ژباړه: نیازمحمد ځاځی ۱: اروا پوهنی څخه د خپل ژوند په جوړیدو کی څرنگه استفاده کوو؟ ځواب : د اهدافو د لاس ته راوړلو لپاره د فعالیتونو څخه کار اخلو کله چی وغواړو لوی اهداف ترلاسه کړو نو دا اهداف په وړو اهدافو تقسیموو بیا د هر هدف لپاره بیله ډله یا گروپ جوړوو چی د دی اهدافو لاس ته راوړلو لپاره محرک ته اړتیا ده لکه تلویزیون راډیو او نور چی دا محرک رامنځ ته کوی.
۲: کوم فورمول دی چی اهدافو لاس ته راوړلو لپاره ډیر اړین دی؟ ځواب : شعور + زده کړه + محرک + استعداد + پوهه = اقتصاد
۳: د اهدافو لاس ته راوړلو لپاره څه شی ته روزنه ورکوو؟ ځواب : مونږ باید د روزنی لپاره خپل سلوک ته تغیر ورکړو چی دا سلوک عبارت دی له ذهنی ” هیاجانی ” حرکی او ټولنیز سلوک څخه.
۴: د یو لړ فعالیتونو لپاره مونږ باید څه وکړو؟ ځواب : د یو لړ فعالیتونو لپاره باید د حرکی سلوک څخه گټه پورته کړو.
۵: که یو انسان هر څه ولری لکه شعور”استعداد”زده کړه” اقتصاد اما هدف ته نه رسیږی علت به یی څه وی؟ ځواب : محرک نلری.
۶: ایا روانی جگړه د انسان په جسم ” اقتصاد ” وینه ” عقل ” باندی تاٽیر کوی؟ ځواب : روانی جگړه تر ډیره حده د انسان په عقل او ذهن باندی بد تاٽیر کوی.
۷: د روانی جگړی لس تکتیکونه په گوته کړی؟ ځواب : تور پوری کول ” له ډار څخه کال اخیستل ” تکرار ” بی طرفی لپاره تظاهر ” بلا شیطان جوړول ” تفرقی او تضاد رامنځته کول ” شخصیت وژنه ” درواغ ” شاهدی ” عمومی خبری کول ” مبالغه ” تاوتریخوالی.
۸: شخصیت وژنه څه ته وایی او په افغانستان کی شخصیت وژنه شته؟ ځواب : د فزیکی وژنی برعکس د روانی جگړی د تبلیغاتو له لاری د ټولیزو رسنیو څخه په گټه اخیستنی د مقابل لوری واړه منفی نقاط غټول او ددوی شخصیت د نورو مقابل کی له منځه وړل دی. دا چی جرمونه په هر ټولنه کی شتون لری پس ویلای شو چی شخصیت وژنه په هر ټولنه کی شته.
۹: اوزاه څه ته وایی؟ ځواب : اوازه د یو انسان په ذهن کی منفی تغیر او ډار اچولو څخه عبارت دی.
۱۰: مبالغه څه ته وایی؟ ځواب : پوهان مبالغه زیاتوالی ته وایی چی کم شی زیات وښایی. ۱۱: د شخصیت معیار څه شی ټاکلی شی؟ ځواب : د کړنو او فعالیت په اساس د یو انسان شخصیت معلومولی شی.
۱۲: اروا پوهنه ولی مطالعه کوو؟ ځواب : مونږ ارواپوهنه ځکه مطالعه کوو چه د هغی په واسطه د انسان شخصیت او سلوک پیژنو” چه د انسان په سلوک کی کوم بدلون راځی لکه “هیاجانی سلوک” ذهنی سلوک” اجتماعی سلوک” او حرکی سلوک” اروا پوهنه د بشر کړنی او روش تر مطالعی لاندی نیسی ” او په ټولنه کی د انسانانو روابط یو د بل سره مطالعه کوی ” نو ددی لپاره چه مونږ ښه روابط یو د بل سره پیدا کړو لازمه ده چه یو د بل په اړه کره او دقیق معلومات ولرو” تر څو د هغوی د عمل په مقابل کی لازم عکس العمل ښکاره کړو ” نو ددی لپاره داسی یو علم ته اړتیا لیدل کیږی تر څو د خلکو روش او اعمال په ټولنه کی تر مطالعی لاندی ونیسی چه په همدی اساس د اروا پوهنی علم ته ارشد ضرورت لیدل کیږی.
