د جادف کیسه؛ ژباړن پوهنمل ګل احمد محبت

October 09, 23 Muhibullah Tariq

 نوموړی تنکی زلمی و . دی د خپل پلرني ټاټوبي مجولي جزېرې پر  غاړو ګرځېد او ساعت به يې تېراوه.  يوه ورځ يې د سيند پر غاړه سلګونه مړه ماران وليدل. دغه ماران د سېلاب اوبو څنډې ته کړي وو او د شنو بوټو د نه شتون له امله ټول دلته له ګرمۍ مړه پراته وو. جادف وايي چې د مارانو په ليدو ډېر خفه شوم. کېناستم او ښه ډېر مې وژړل. ماته د ځنګل وهنې زور همدلته رامعلوم شو، چې څومره زيان لري! د دې سيمې ټوله خاوره سېلاب وړې وه او ټولې ونې يې له منځه تللې وې. دا مهال د مجولي جزيرې د اوسېدونکو شمېر کابو ۱۷۰۰۰۰ تنه وو، چې په تېرو سلو کلونو کې يې د ځمکې ۷۰٪ ترې سېلابونو لاندې کړې وه.

تنکي ځوان (جادف ) د خپل فولادي تصميم له مخې په همدې شاړه ځمکه يو شمېر نيالګي وکرل، خو کرل شوي نيالګي ډېر ژر ګرمۍ پوپنا کړل. دی له خپلې ارادې پر شا نه شو او د کلې له مشرانو سره يې مشورې وکړې، چې کوم بوټی دلته ښه وده کوي. هغوی ورته وويل چې باڼس بايد وکري. جادف به هره ورځ د باڼسونو لپاره ځمکه کنستله او باڼسونه به يې کرل. په ډېر لږ وخت کې باڼسونو ښه پايله ورکړه او ځمکه يې شنه کړه. هغه ته پته ولګېده، چې سره مېږيان د خاورې د ښه کولو لپاره خورا ګټور دي، نو يې په سلګونه سره مېږیان هم دې خاورې ته راوړل.

نوموړي فکر وکړ، چې اوس کېدای شي نورې ونې او بوټي شنه شي، نو يې بيا هر ډول نيالګي کېنول. دا ځل د باڼسونو سيوري او د خاورې کيفيت د نورو نيالګيو له ودې سره مرسته وکړه او ټول نيالګي ولګېدل. خو لا هم د يو نفر لپاره د دومره ډېرو نيالګيو اوبول يوه لویه ستونزه وه. هغه له يو عجيب تریک څخه کار واخيست. د هر نيالګي پر سر يې يو لوښي ځوړند کړ. په لوښي کې يې کوچني کوچني سوري وکړل او له دې سوريو به څو ورځې نيالګي ته اوبه څڅېدې. نور نو دده کار بېخي عادي روان شو او هره ورځ به يې نوي تخمونه او بوټي کرل. په داسې حال کې چې جادف ته د يوې کورنۍ نفقه هم ورله غاړې ده او دی څو غواګانې لري، چې په خپله يې ولشي او له شيدو يې د کور خرڅ برابروي، خو کابوڅه دپاسه څلوېښت کاله کېږي، چې دی هره ورځ اته نيمې بجې د خپل ځنګل کار ته ورځي او ناوخته کور ته راځي.

د نوموړي د هڅو له کبله ځنګل ورسېد او ډول ډول حيوانات لکه کرګدن، پړانګان او فيلان پکې ميشت شول. په داسې حال کې چې جادف خپلې موخې ته ورسېد، خو داسې وخت راغی، چې دده ټوله خواري دې خاورې شي. د سيمې خلکو د جادف د ځنګل په وهنې پيل وکړ. له دې وېرې چې له ځنګله راتلونکی ځناور يې فصلونه لتاړوي او د دوی کورني حيوانات ښکار کوي. د دغې ستونزې د مخنيوي لپاره جادف په خپل ځنګل کې د کېلې ونې وکرلې چې فيلان يې وخوري او د پړانګانو لپاره په ځنګل کې هوسۍ وې چې ښکار يې کړي. په دې سره دی د کليوالو له شره خلاص شو، خو بيا هم د پړانګانو خطر ځکه و، چې د جادف د کور څو مالونه يې هم له ستوني تېر کړي وو. دغه ځنګل چې جادف جوړ کړی دی، کابو (۸۶. ۴۰۴۶) متره مربع دی، چې د نيويارک مرکزي پارک دوه برابره کېږي.

د جادف پر ژوند کاناډايي فلم جوړوونکی ميک ماسټر د ( هندي ځنګل جوړوونکي) په نوم فلم جوړ کړی دی. ميک ماسټر د فلم جوړولو په پار له جادف سره څه وخت تېر کړی دی. هغه وايي چې جادف ما ته وښودل چې که مينه او اراده وي، په ډېرو لږو امکاناتو سړی ډېر څه کولی شي. ماسټر وايي چې د جادف ژوند بېخې ساده او بې الايشه دی. دی هيڅکله بوټان نه په پښو کوي او د هيڅ شي د ملکيت حس ورسره نه شته دی. نوموړي په دغسې فقيرۍ کې خپل هېواد ته دومره لوی خدمت وکړ او په همدومره نېستۍ او نادارۍ کې لا هم خوښ او خوشحاله دی.