۱ـ لومړیتوب یو ناپېلی، خپلواک، پوهنیز، مسلکي او ښوونیز ویبسایټ دی چې یواځې مسلکي، پوهنیزې او ښوونیزې لیکنې خپروي.
۲ـ لومړیتوب د خپلو لیکوالو د هڅونې او ودې لپاره خپلې ټولې شونتیاوې کاروي.
۳ـ لومړیتوب له نورو ژبو نه پښتو ژبې ته د ژباړو لپاره ځوانان هڅوي او د ژباړو او زیار قدر یې کوي.
یادونه: که چیرې ژباړن نه غواړي چې په لومړیتوب کې دې له سر چینې نه یادونه وشي، موږ یې د غوښتنې قدر کوو او سر چینه پټه ساتو، خو اړینه بولو چې د لومړیتوب اداره له سرچینې خبره وي، دا ځکه چې ادارې ته د سرچینې د پېدا کولو په برخې کې ستونزې مخې ته رانشي.
۴ ـ په لومړیتوب کې ټولې هغې څیړنیزې او پوهنیزې ادبي لیکنې خپریږي چې د ادب پوهنې او هنر پيژندنې په برخو کې لیکل شوې وي.
۵ ـ هر هغه لیکنه چې لیکنۍ تیروتنې یې ډيرې وي، د سمون لپاره به بیرته لیکوال ته لیږل کیږي، که چیرې لیکوال د تیروتنو په سمون کې له ستونزو سره مخ وي، د لومړیتوب اداره یې مرستې ته چمتو ده، خو د لومړیتوب هڅه به دا وي چې د پوهنیزو لیکنو پښتون لیکوال باید کره او ښاېسته پښتو لیکلو ته وهڅیږي او مرسته یې وشي.
۶ـ لومړیتوب هڅه کوي چې د پوهنیزو، مسلکي او ښوونیزو لیکنو لیکوال او ژباړن په شهرت، محبوبیت او وده کې تر خپله وسه مرسته وکړي.
۷ـ لومړیتوب ټولو هغو سیاسي لیکنو خپرولو ته لومړیتوب ورکوي چې د افغانانو د سیاسي شعور او پوهې د لوړتیا لپاره لیکل شوې یا ژباړل شوې وي:
۸ ـ لومړیتوب اسلامي پوهنیزو او ښوونیزو لیکنو خپرولو ته لومړیتوب ورکوي او ژمن دي چې افغان ځوانان د خپل دین او دیني اصولو او قوانیونو په اړه په علمي ډول وپوهیږي، درک یې کړي او ویې مني.
۹ ـ هغه لیکنې چې د تحقیق له پلوه کمزورې وي، لومړیتوب یې نه خپروي.
۱۰ ـ هغه لیکنې چې په څو لنډو جملو کې معلومات ورکړل شوي وي، هغه به یواځې د لومړیتوب په فیسبوک پاڼه خپریږي.
۱۱ ـ لومړیتوب له هیڅ افغان رسنۍ سره سیالي نه لري ، دا ځکه لومړیتوب له ټولو افغان رسنیو نه جلا لار تعقیبوي او دا یو ځانګړی او لومړنی افغان علمي سایټ دی.
۱۲ هغه نوي د پوهنیزو لیکنو لیکوال چې غواړي لیکنې یې د لومړیتوب پر مخ خپرې شي. له خپلې لومړۍ لیکنې سره باید خپل ژوند لیک هم راولیږي.
۳۷ ـ د لومړیتوب اداره د لومړیتوب د پالېسې په بدلون او تازه کولو کې د پوره واک څښتنه ده
لومړيتوب ته لیکنه ولېږئ — لومړيتوب په فېسبوک وڅارئ — لومړيتوب سره اړیکه ونیسئ
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.