۱۳: څرنگه کولای شو چه د یو انسان ریښتینی څیره معلومه کړو؟ ځواب : ددی لپاره چه د ارواپوهنی په واسطه د یو انسان اصلی څیره وپیژنو نو د ارواپوهنی د روشونو څخه کار اخلو ډیر ونډه پکښی کلینکی روش لری” اول یی وراٽت مشاهده کوو ” بیا یی چاپیریال مشاهده کوو” او په روستی قدم کی یی د دوستانو سره اړیکی مطالعه کوو” همدا رنگه د انسان پیژندنی علم یا (انتروپولوجی) په واسطه هم کولای شو چی د یو انسان ریښتینی څیره معلومه کړو او نوموړی علم د شوان په نامه یو سویسی عالم لخوا په کال ۱۷۷۸ کی منځ ته راغلی ده.
۱۴: سوال: څرنگه کولای شو چه په اقتصاد او سیاست کی د ارواپوهنی څخه کار واخلو؟ ځواب : څرنگه چه پوهیږو د اقتصاد د علم هدف د بشریت د مادی ژوند بهتروالی دی ” نو هغه څه چی زیربینایی اړتیاوی پوره کوی د اقتصاد څخه عبارت دی ” او پوهان وایی چی اقتصاد د سیاست اصلی موضوع جوړوی او د اروا پوهنی سره خورا نژدی اړیکی لری ځکه اقتصاد د زده کړی لپاره شرایط چمتو کوی او زده کړه د اقتصاد د ودی لپاره اړین دی.
۱۵: د ارواپوهنی اهمیت د ژوند په بهیر کی تر کومی کچی پوری دی؟ ځواب: څرنگه چی د ارواپوهنی علم ته د روان شناسی او علم النفس هم وایی دا چی د روح په هکله بشپړه پوهه د انسان له تاوان څخه لوړ کار دی ” پدی سبب اروا پوهنه د روح ماهیت تر څیړنی لاندی نه نیسی ” او یا یی نشی نیولی بلکی د انسان کړنی او ذهنی عملیی تر څیړنی لاندی نیسی ” ارواپوهنه د انسانی ” سلوک ” رفتار ” چال چلند ” او ذهنی عملیو او تحلیلی مطالعه ده ” ارواپوهنه د څان پیژندنی ” بل پیژندنی ” او ټولنپوهنی یوه مهمه کلمه ده ” اروا پوهنه مونږ سره د یو سالم او متوازن شخصیت په وده کی مرسته کوی ” ارواپوهنه د روانی ستونزو تر څنگ جسمی ناروغیو په درملنه کی هم ونډه لری.
۱۶: سیکالوژی کلمه د کومی ژبی څخه اخیستل شویده او دغه کلمه په لغوی لحاظ تحلیل کړی؟ ځواب: د ارواپوهنی علم د دوه یونانی کلمو څخه چی سایکو د “روح او نفس” معنی لری او لوژی د “پوهی او مطالعی ” معنی ورکوی.
۱۷: ارواپوهنی موضوع څه شی جوړوی؟ ځواب: د انسان د روانی فعالیتونو څیړل او پیژندل دی ” د ارواپوهنی علم ټولی هغه پیښی چه د څیړنی وړ او د ژوندی موجود د سلوک سره اړیکی لری مطالعه کوی.
۱۸: اروا پوهان سلوک څرنگه تعریفوی؟ ځواب: هرهغه فعالیت چه د انسان څخه د یو هدف د رسیدو لپاره سر وهی د سلوک څخه عبارت دی. ۱۹: سلوک په څو ډوله دی ولیکی؟ ځواب: سلوک په څلور ډوله دی ” ذهنی سلوک ” ټولنیز سلوک ” هیجانی سلوک ” حرکی سلوک.
۲۰: علم تعریف کړی؟ ځواب: علم پوهی ته وایی” علم د معرفت یوه برخه ده چه انسان واقیعتونو ته نژدی کوی.
۲۱: تجربه څه ته وایی؟ ځواب: هغه مشاهده چه د دقیقی څارنی لاندی نیول کیږی د تجربی به نامه سره یادیږی.
