ژباړه: حمیدالله حمیدي ځینې اسانه لارې -چارې او سپارښتنې کولای شي چې په ساړه موسم کې مو له زکام څخه وژغوري. په څادر یا پړوني سره د خولې او پزې پټول کولای شي چې ستاسو تنفسي جهاز ته د یخې هوا د ننوتو مخه ونیسي. دغه راز هڅه وکړئ چې لاس او غوږونه مو د یخې هوا پر مهال په یوڅه کې وپېچئ. د بدن ځینې برخې په ډېرې اسانۍ سره یخېږي او دفاعي سیستم نه شي کولی چې په هغه برخه کې د میکروبونو او ویروسونو مخه ونیسي. د ورځې لږ تر لږه یو نیم لېتر پاکې اوبه وڅښئ ځکه د مخاطي هیدراتاسیون لپاره ګټورې دي. د چرګ ښوروا چې د وېټامینونو او معدني موادو تر ټولو ښه سرچینه ده د یخ وهلو کسانو لپاره ګټور خواړه دي. په چای کې د لیمو ګډول هم د دې ډول ناروغۍ مخه نیسي. که غواړئ په زکام اخته نه شئ او له دې ناروغۍ څخه په امن کې اوسئ ګرمې شیدې او د بوټو چای په یخو ورځو او شپو کې ضرور وڅښئ. هغه څښاک چې په خپل ترکیب کې وېټامین سي لري له زکام څخه د مخنیوي لپاره ګټور دي. لږ تر لږه په ورځ کې دوه ځله باید د کوټې هوا بدله شي ان که بېرون هوا هر څومره یخه هم وي. کوټه باید له ټاکلې اندازې ډېره توده نه شي، د هغه محیط د تودوخې درجه چې تاسو په کې ژوند کوئ باید د ۱۸ او ۱۹ درجو ترمنځ وي ځکه که د کوټې هوا له دې زیاته ګرمه شي د پزې او ستوني مخاطي غشا وچېږي او د مکروبونو لپاره د اوسېدو ښه ځای ګرځي. لږ تر لږه په ورځ کې درې ځله خپل لاسونه په ګرمو اوبو او صابون باندې ومینځئ او یا د میکروب ضد درمل وکاروئ. دغه کار باید هغه وخت بیا په سیستماتیک ډول تر سره کړئ، چې کله په بېلا بېلو ناروغیو اخته کسانو ته لاس ورکوئ.
حمیدالله حمیدي د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت کې د کمپیوټر په برخه کې زدکړې کړې دي. اوس د پښتو ژبې په برخه کې د لېسانس په زدکړو بوخت دی. له سپوږمۍ راډیو سره له ۲۰۱۱ کال راهیسې په دنده بوخت دی. د ژوند په بېلابېلو برخو کې یې ښکلې او علمي ژباړې او لیکنې په لومړيتوب ویب سایټ لوستلای شئ.
Your email address will not be published. Required fields are marked *
Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.