لیکنه: شوکت الله عابد افغان
د زراعتی تولیداتو او محصولاتود پرمختګ لاری چاری ډیری اړینی دي ، د هېواد په کچه د زراعت سکتور لومړی درجه سکتور دي چې ډیر وګړی یې په کار بوخت کړی او ډیره برخه کورنی ناخلص تولید پوره کوی .
کرنیز تولیدات ۳۸ سلنه GDP جوړوی ، په ۱۳۸۹ ه ش کال په پایې کې د هیواد داخلی ناخالص تولید ۷۴۶۸۵۹ میلیونه افغانۍ ښودل شوی وی چې ۲۷.۷۶ سلنه برخه د کرنیز سکتور وه چې ۲۰۷۳۰۱ میلیونه افغانۍ ښودل شوی وی . له پورته ارقامو له شننی جوتیږی چې د کرنی سکتور د افغانستان په ملی اقتصاد کې لومړی درجه او خورا مهم رول لری او د همدی اهمیت له مخی ورته پاملرنه خورا اړینه ده . د هیواد د زارعت لپاره غوره زمینه مساعده ده لکه خاوره ، د هیواد خاوره به عمومی توګه ډیره حاصلخیزه ده ، او همدارنګه د هیواد اقلیم چې د زراعت او کرکیلی به برخه کې یو اساسی فکتور کیداشی چې خورا مناسب دي . د ټولو زراعتی محصولاتو د پرمختګ لپاره باید لازم اقدامات ترسره شی ، د حبوباتو په برخه کې باید لازم پرمختیایی پروګرامونه په کار واچول شی ، د غنمو چې د هېواد په ډیره کرنيزه ځمکه کې کرل کیږی خو د دهقانانو لپاره په مسلکی ډول د دی بوټو د روزلو او د محصول راغونډولو په برخه کې اسانتیاوی نه دی رامیځته شوی لا تر اوسه په ډیرو سیمو کې په دودیز ډول ددی بوټو د محصولاتو راغونډلود چاری تر سره کیږي . هغه سیمی چې کرنیزي دي او پراخه کرنیز امکانات لری باید په لومړیتوب کې قرار ولری او د زراعتی تولیداتو د پرمختګ لپاره باید اساسی او بنیادی اقدام وشی . د تولید لپاره منظم پروسیجرونه په مدرن او عصری ډول رامینځ ته او دودیزی لاری او چاری باید بدلی شی ځکه نفوس ډیر شوی دی ، تقاضا او ضرورت همچنان نو د ډیر تولید لپاره باید د ځمکو د تقویه په برخه کې کار وشي ، کیمیاوي کود او سري باید په درست ډول فصلونو ته ورسیږي ، طبعی پیښو سره مبارزه باید جدیت پیدا کړي . د تولید څخه وروسته ذخیری او ګدامونه جوړ او د پروسس منظم مرکزونه فعال شی ، دولت باید د څار قوی قوه په کار واچوی تر څو هغه توکې چې اړتیا ورته موجوده وی وکرل شی او په همدی بهانه د مخدره توکو د کرکیلی مخه هم ډب کیدای شي ، د کورنیو تولیداتو لپاره بزګران و هڅول شی او په همدي برخه کې په بهرنیو تولیداتو اتکاء هم کمه شی ، چې مختلفی لاری چاری لری لکه د مالیه اوچتیدل ، او د داخلی بازار ارزونه او تحلیل تر څو څه شی ته اړتیا ده او څه شی باید راوارد شی ؟ په پای کې لاندی نقطی د زراعتی محصولاتو او تولیداتو د پرمختګ د وسیلو په توګه د بحث د رالنډولو په موخه یادوو . د کرکیلی لپاره د ځمکو ظرفیت ته پاملرنه . د بزګرانو د کر کیلی په برخه کې ظرفیت جوړونه د تخمونو کیفیت او کمیت ته لازمه پاملرنه . د کیمیاوي کود منظم کارول . د اوبو او منظم کانالیزیسیون او اوبو رسونې ته پاملرنه د طبعی افتونو په برخه کې لازمه اقدامات . د فصل او محصول راغونډونه په عصری توګه او د ضایعاتو مخه نیول د محصولاتو لپاره مناسب ګدامونه او مدرن ذخایر جوړول . د محصولاتو د پروسیس او کارونی ته د چمتوالی عصری سیستم او ماشین آلات په کار اچول . د محصولاتو لپاره منظم مارکیټونه جوړول . په کورنیو تولیداتو او محصولاتو د مالیی په برخه کې د دولت همکاري . د محصولاتو او تولیداتو د صادراتو تنظیمول د کورنیو اړتیاو په اساس . د غیری قانونی سوداګریو مخه نیول او د کورنیو تولیداتو د سوداګرۍ لپاره منظم طرزالعملونه جوړول . د للمی ځمکو لپاره د اوبو رسوني لوی او اوچت بندونه جوړول . د محصولاتو لپاره د بازار موندی په برخه کې د دولت او ملی سوداګرو رغنده همکاری او داسی نور…
هند- بنګلور
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته د admin@lomritob.com په پته رالېږل کېږي.
Your email address will not be published. Required fields are marked *
Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.