۲۲: چا په شعور کی د احساس اصلی هدف په گوته کړ؟ ځواب: په تصور کی احساس اصلی هدف وونټ په گوته کړ” چه احساس یی د شعور اصلی ماده او اساس وښود.
۲۳: څیړنی په کومو ډولونو ویشو نومونه یی واخلی؟ ځواب: څیړنی په څلور ډولونو ویشو ” بنسټیزه څیړنه ” تطبیقی تحقیق ” عمل تحقیق ” انکشافی تحقیق.
۲۴: ارواپونه د کومو روشونو څخه کار اخلی نومونه یی ولیکی؟ ځواب: انکشافی روش ” کلینکی روش ” ازمایښتی روش.
۲۵: د کلینکی روش څخه څرنگه گټه پورته کولای شو؟ ځواب: اول یی وراٽت مشاهده کوو ” بیا یی چاپیریال مشاهده کوو” او په روستی قدم کی یی د دوستانو سره اړیکی مطالعه کوو” او بیا مشاهده باید په دوه ډوله تر سره شی ” رسمی ” غیر رسمی.
۲۶ ارواپوهنی میتودونه په څو برخو ویشلی شو؟ ځواب: ارواپوهنی میتودونه په دوو برخو ویشلی شو ” د ابتدایی معلوماتو د راټولولو میتودونه ” چه ددی په واسطه روانی پیښی تر مطالعی لاندی نیول کیږی. د راټول شوو معلوماتو د ارزونی میتودونه ” چه پدی میتودونو کی راټول شوی مطالب تحلیل او تجزیه کیږی.
۲۷: د انسان د مغز فعالتونه څرنگه پر مخ ځی؟ ځواب: مغز نه یواځی روانی پدیدو اړیکی تشریح کوی بلکی روانی پدیدو بنسټ هم توضح کوی ” دا معلومه خبره ده چه فکری فعالیتونو درک کولو او خبری کولو مکانیزم او یا د هغو تنظیم او څارل د مغز دنده ده ” ماغزه له دری طبقاتو څخه جوړ شویدی ” شاتنی طبقه ” منځنی طبقه ” مخکینی طبقه په نامه یادیږی.
۲۸: شخصیت تعریف کړی؟ ځواب: شخصیت د یو فرد له ټولو خصوصیاتو څخه عبارت ” چه د انسان د پیدا کیدو نه شروع او د مرگ تر پایه ورسره ملتیا کوی” یا شخصیت هغه څه دی چه په یو شخص کی وی.
۲۹: د سلوک له نظره شخصیت په څو برخو ویشلی شو؟ ځواب: د سلوک له نظره شخصیت په دوه ډوله دی ” بیرون گرا ” درون گرا.
۳۰: جسم له نظره شخصیت په خو برخو ویشلی شو؟ ځواب: جسم له نظره شخصیت په دری دوله ویشل شویدی ” اندومروف ” موزومروف ” اکتومروف.
۳۱: کوم لاملونه د شخصیت په وده کی اغیزمن رول لری؟ ځواب: د شخصیت په وده کی اغیزمن لاملونه به دری دوله دی ” ذاتی عوامل ” کورنی عوامل ” اجتماعی عوامل.
۳۲: د اعصابو دستگاه په څو برخو ویشل شوی شویده؟ ځواب: د اعصابو دستگاه د دوه برخو څخه جوړه شویده چه تل یو د بل سره اړیکی لری او یو ځای کار کوی.
۳۳: شوکی نخاع اصلی دنده څه شی ده؟ ځواب: اصلی دنده یی د حسی غړو لکه سترگی او غوږونو د معلوماتو خبر دماغ ته ورکوی او روسته د دماغ د حرکی ځواک پواسطه غړو او غدواتو ته د اجرا لپاره وړاندی کوی او ټول وجود ته خبر ورکوی.
۳۴: دماغ اصغر دنده واضح کری؟ ځواب: دماغ اصغر د تالامس او د مغز د ساقی مختلفو برخو ته خبر رسوی که چیرته دا تخریب شی د انسان د حرکاتو همغږی له منځه ځی.
۳۵: دماغ اکبر په څو برخو ویشل شویدی نومونه یی واخلی؟ ځواب: په دوه برخو ویشل شویدی ” شی نیمه کره ” چبه نیمه کره څخه عبارت دی.
۳۶: د مغز کورټکس د مغز د کومی برخی په نوم یایږی؟ ځواب: د مغز برجسته ترینه برخه ده.
