سیده حسینه ګل تنها د پښتو ژبې وتلې شاعره، کیسه او ډرامه لیکواله ده، اغلې تنها د کوزې پښتونخوا د نوښار په کاکا صیب کلي په یوه ادبپاله کورنۍ کې زیږېدلې ده، خپلې لومړنۍ زده کړې یې هم په خپل کلي کې سر ته رسولي دي.
سیده حسینه ګل تنها هغه پښتنه ښځینه شاعره ده چې په لومړي ځل یې د میرمنو ښځینه احساسات، غوښتنې ، انګیرنې او فکر په خپلو شعر کې راو نغاړه او د ښځينه او نارینه پښتو شاعرۍ ترمنځ یې د بلوالي کرښه راوښکله .
پوی دخپل باغي فطرت په چارو شوم مات مې روایات کړل علامت شومه
حسینه ګل تنها
تر دې دمه د اغلې حسینه ګل تنها لاندې کتابونه خپاره شوي دي:
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.