چټګ مدیریت: قیام صدیقي

October 10, 23 Muhibullah Tariq

د غه ډول مدیریت د پروژې مدیریت لپاره یوه ګټوره او  انعطاف منونکې طریقه ده چې په دوامداره وده کونکي چاپیریال کې پیرودونکو ته په ارزښت ورکولو، سازګارۍ او همکارۍ ټینګار کوي. چټګ مدیریت د سافټویر جوړولو  په صنعت کې رامینځته شوی مګر وروسته له دې په بیلابیلو برخو کې د پیچلو پروژو په اداره کولو کې اغېزمن واقع شو او په همدې توګه نورو برخو کې هم د استفادې وړ وګرځيد.

د چټک مدیریت اصول

1.  بشري قوې (کارمندانو) او د هغوی ترمنځ تعاملاتو او همکارۍ ته په پروسو او وسایلو ترجیح ورکول: چټک مدیریت د وسایلو او پروسو پرځای  د کارمندانو ترمنځ همکارۍ، اړیکو او تعاملاتو ته ترجیح ورکوي.

2. د هر اړخیزو اسنادو پر ځای معقولو او منطقي حل لارو ته ترجیح ورکول: چټک مدیریت  د پراخو اسنادو په پرتله د فعال محصول وړاندې کولو باندې  ټینګار کوي او  چټک فیډبک او انطباق ستایي.

3. له پيرودونکو سره د فعالو او دوامداره اړیکو رامینځته کول: چټک مدیریت مشتریان په پروژه کې شریکوي او د هغوی نظریات او غبرګونونه په دې موخه راټولوي ترڅو مطمئین شي چې محصول د مشتریانو اړتیاوې او غوښتنې پوره کړې دي.

4. د پلان د تطبیق په جریان کې رامینځته کیدونکو بدلونونو ته ځواب ورکول: پلان ته چې له  مخکې تعریف شوی پروګرام دی له حده زیاته پابندي نه کوي، کوشش کوي چې په اوس وخت کې رامینځته کیدونکو بدلونونو ته پر وخت او منطقي ځواب ووایي.

کلیدي مفاهیم

 تکراري پراختیا: کار په کوچنیو تکرارونو یا دورو ویشل کېږي (اکثرا د "سپرینټ" په نوم یادیږي) چیرې چې د محصول یوه فعاله برخه رامینځته کیږي، ازمول کیږي او بررسي کېږي.

 مخ پر زیاتیدونکی پرمختګ: په هره دوره کې د فعالیت یوه نوې برخه په محصول کې اضافه کیږي چې  د پخوانیو محصولاتو پر اساس جوړېږي.

 کراس فنکشنل ټیمونه*: ټیمونه د مختلفو مهارتونو لرونکي غړي لري چې د پروژې بشپړولو لپاره اړین دي، پر همدې بنسټ د هغوی ترمنځ همکاري رامینځته کېږي او خنډونه لرې کېږي.

ورځنۍ ناستې: لنډې ورځنۍ ناستې دایرول  چیرې چې د ټیم غړي د روانې پروژې د پرمختګ، ننګونو او پروګرامونو په اړه بحث کوي. همدارنګه د همدې ورځنیو جلسو له لارې د ټیم د غړو د ترمنځ اړیکې او همکاري زیاتېږي.

 د چټک مدیریت ګټې:

 تطابق: چټک مدیریت  ټیمونو ته اجازه ورکوي چې  بدلیدونکو اړتیاوو ته په چټکۍ سره ځواب ووایی. دا کار ډاډ رامینځته کوي چې پروژه مخ پر زیاتیدونکو اړتیاوو ته ځواب ویونکې ده.

 له پیرودونکو سره مستقیمې اړیکې: د پروژې په اوږدو کې د مشتریانو ګډون تضمینوي او له دې څخه اطمینان ترلاسه کوي چې محصول د مشتریانو اړتیاوې او غوښتنې په ښه ډول پوره کړې دي.

د خطرونو کموالی: د منظمو څېړنو له لارې  ستونزې ژر تشخیصوي، چې دا کار په پروژه کې وروسته د لویو ستونزو د مخنیوي لامل کېږي.

د کیفیت لوړوالی: دوامداره څېړنې او د مشتریانو اړتیاوې په پام کې نیول په نهایت کې د یو ډېر باکیفیته محصول د رامینځته کیدو لامل کېږي.