۳۷: کورټکس څو مهمی دندی لری واضح کړی؟ ځواب: څلور مهمی دندی لری” پیامونو لیږل هغه اعصابو ته چه اداره کوونکی او اجراکوونکی دی ” د پیامونو اخیستل د مغز د حسی مرکزونو څخه د هغه عصبی رشتو په واسطه چه خبر راوړونکی دی” د ځینو پیامونو ساتنه او حفظ ” د وړونکو او راوړونکو عصبی جریانونو ترتیب او تنظیم.
۳۸: د انسان او حیوان تر منځ عمده توپیرونه کوم دی؟ ځواب: انسان د کار کولو استعداد لری مگر حیوان دا استعداد نلری” د انسانانو او حیواناتو تر منځ ژبه ده یو شی واقعی معنی بیانول دی” د حیواناتو سلوک غریزوی خاصیت لری خو د راتلونکی وړاندوینه نه کوی” اما د انسانانو سلوک هم غریزوی خاصیت لری خو د راتلونکی وړاندوینه کوی” حیوانات د دغه روانی عملیو لکه ” فکر کول ” تصور” څیړنه ” اراده ” او عاطفو څخه برخمند ندی ” اما په انسانانو کی دغه عملیه د هغوی د شعور ماهیت جوړوی او ځان خپل هدف ته رسوی” د انسان او حیوان شعور مختلفو شرایطو او بڼو وده کوی چه په حیواناتو کی بیولوژیکی قوانینو په بنسټ وده کوی اما په انسانانو کی ټولنیز قوانین عمده رول لری” او بیولوژیکی اغیز په دوهم قدم کی خپل رول لوبوی” حیوانات د ځان پیژندنی استعداد نلری اما انسانان یی لری.
۳۹: د غریزی او انگیزی تر منځ توپیر واضح کړی؟ ځواب: غریزه د یوی کړنی د سرته رسولو لپاره فطری تمایل دی ” په ځانگړی شرایطو کی انسان یوی خواته راکاږی ” او انگیزه د ژوندی موجود د هغه حالت څخه عبارت دی چه فرد ته ځواک ورکوی او فعالیت ته یی هڅوی.
۴۰: د اعصابو مرکزی برخه کی کوم څیزونه راتلای شی نومونه یی واخلی؟ ځواب: شوکی نخاع یا دماغ اکبر ” مغز یا دماغ اصغر ” او د مغز ساقه قرار لری.
۴۱: د شوکی نخاع پورته برخه کی کوم شیان واقع دی؟ ځواب: څلور ډوله ساختمانونه واقع دی ” مستطیلی نخاع ” منحنی نخاع ” دماغ یول ” مغز ساقه.
۴۲: دا څلور برخی د څه شی په څیر جوړښت لری او د څه شی خبر دماغ او بدن ته لیږدوی او دکوم ځای څخه بیلیږی؟ ځواب: دا څلور برخی د تیوب په شان جوړښت لری ” چه د نیورونو او هستو لرونکی دی ” د نیورونو سره اړیکی لری په ویده کیدولو او بیدارولو کی عمده رول لری .
۴۳: میدولا کومی دندی سرته رسوی ؟ ځواب: د تنفس سیستم ” د وینی فشار کی بدلون ” او د زړه ټکان دنده سرته رسوی.
۴۴: تالامس د انسان په دماغ کی د څه شی دنده په غاړه لری؟ ځواب: تالامس د انسان په دماغ کی د خبر رسوونکی دنده په غاړه لری ” ځکه د حسی غړو څخه معلومات دماغ ته لیږدوی. ۴۵: هایبوتالامس د کومو کړنو مسولیت لری؟ ځواب: د بنسټیزو کړنو مسولیت او تنظیم په غاړه لری ” لکه هیاجانات او د جنسی سلوک خوړل.
۴۶: د ډاکټر شوایگر المانی عالم نظر د ارواپوهنی د علم په اړه ولیکی؟ ځواب: دا یوه غولونکی خبره ده چه ووایو سیکالوژی د روح علم دی بلکی دی وایی چه ارواپوهنه د انسان او حیوان د سلوک د مطالعی علم دی.
