورکړل، يو،  يو نيم ساعت وروسته به پرې د مرستې له ځايه هاخوا ليلام ولګېد او په نيم قېمت به خلکو هر څه وپلورل. ځکه چې دا هر څه د خلکو له اړتيا ډېر شول او په لومړۍ جوپه مرستو کې خلکو ته دا توکي وررسېدلې وو، نو یوه کورنۍ به په لسو يا پنځو خېمو او شلو کمبلو څه وکړي، چې دوی د اړتيا پر بنياد دغه هر څه لري! هر څومره چې له دې خلکو سره مرستې کېدې، ورسره په څنګ کې د بولۍ او خرڅلاو بازار ښه په جوش کې روان و. تر دې چې خوراکي توکي هم د خلکو له اړتيا ډېر وو او بېرته يې پلورل. له دغسې بې نظمه توزيع سره د سپېرې ولسوالۍ د لیلام په بازار بدله شوه او چارواکي مجبور شول، چې له سپېرې تر خوست ښاره څو چيک پواینټونه واچوي او د توریع شويو موادو  د لېږد مخه ونيسي. خو په هر صورت دا مواد انتقالېدل او خلک مجبور وو، چې د خرابېدو له امله يې په نيم قېمت په نورو وپلوري.

خير! تېر په هېر، خو باقي دې خدای خير کړي. له دغې اوږدې کيسې، اصلي او بنسټيزه موخه دا ده، چې که چېرې دغه څو مليارده افغانۍ ښې مديريت شوې وای، د سپېرې ولسوالۍ خلک هم مړېدل، هم پټېدل او هم به يې نړېدلي کورونه بېرته رغول شوي وای. اوس چې له بده بدبخته د هيواد په دوه نورو ولاياتو دا ناورين راغلی، د انساني خواخوږۍ له مخې ورته په هيواد او له هيواده بهر د مرستې راټولولو لړۍ روانه ده او په ډېر لږ وخت کې د خدای شکر دی، په ميلیونونو او ملياردونو افغانۍ ورته راټولې شوې او دا لړۍ لا دوام لري. خو هيله دا ده، چې دا پيسې د تېر په څېر په غير منظم ډول مصرف نه شي، چې هره مرستندويه اداره بار بار خوراکي توکي، خېمې کمبلې او د کور لوښي په زلزله ځپلو ووېشي او په دې ډول خپل مسوليت رفع وګڼي. ځکه بيا به نه دا خلک ماړه وي او نه به یې نبسټيزې ستونزې له منځه تللې وي. که  دا راټولې شوې پيسې د حکومت يا کوم بل قوي خيریه بنسټ  له لوري توحيد، ښې منظمې او د اړتياو او لومړيتوبونو له مخې ولګول شي د دغو مظلومو او بېچاره خلکو ټولې ستونزې ورسره حل کېدای شي. که په دغو پيسو د خلکو د اړتيا وړ خوراکي توکي او خېمي واخيستل شي، چې د دوی سرونه پرې پټ او نسونه يې ماړه شي او نوره برخه يې د دوی نړېدلو کورنو جوړولو ته ځانګړې شي، باور دا دی، چې دا دواړه کاره پرې کېدای شي. يعنې چې په لومړي قدم کې د دوی لپاره يوه موقتي سرپنا جوړه شي، ددوی د خوراک څښاک غم پرې وشي او په درېیم قدم کې بايد ورته د کورونو جوړولو غم وشي. خو که دا کار ونه شي او دا مرستې تنظيم نه شي، نو خدای مه کړه، بيا به هم پر دغو کړېدلو ولسونو د ميلياردونو افغانيو پيسې حسابېږي او دوی به پکې وږي او تر شنه اسمان لاندې په خېمو کې پراته وي. خدای دې زموږ ولس او ټول انسانيت له دغسې ناورينه وساتي او الله دې د مرسته کوونکو هر  يو چار ورسم کړي.