لیکوال او ژباړن مجیب الرحمن اېمان د استاد علم ګل زوی د وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ اوسېدونکی دی. د کابل په غلام محمد غبار له عالي لېسې کې یې خپلې منځنۍ زدکړې کړي او د لوړو زدکړو لپاره د کابل پوهنتون، ټولنیزو علومو پوهنځي د عمومي تاریخ څانګې ته تللی. د برهان د زدکړو په مرکز کې یې کمپیوټر لوستلی او بېلابیلو پروګرامونو سره بلد دی. د ژورنالیزم په برخه کې یې د ژورنالیزم په برخه کې یې هم د (نی) لنډمهاله کورسونه لوستي. د خطاطۍ او انځورګرۍ هنر یې هم خپل کړئ. ددې تر څنګ یې لاندې کتابونه ژباړلي او لیکلي دي.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.