خالد تکل د استاد فضل الهي زوی په ۱۳۷۰ لمریز کال د پېښور په کچه ګړۍ کمپ کې زېږېدلی دی. نوموړی له اره د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی. لومړنۍ، منځنۍ او ثانوي زده کړې يې د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د احداد په عالي لېسې کې بشپړې کړي او په ۱۳۸۹ کال کې له دې لېسې په اعلی درجه فارغ شوی دی. په ۱۳۹۰ کال د کانکور په ازموینه کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ته بریالی شو او اوسمهال د دغه پوهنځي د وروستی کال محصل دی. نوموړي د لېسې له وخته په بېلابېلو غږېزو، انځوریزو او چاپي رسنیو کې د خبریال او ایډیټر په توګه دندې ترسره کوي. د دې ترڅنګ يې په ورځینو سیاسي، کولتوري او ادبي مسایلو بېلابېلې مقالې لیکلي او خپرې شوې دي. خالد تکل په ننګرهار کې د سپین غر او صفا راډيو ګانو خبریال، د احداد جريدې مسوول مدیر، په کابل کې د ژوندون راډیو ټلویزویون د ادبي خپرونو پریزنټر پاتې شوی دی. ښاغلی تکل اوسمهال په کابل کې د سپوږمۍ راډیو خبریال او د سرنوشت ورځپاڼې ایډیټر دی. دغه راز نوموړی اوسمهال له لومړیتوب، تاند، روهي او نورو سایټونو سره افتخاري خبریالي هم کوي.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.