۴۷: لمړی سړی څوک او په کوم کال کی یی د ارواپوهنی لابراتوار رامنځ ته کړ؟ ځواب: لمړنی سړی چه د ارواپوهنی لابراتواریی رامنځ ته کړ ویلیام وونټ وو چه لمړنی تجربه یی په کال ۱۸۷۹ م کی وکړه” همدا دلیل دی چه ویلیام د ارواپوهنی پلار بلل کیږی.
۴۸: ویلیم جیمز څیړنی د اروا پوهنی په هکله ولیکی؟ ځواب: جیمز په امریکا کی د ارواپوهنی نوی مباحٽ پیل کړه او د اروا پوهنی اصولو په نوم کتاب یی ولیکه نوموړی پخپل کتاب کی د ذهنی ساحو په عملیو لکه ” ادراک ” تصور ” تفکر ” زده کړه ” حافظی او نورو باندی تمرکز وکړ.
۴۹: زیگمونډ فروید څیړنی د اروا پوهنی په هکله ولیکی؟ ځواب: فروید په اروا پوهنه کی د خود اگاه او ناخود اگاه په څرنگوالی کار وکړ د اروا پوهنی موضوع او طریقی ته یی تغیر ورکړ فروید په اروا پوهنه کی د روانکاوی یا اروا پلټنی د مکتب پلار او د لا شعور یا ځان ناخبره ذهن کاشف بلل کیږی” فروید د انسان روان د یخ یوی داسی ټوټی سره تشبیح کړی چی لویه برخه یی په اوبو کی ډوبه وی او یواځی څوکه یی رامعلومیږی. ۵۰: وونټ په څه شی عقیده درلوده؟ ځواب: وونټ عقیده درلوده چه زمونږ ټولی تجربی د خارجی اشیاوو د درک ” تیرو یادونو ” هیجاناتو ” اهدافو او نورو شخصی او اجتماعی تمایلاتو پیچلی او مرکبی مسلی دی” چه په عملی توگه یوه تجربه تحلیل شی.
۵۱: پاولف الپورټ د شخصیت په اړه څرنگه نظر ورکړی؟ ځواب: الپورټ وایی د شخصیت هیڅ یوه برخه نشته چه د وراٽت او چاپیریال لامل پکښی دخیل نه وی ” د الپورټ نظریات د چاپیریال او وراٽت په اغیزو باندی متکی دی ” نن ورځ ډیر پوهان د الپورت له نظر سره موافق دی.
۵۲: فولر بریتانوی فوځی ښوونکی لمړنی څیړنی د اروا پوهنی په هکله ولیکی؟ ځواب: فولر لمړنی کس دی چی د روانی جگړی اصطلاح یی په 1920 م کال کی وکاروله” فولر ادعا کوی چی د جگړی دودیز توکی امکان لری خپل ځای په ریشتونی معنی روانی جگړی ته ورکړی چی په هغی کی وسلی څخه کار نه اخیستل کیږی او پر ځای یی داسی هڅی کیږی چی انسانی پوهه له منځه وړی او د خلکو ذهنونه مشغولوی او د هغی ملت اخلاقی او معنوی ژوند له منځه وری.
۵۳: لی Lee د روانی جګړی په اړه څرنگه نظر ورکړی؟ ځواب: لی وایی چی رسنی هڅه کوی چی له مسبتو او منفی القابو سره د نظر وړ موضوعاتو په اړه زمونږ لمړنی نظر تر اغیزی لاندی راولی چی دا القاب عبارت دی له ” دیموکرات ” ازادی غووښتونکی او منفی القا لکه ” ترهگر ” ډارونکی او داسی نور څخه کار اخلی.
۵۴: لیوناد دوب د روانی جگړی تکرار په اړه څه نظر ورکړی ؟ ځواب: لیونارد دوب وایی دیر خلک د تبلیغ په اړه فکر کوی او یا دا چی په محراب کی عبادت تکراروی هغوی لیدلی دی چی په ظاهری توگه تکرار کولای شی اروا پوهنیزی معجزی رامنح ته کړی البته تکرار په حقیقت کی ډیر مهم دی اما باید په دی هکله مبالغه ونشی.
۵۵: گلوبز د روانی جگړی درواغ په اړه څه نظر ورکړی ؟ ځواب: درواغ چی هر څومره ستر وی خلکو لپاره یی باور هغومره اسانه ده.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته د admin@lomritob.com په پته رالېږل کېږي.
Your email address will not be published. Required fields are marked *
Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.