په جرمني کې افغانان د نورو ملیتونو په پرتله ډېر د کار خاوندان دي
د IAB په نوم یوې موسسې د څېړنو له مخې چې په جرمني کې یې په کډوالو ترسره کړې، څرګندېږي چې له افغانانو څخه څلوېښت سلنه راغلي کډوال عاید له خپل کار څخه تر لاسه کوي په داسې حال کې چې د نورو ملیتونو د کار کولو کچه تر افغانانو ټیټه ده.
د ۲۰۱۵ کال د کډوالو له بحران څخه وروسته په جرمني کې د کډوالو پر کار د بوختيا کچه ډېره ولوېده او ډېر کډوال وزګار وو چې ځینې د پناه غوښتنې، زدکړو او ادغام په پروسه کې وو چې له دې ډلې افغانان هغه ډله ده چې توانېدلي د نورو ملیتونو په پرتله ژر دندې ترلاسه کړي.
له څېړنو ښکاري چې له ۲۰۱۵ کال وروسته ډېر هغه افغانان چې مسلکي مهارتونه یې له نورو څخه لوړ دي جرمني ته کډوال شوي او ډېری نوي کډوال د پخوانیو راغلو افغان کډوالو چې په تېرو لسیزو کې جرمني ته راغلي وو هم لوړ مهارتونه لري چې له همدې امله په دې توانېدلي چې مسلکي دندې ترلاسه کړي او د ماهر مسلکي کار لکه انجنير، داکټر او نورو برخو کې کار وکړي.
په جرمني کې د ۲۰۲۰ تر پایه دوه سوه او دوه اویا زره 272000 افغانان اوسېدل چې په افغانستان کې د جمهوريت له نسکورېدو وروسته ډېر افغانان د تېر کال تر پایه جرمني ته راغلل چې دا شمېره ممکن په چټکې سره لوړه کړي.
په جرمني کې د کار د شمېرو او پولي راکړې ورکړې د ارزونې له مخې افغانانو د ۲۰۱۷ کال څخه را وروسته په ټولیزه کچه ۸۰۰ میلیون ډالره پیسې افغانستان ته استولي دي.ژباړه او پلټنه : سجاوندی
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.