په جرمني کې د له کابل څخه د هوايي پل خیریه موسسې دا معلومات خپاره کړي چې پښتو او دري ژبې ژباړه یې په اتومات سیستم ترسره شوې چې د پوهاوي وړه نه وه، افغان ټپس وغوښتل چې دا معلومات په کره پښتو ژبه وژپاړي چې په لاندې ډول دا معلومات لوستلای شئ. که چېرې مو غوښتل له نور دوستانو سره مو دا معلومات شریک کړئ، دا کار کولای شئ. خو دا چې دا ليکنه ځينې داسې لېنکونه لري چې باید پرانیستل شي تاسې یوازې د افغان ټپس همدا پاڼه شریکولای او خپلو ملګرو ته استولی شئ. تر څو هغوی وکولای شي دا تړوني یا لېنکونه پرانیزي.
مالومات
ستاسو د صبر لپاره مننه. د ډیرو غوښتنو له امله، موږ په اوس وخت کې د انفرادي ملاتړ وړاندې کولو وړتیا نلرو. په هرصورت، موږ غواړو یو څه ګټور معلومات درسره شریک کړو، نو تاسو کولی شئ د خپل حالت سره سم ځينې لاندې ګامونه پورته کړئ.
معلومات
جرمني ته زموږ په ملاتړ او یا د جرمني د حکومت په ملاتړ راتګ ډیر وخت نیسي او یوازې د جرمني د ویزې یا د جرمني د حکومت له خوا د کوم سند د ترلاسه کېدو پر مهال امکان لري.
ددې لپاره تاسې لاندې اسناد باید ولرئ تر څو په دې پروسه کې خوندي له خپل هېواد څخه ګاونډیو هېوادونو لکه پاکستان ته تېر شی.
پاسپورټونه: تاسې باید یو پاسپورت ولرئ او باید تر شپږو میاشتو پورې په کې وخت موجود وي. که چېرې تاسې پاسپورت نه لرئ او یا په کې وخت کم وي تاسې کولای شئ چې خپل پاسپورت تمدید کړئ.د تېر کال د ډسمبر په لومړی نېټه په کابل کې بیا د نویو پاسپورټونو ویش پیل شوی چې دا پاسپورټونه په نړیواله کچه د منلو وړ دي.
ویزه: کله مو چې د اعتبار وړ پاسپورت درلوده تاسې کولای شئ چې د پاکستان ویزې ته په انلاین ډول غوښتنه وکړئ. دا تړوني یا لېنک پرانیزئ.
تاسې کولای شئ چې ویزې ته د غوښتنې لپاره لارښود هم په دې تړوني یا لېنک سره وګورئ. چې څنګه په انلاین ډول د پاکستان د ویزې غوښتنه وکړئ.
ګاونډي هېواد ته د هوا یا ځمکې له لارې تېرېدل
د تورخم له لارې تېرېدل هلته د ګڼې ګوڼې له امله ډېر سخت دي کېدای شي ستاسې ساعتونه ساعتونه وخت ونیسي ولې تاسې کولای شئ چې د هوا له لارې د کام ایر او یا پي ای اې شرکت په مرسته د ویزې له درلودلو ورسته ولاړ شئ. ددې لپاره تاسې اړ یاست چې د هوايي تګ لپاره د تک پلورونکو شرکتونو څخه د کام ایر شرکت تکېټ ترلاسه کړئ.په غیر قانوني ډول له پولې څخه د تېرېدو په صورت کې ممکن تاسې له ستونزو سره مخ شئ او ممکن تاسې بېرته افغانستان ته واستوي.
جرمني یا دریم هېواد ته د داخلېدو ویزه یا سند
جرمني یا بل دریم هېواد ته د داخلېدو لپاره تاسې د جرمني ویزې ته اړتیا لرئ، ددې لپاره چې پوه شئ کوم ډول ویزې ته اړتیا لرئ کېدای شي دا معلومات په انګلیسي ژبه دې ویب سایټ ولولی.
د بي ام آی فایل نمبر: که چېرې تاسې له وړاندې جرمني ته د راتګ لپاره ټاکل شوي یاست، تاسې کولای شئ چې د خپل کیس د څارلو لپاره شمېره ترلاسه کړئ. ددې لپاره تاسې کولای شئ چې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ته په دې برېښلیک ایمېل تر دې غنوان لاندې واستوی. Referat 401
له دې برېښلیک څخه به تاسې اتومات ځواب ترلاسه کړئ، دا برېښلیک په غور سره ځواب کړئ په دې ډول به تاسې د BMI File-number ترلاسه کړئ.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.