لیکنه: مرسل احمدزۍ
ایسالا وان دیست د 1842 کال د مې د میاشتې په 7 نیټه د بلجیم هیواد د لووین په ښار کې زیږدلې ده. هغه وخت په بلجیم کې د نجونو لپاره د ثانوي زدکړو ښوونځیو شتون نه درلود، نو ایسالا پوهنتون ته د چمتووالي لپاره سویس ته لاړه او په کال 1873 کې بیرته بلجیم ته راستنه شوه. هڅه یې وکړه چې د لووین د کاتولیک پوهنتون د طب پوهنځي سره نوم لیکنه وکړي، خو د کاتولیک مذهب د روحانی مشرانو انکار یې خنډ وګرځیده، چاچې هغې ته وړاندیز کړی وو چې د ډاکټرې پر ځای دې قابله شي، خو ایسالا دغه وړاندیز رد کړ او بیرته سویس ته ستنه شوه، ځکه چې د سویس پوهنتونونه په اروپا کې لومړني پوهنتونونه وو چې ښځو ته پرانیستل شوي وو او هلته یې طبي زده کړې کولې. ایسالا په 1879 کې له پوهنتون څخه فارغه شوه.دوه کاله یې په انګلستان کې خپل مسلک تمرین کړ چیرته چې ښځینه ډاکټرانې له 1866 راپه دې خوا په وړیا توګه تمرین کوي.هغه یو ځل بیا بلجیم ته راستنه شوه، د دې لپاره چې د هغې طبي وړتیاوې وپیژندل شي هغه مجبوره شوه چې د Vrije Universiteit Brussel کې اضافي کورسونه بشپړ کړي او وروسته بیا ورته د خپل کلنیک د پرانیستلو اجازه ورکول شوه. د هغې ډیری ناروغان د بروکسل د ټولنې له لوړو طبقو میرمنې وې خو هغې د تقاعدلرونکو مشرانو او جسم خرڅونکو میرمنو درملنه هم د یوې نرسې په کور کې کوله او د دوي د غوره درملنې لپاره یې مبارزه کوله.ایسالا او ماري پوپلین ( لومړنې بلجیمې میرمن چې د حقوقو په برخه کې سند ترلاسه کړی) د ښځو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره هغه مبارزې میرمنې وې چې د دواړو وان ډیسټ او ماري پوپلین ګډ تصویرونه د 2 یورو په یادګاري سکې کې انځور شوي، چې 5 ملیونه یې په 2011 کې د بلجیم د ملي بانک لخوا د ښځو د نړیوالې ورځې د سلمې کلیزې په مناسبت خپرې شوې. په بلجیم کې، دا لومړی ځل و چې هغه میرمنې چې د شاهي کورنۍ برخه نه وه د بلجیم د پیسو په کرنسۍ کې راښکاره شوې.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.