لیکنه: اغاملوک سهار اوس مهال په نړۍ اکثریت خلګ غواړي یو خپلواکه کاروبار ولري او زیات خلګ په خپل کار کې ناکامېږي، خپله مفکوره نشې کامیابه کولاي، ځکه منابع محدودی دي او لا محدودیږي، مارکیټ پیچلی ده، تقاضا نشي ایجادولاي، او زیات خلګ د خدمت یا تولید بازار نه گوری، په خپل کار کې نواوری نشي تعریف کولاي، ټارګیټ یا هدف یې لوړ ده. خو څنګه کولاي سو؟ 1: verb, target, outcome. 2: مفکوره، پروټوټایپ، اولني بودیجه. هر نوي کار نوي تقاضا ایجادوي او اول دا اړخ وګوره، مثال فېسبوک د ټولنيزې شبکي اړتیا یې ایجاد کړه، نن که فېسبوک نه وي نو خلګ یې بدیل پیداکوي، خو فېسبوک ځان اپډیت کوي او بازار یې ګټلی خو ګوګل دا هڅه وکړه ګوګل پلس یې جوړ کړ خو ناکام شو، تليګرام تنها د مسيجنګ لپاره جوړ سو کامياب شو يعنې هدف کوچنی وو. نوکيا ځان نه اپډيت کول ليلام شوه کنه يو وخت يې ښه مارکيټ درلود. کوکاکولا شرکت په اول کال ۲۵ بوتله خرڅ کړل ولی سټنډرډ یې مراعات کړ خو نن هغه بازار لري، سامسونګ ستنډرد نه ګوري هر وخت بازار ته موبایل وړاندې کوي، دوه ځلي یې له بازار خپل موبایل ټول کړل او میلیونونه ډالر يې تاوان وکړ. خو اپل د کال یو ځل موبایل بازار ته وړاندي کوي خو هيڅکله یې دوباره خپل پروډک له بازار نده ټول کړي، او په میلیونونه خلګ ددوي تولید ته سترګي په لاره دي. همداسې نور ما خپله یو وار ناکامی ولیده یعنې پخپل وخت مې تطبیق نکړ، په لمر سافټویر( د شفافیت لپاره) کې یو دلیل دا وو چې دولتي اپلیکشن وو په برښنایې تذکره کارکول، خو اصلي دلایل ځکه سټندرډ نه وو، مارکيټ یې نه درلود، هدف ډیر لوړ وو، ریسک یې زیات وو. خو ددې باوجود ماته یې ډیر څه را زده کړل خو نوي سافټویر درک کې مې دا ټول اړخونه وکتل خو دا سافټویر یو ریسک لري هغه دا چې دولتي ده، نور اړخونه یې سیسټیماټیک دې، تقاضا یې ایجاد کړي، نواوری لري، کاسټ یا مصرف یې کم ده، هدف کوچنی ده یعني ۱۸۰۰ ترافیک پولیس، خلګ او دولت یې غواړي، استقلالیت یې زیات ده، او داسې نور خو دا اپلیکیشن موږ د برنس لپاره نده جوړ کړي بلکې یو ملي کار ده او یو مشکل ته مو بهتره حل لاره پېداکړې. نوري هم ډېري خبري دي زما او زما د منټورانو تجربي دې خو دلته نه راټولېږي.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته د admin@lomritob.com په پته رالېږل کېږي.
Your email address will not be published. Required fields are marked *
Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.