په لومړيتوب ویب سایټ د لیکنې لارښود

د لومړيتوب ویب سایټ اداره په لومړي سر کې ولس ته د علمي، مسلکي او ښوونیز چوپر په پار ستاسې له همکارۍ او هڅو د زړه له کومې مننه کوي. خوښ یوو چې موږ ستاسې د همکارۍ ویاړ لرو. موږ په دې باور یو چې زموږ ددې چوپړ بدل به ضرور زموږ د ولس په جق کې نه ضایع کېږي او الله ج به یې ضرور بدله په دواړو جهانونو راکوي.
ددې لپاره یو ځل بیا ستاسو له همکارۍ مننه کوو او راځو چې څرنګه کولای شوو په لومړیتوب کې لیکنه په ښه ډول په لیکه کړو.

لومړی ګام:

تر هرڅه وړاندې اړینه ده چې تاسې د لومړيتوب ویب سایټ ته دېننه شئ. د دې لپاره تاسې په دې تړوني کلېک وکړئ او یا د لومړيتوب ویب سایټ د کور پاڼې له لارې د مینو په ورستۍ برخه کې د کاروونکو په نښه کلېک وکړئ.
دې ځای کې  له لومړي او دوهم انځور سره سم تاسې خپل کارن چې د ادارې لخوا تاسې ته درکړل شوی، وکاروئ. پسورد یا پټ نوم به تاسې په برېښنالیک ترلاسه کړي وي، که مو هېر شوی وي، څه ستونزه نشته، له همدې ځایه د نوي پسورد غوښتنه کولای شئ چې تاسې ته به سم دلاسه په برېښنالیک د پسورد د بدلولو تړونئ ولېږل شي. (لومړۍ انځور) (دوهم انځور)

دوهم ګام:

کله چې د لومړيتوب ویب سایټ کار ځای ته ننوځئ، له دریم انځور او څلورم انځور سره سم به کار ځای و وینئ. کچېرې تاسې کار ځای له دریم انځور سره سم ګورئ د کړکۍ په ښۍ پاسنئ برخه کې په کارن له کلېک وروسته څلورم انځور ته ورته خپل کار ځای بدلولای شئ. چې بیا خپلې په لیکه شوې لیکنې او نورې بېلابېلې اسانتیاوې لیدلای شئ چې اړتیا سره سمې یې کارولای شئ.

دریم ګام:

له دریم او څلورم انځور سره سم چې کله کار ځای ته ننوتلئ، تاسې کولای شئ چې د پاسنۍ برخې په New + باندې کلېک وروسته له خلاصې شوې مینو څخه Post غوره کړئ او د نوې لیکنې لپاره کړکۍ به د پنځم انځور سره سمه پرانستل شي. چې په دې ځای کې تاسې کولای شي د لاندې ټکو په پام سره اړین ځایونه ډک کړئ او لیکنه سم د لاسه او یا په ځنډ سره په لیکه کړئ.

  • A : د لیکنې سرلیک: لیکنې سرلیک چې د لیکوال نوم پکې نه وي او ډېر اوږد هم نه وي په دې ځای کې باید ولیکل شي.
    (په سرلیک کې د لیکوال د نوم لیکل د لومړيتوب په ډېټابېس کې ستونزه جوړوي، کېدای شي په دې ډول لیکنه د پلټنې له لړ څخه پاتې شي او د پلټنې په وخت کې دا لیکنه د لومړيتوب له داخلي سیستم څخه  هم پاتې شي.)
  • B: د لیکنې متن: د لیکنې متن به په دې ځای کې ولیکل شي او یا له ورد او برېښنالیک څخه له کاپې وروسته ونښلول یا پېسټ شي.
    (د لیکنې متن د لیکنې او یا ژباړې په لیکه باید پیل شي، لیکنه: xxxx او یا ژباړه: xxxx، د سایټ په سیستم کې ټولې لیکنې په ډې ډول تنظیم شوي چې دا د لیکنو په ارشیف او د لیکنو په تنظیم کې ادارې سره مرسته کوي)

