د جرمني د تابعيت حق تر لاسه کولو (Anspruchseinbürgerung) لپاره بايد لاندې شرطونه پوره کړئ:
1- بايد د استوګنې دايمي اجازه یا حق(Niederlassungserlaubnis) ولرئ او يا کېدای شي داسې قبولي او یا د استوګنې اجازه ولرئ چې وروسته يې په دايمي اجازه بدلولای شئ (لکه درېکلنه قبولي).
2ـ په جرمني کې مو باید له شاوخوا اتو کالو راهيسې په قانوني ډول ژوند کړی وي (دا وخت له ايالتونو او د هر کس له حالت سره په تړاو تر اوو يا شپږو کالو هم راټيټېدلای شي).
3ـ له جابسنټر او سوسيال څخه مرسته نه ترلاسه کوئ او غواړئ هم نه چې له دغو ارګانونو څخه مرسته تر لاسه کړئ.
4ـ ستاسو جرمني ژبه باید تر ډیره کچه زده وي، یانې لږ تر لږه د جرمني ژبې درجه مو باید B1 يا له دې نه هم په لوړه کچه خبرې وکولای شئ.
5ـ تاسو باید د جرمني د تاريخ او حقونو په اړه د هېوادوال جوړېدو ازموينه (Einbürgerungstest) ورکړې وي او يا د جرمني د ښوونځيو د فراغت سند باید ولرئ.
6 ـ تاسو باید کوم جدي جرم کړی نه وي.
7 ـ د تابعيت ورکولو ادارې ته مو باید په ليکلي او شفاهي بڼه د جرمني د اساسي قانون منلو اقرار کړی وي.
8 ـ تاسو باید له يوه واده زيات ودونه باید و نه لرئ.
9 ـ تایو باید د تذکرې يا لایسنس په شان داسې سند ولرئ چې ستاسې پیژندنه یا هويت تاييد کړي. يا هم داسې سند ولرئ چې وښيي چې له خپل اصلي هېواده د پېژندنې سندونه نه شئ ترلاسه کولای.
10 ـ تاسو باید خپل پخوانی تابعيت له لاسه ورکړی وي او يا اوس باید ترې لاس په سر شئ خود افغانستان په ګډون د ځينو هېوادونو تابعيت ساتل کېدلای شي.
که تاسو دا ټول شرطونه پوره کړئ؛ د اصولو له مخې مو بايد غوښتنه ومنل شي. البته په استثنايي حالتونو کې ښايي د تابعيت غوښتنه د دې شرطونو له نه بشپړېدو سره سره هم کیدای شي و منل شي. د بېلګې په ډول:
په داسې حالتونو کې د بېکارۍ۲ پیسو يا د سوسيال له مرستې ترلاسه کولو سره سره تابعيت ترلاسه کولای شئ.
يادونه: په عمومي ډول د بېکارۍ ۱ (Arbeitslosengeld I)، د کور لپاره ترلاسه کېدونکې پیسې (Wohngeld)، بافوګ يا نورې ورته مرستې ترلاسه کول د تابعيت ترلاسه کولو خنډ نه جوړيږي.
ډېر هغه کسان چې جرمني ته راځي، ډېر وخت په دې فکر کې وي چې کله به د جرمني د تابعيت غوښتنه کوي. د جرمني د تابعيت د نورو ګڼو ګټو تر څنګ يو کس کولای شي د جرمني يا اروپايي ټولنې په ټاکنو کې رايه ورکړي او يا خپله له يوې سيمې کانديد شي. د دې تر څنګ د جرمني د پاسپورت يا تابعيت ترلاسه کوونکي د نړۍ ډېرو هېوادونو ته له ويزې پرته سفر کولای شي او اجازه لري چې د اروپايي ټولنې په هر هېواد کې، د استوګنې له کوم اضافي سند پرته کار او ژوند وکړي. همدا شان د اوسلنډربېهورده په شان ادارو ته له تګه خلاصېږئ او ارام ژوند کولای شئ.
که والدين مو د جرمنيتابعيت ولري او يا تاسې په جرمني کې زېږېدلي ياست او مور او پلار مو ځينې ځانګړي شرطونه پوره کړي؛ په اتومات ډول د جرمني تابعيت ترلاسه کوئ
که څوک په جرمني کې هم نه وي زېږېدلي او مور او پلار يې هم جرمني تابعيت ونه لري؛ کولای شي د جرمني تابعيت ترلاسه کړي. دې کار ته ښاروند کېدل يا (Einbürgerung) وايي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.