لیکنه:
نثر په لیکوالۍ کې ځانګړی ځای لري. داسې هم وېلای شو چې ټوله لیکوالي نثر ده. خو ځینې کسان بیا نثر او لیکوالي له یوبل بېل ګڼي؛ دوی نثر په ټوله کې له هنري کلماتو جوړې جملې بولي؛ د هغه الفاظو تیوریکه بڼه یې بولي چې یوازې د لوړ ذوق خاوندان ورباندې پوهېږي. د لیکوالۍ په اړه یې اند دادی؛ څوک چې د قلم خوځولو او د کرښو یستلو توانایي لري همغه لیکوال دی. خو حقیقت او واقیعت ته په کتو سره د دوی دا نظر د حقیقت له اړخه سم برېښي، یوازې واقیعت یې تغیر موندلی. ځکه چې که لیکوالي ټوله د کرښو ویستل وي نو نثر خو هم له تورو ډک دی. ((د چنار ډډې ته ناست سړي خوله وازه کړه، تر تورو برېتونو لاندې چاک شنډه یې وخوځوله، سترګې یې پورته کړې، په یوه ساه یې درې پرلپسې پرنجي وکړل، وروسته یې غلي وویل: الحمدالله الحمدالله… شل ګامه وړاندې آصف کاکا بېل په اوږه د پولي په سر ګړندی روان و، سړي له وېښتو ډک لاس په تندي کېښود، آصف کاکا ته یې په ځیره وکتل. بیا یې مرۍ تازه کړه، او غږ یې ورباندې وکړ: آصف کاکا آصف کاکا!!…)). دا په نثر کې د هغه لیکوالۍ بېلګه ده چې د لنډې کیسې نوم ورباندې اېښودلای شو، خو که ادامه ورکړل شي، او یوه حقیقي سوژه ولري؛ ښايي د ناول تر سرحدونو هم ورسېږي. دلته د سوژې کلمه یادوه شوه؛ سوژه یا موضوع په لیکوالۍ کې هغه یوازینی اصل دی چې په پام کې نیول یې په کیسه او هنري نثر کې خورا مهمه خبره ده. ځینې نثرونه کیسه ییز وي، مطلب د کیسې غوندې محتوا لري، د بشپړ تخییل ترڅنګ یوه ښکلې سوژه هم لري. ټوله لیکوالي په سوژه ولاړه ده، لیکوال که نثر لیکي؛ د خپلو احساساتو ترڅنګ یوه ټاکلې موضوع ونه لري ؛ نو هره لیکنه به یې یوازې دېوال ته وي، مطلب داچې لوستوونکي به ونه لري. په همدې ډول که یوه لنډه کیسه په یوې ټاکلې موضوع ونه لیکل شي، دانو بیا له حقیقت او واقیعت څخه خالي متن دی. په سوژه پسې لټون زما له انده؛ یوازې په نثر او کیسه کې اړین نه دی، بلکې دادې ټولې لیکوالۍ هدف او مفهوم دی. غضنفر صیب وايي: موږ ولې نثر وایو خو نثر نه شو لیکلای؟ دا ځکه چې موږ موضوع نه ده ټاکلې، موږ په سوژه پسې لټون نه دی کړی. موږ که لیکوالۍ ته بډې وهو، لومړی به موضوع پیدا کوو، وروسته به په تورو لیکلو پیل کوو.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته د admin@lomritob.com په پته رالېږل کېږي.
Your email address will not be published. Required fields are marked *
Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.