  • C: د لیکنې ټګ: د لیکنې ټګ یا نښلوونکۍ د لیکنو د ښه تنظیم لپاره اړین دی چې د لیکوال یا ژباړن نوم تل په یو ډول ولیکل شي، لکه څنګه چې د لیکنې په متن کې د لیکنې یا ژباړې وروسته لیکل کېږي.
    (د لیکنې ټګ په سایټ کې د لیکوال ټولې لیکنې سره نښلوي، هغه که هره برخه کې او هر وخت خپرې شوي وي د تګ پواسطه یې سیستم سره نښلوي. موږ په لومړيتوب کې ټګ د لیکوال یا ژباړن نوم ته ځانګړی کړی، اړینه ده چې د لیکوال یا ژباړن نوم په یو ډول ولیکل شي)

  • D: د لیکنې کټګوري: د لیکنې کټګوري یا برخه هغه اړین غوراوی دی چې د هرې لیکنې لپاره اړین دی چې په مربوطه برخې لکه انجنیري، اقتصاد او یا نورو برخو کې وټاکل شي.
    (دا برخه له لیکنې سره مرسته کوي چې لیکنه په خپلې مربوطه برخه کې ښکاره شي، کچېرې دا برخه ونه ټاکل شي لیکنه د لومړیتوب په کور پاڼه باندې نه ښکاري او په اتومات ډول د ځانګړو لیکنو برخې ته، هغه لیکنې چې د لومړيتوب له اصلې لیکنو څخه نه دي خپریږي.)
  • E: د لیکنې انځور: دا انځور د لیکنې له مخ سره خپریږي، کله چې لیکنه کور پاڼه او یا په ټولنیزو شبکو کې څرګندېږي، دا انځور به ورسره خپریږي. که کوم انځور ورسره خپور نشي د لومړيتوب د لوګو له وړاندې تنظیم شوی انځور ورسره په اتومات ډول خپریږي. د لومړيتوب لپاره ټاکل شوی انځور له شپږم انځور سره سم باید جوړ او خپور شي.
    (د لیکنې د مخ انځور ډېر اړین دی چې د لومړيتوب د لیکنو له ستندرډ انځور سره سم جوړ او خپور شي. انځور باید په سور باندې اوږد وي یانې پلنوالی (سور) یې له لوړي څخه باید تقریبا څه نا څه دوه برخې لوی وي. چې بېلګه یې په شپږم انځور کې کتلای شئ، له دې پرته انځور په کور پاڼه او همدا ډول په ټولنیزو شبکو کې سم نه لیدل کېږي، همدا شان ډېره اړینه ده چې د انځور نوم باید په لاتیني تورو ولیکل شي، په پښتو او عربي تورو باندې انځور په سایټ کې نه ښکاري.)

  • F: د لومړيتوب اداره ډيری لیکنې له یوه ځانګړي مهال ویش سره خپروي، که تاسې هم غواړئ لیکنې مو له اوس مهال پرته بل وخت خپره شي د دغه ځای د نېټې او وخت په بدلون سره یې خپرولای شئ. که یې اوس سم د لاسه خپروئ د دغه ځای بدلون ته اړتیا نشته.
    (د سایټ د وخت ماشین، نېټه او وخت د کابل له وخت سره برابر دی، که تاسې له کوم بل هېواد څخه په لیکه وئ، دې برخې ته پاملرنه اړینه ده، دا وخت د کابل وخت دی.)
  • G: خپرول یا Publish: د لیکنې په لیکه کولو کې دا وروستۍ برخه ده چې تاسې به لیکنه سم دې لاسه په لیکه کړئ او کچېرې مو د F برخه بدله کړه، د Schedule بټن به ښکاره شي او تاسې به خپله لیکنه له مهال ویش سره سمه خپره کړئ.

که کچېرې له کومې تخنیکي ستونزې سره مخ شوئ، کېدای شي د لومړیتوب په برېښنالیک او یا په فېسبوک باندې سم دې لاسه په اړیکه کې شئ او یا خپله لیکنه ادارې ته د فورم  او یا د برېښنالیک له لارې راولېږئ.

د اړیکې لپاره برېښنالیک:  admin@lomritob.com
پر فېسبوک اړیکه : facebook.com/lomritob

د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.