د A کارت
د A کارت لنډمهالی ای ډي کارت هم بلل کیږي په بلجیم کې په لاندې نومونو یادیږي:
1ـ د A کارت، A kaart
2ـ د بهرنیانو په راجستر پاڼه کې د راجستر کېدو سند یا لاس وند، لنډمهالې اوسېدنه
3- د اوسېدود تصمیم شپږمه ضمیمه یا Bijlage 6 Verblijfsbesluit
دغه برېښنايي کارت چاته ورکول کیږي؟
1ـ د کور هغه ملاتړي چې د دریم هیواد تابعت ولري
که چیرې تاسو د یوې کورنۍ د ملاتړي په حیث چې د دریم هېواد تابعت لري، په بلجیم کې اوسئ، نو تاسو ته په لومړي ګام کې د لنډ مهال اوسېدو اسناد یا د A کارت درکوي.
2- د بشردوستانه قواعدو په مرسته د بهرنیانیو منل
د بشر دوستانه قواعدو پر بنست د کډوالو څانګه کولای شي چې تاسو ته د لنډ مهالې اوسېدنې سند درکړي.
3- د پناه غوښتونکي په ډول پیژندل کېدل
که چیرې تاسو د 2016 ز کال د جولای له 8 نېټې څخه وروسته په بلجیم کې د پناه غوښتونکي په حیث پیژندل شوی یاست او تاسو ته دلته د اوسېدو لنډمهالي اسناد درکړل شوي وي، نو له هغه وخت نه چې تاسو د لومړي ځل له پاره ازیل کړی و، پنځه کاله وروسته تاسو ته تر نامحدود وخت پورې د اوسېدو اسناد درکول کیږي.
4- هغه بهرنیان چې فرعي ملاتړ لري
که چیرې یو پناه غوښتونکي د فرعي ملاتړ پر مټ په بلجیم کې د اوسېدو اسناد تر لاسه کړي، نو دا به یو کلن وي، چې دوی کولای شي، کال پر کال خپل اسناد نوي کړي.
5- د روغتیايي ستونزو د قواعدو په مرسته د بهرنیانو منل
که چیرې تاسو د روغتیايي ستونزو د قواعد په بنست په بلجیم کې د پاتېدو اسناد تر لاسه کړئ، نو دا به یو کلن لنډمهالي اسناد وي چې ستاسو د بشپړ رغېدو پورې به نوي کیږي.
5ـ کارګر کډوال
که چیرې تاسو په بلجیم کې د کارګر کډوال په حیث د اوسېدو اسناد تر لاسه کړئ، نو دا اسناد به لنډمهالي وي، خو که چیرې تاسو په زبات ورسوئ چې لا په کار بوخت یاست نو ستاسو اسناد به نوي شي.
6- د دریم هیواد محصلین
ایا زده کړو له پاره په بلجیم کې ستاسو د اوسېدو غوښتنه منل شوې ده؟ نو تاسو ته لنډمهالي د اوسېدو اسناد درکول کیږي چې د ستاسو د زده کړو تر پایه به د باور وړ وي، خو که چیرې تاسو غواړئ دا اسناد نوي کړئ، نو تاسو باید لازم شرایط پوره کړئ.
7- هغوی چې د اروپايي اتحاديې په یوه غړي هېواد کې د دایمي اوسېدو اسناد لري، او غواړي په بلجیم کې واوسي.
هغوی چې د اروپايي ټولنې په یوه غړي هېواد کې د دایمي اوسېدواسناد ولري، کولای شي په بلجیم کې د اوسېدو غوښتنه وکړي، دوی د اروپايي ټولنې د یوه غړي هېواد د دایمي اوسېدونکي په حیث په بلجیم کې د یوه کال له پاره د اوسېدو اسناد تر لاسه کولای شي، او د دوی دغه یو کلن اسناد څلور ځله د یو یو کال ل پاره نوي کیږي.
7- پرته له سرپرسته څخه له اتلس کلونو ټيټ عمر بهرنیان یا پناه غوښتونکي
یو څوک چې ټیټ عمر وي یانې له اتلس کلونو څخه یې عمر کم وي او سرپرست نلري، له ازیل کولو څخه وروسته کولای شي چې په بلجیم کې له شپږو میاشتو څخه تر یو کال پورې د اوسېدو اسناد اخلي، دغه اسناد کیدای شي دوه ځلې نوي شي.
8- د انساني قاچاق قربانیان
که چیرې تاسو د انساني قاچاق قرباني یاست نو، د څارنوال له خوا له تاسو څخه د تحقیق پر مهال تاسو ته په بلجیم کې د شپږو میاشتو د اوسېدو اجازه درکول کیږي، چې هر شپږمیاشتې وروسته به نوې کیږي.
د A برېښنايي کارت د اعتبار موده څومره ده؟
څومره چې تاسو په بلجیم کې د اوسېدو حق لرئ، د دغه کارت د اعتبار موده هم همدومره ده، دا په هره کټه ګوري کې توپیر لري.
د A برېښنايي کارت څرنګه نوی کیږي؟
تاسو باید د کارت د وخت د پای ته رسېدو له نېټې څخه 45 او 30 ورځې مخکې خپل کارت د نوي کولو غوښتنه وکړئ.
که چیرې د کډوالو چارو څانګه د کارت نېټې له پای ته رسېدو دمخه د کارت له نوي کولو پرېکړه ونه کړي نو ښاروالۍ باید د 15 ضميمه خپره کړي او تاسو ته د لنډمهال له پاره د اوسېدو سند درکړي.
ایا تاسو په روغتون یا د روغتیايي څار په یوه مرکز کې یاست؟ ایا تاسو د جزا اویا ټولنې د ساتنې له پاره بندي یاست؟ نو په دې صورت کې د خپل کارت د نوی کولو له غوښتنې څخه معاف یاست.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.