په یوه میاشت کې د اوه اعشاریه نهه ملیونه مساپرو انتقال؛ د ترکیې دولتي هوایي شرکت

October 10, 23 Muhibullah Tariq

د ترکیې دولتي هوايي شرکت یوازې په تېره عیسوي میاشت «سپتمبر» کې ۷،۹ میلیونه تنه انتقال کړي دي. په هغه بیانیه کې چې د ترکیې دولتي هوايي اژانس «THY» په سپتمبر کې د مساپرو او سوداګریزو اموالو په اړه خپره کړې ده، ویل شوي چې دغه شرکت تېره میاشت ۷،۹ میلیونه تنه مساپر انتقال کړي دي چې د تېرکال همدغه میاشتې په پرتله ۹،۲ سلنه زیاتوالی ښکاره کوي.