انجينير عمران خان هدايت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ په برخه کې د لېسانس په درجه د کابل پوهنتون اړوند د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ انيستېتوت کې زدکړې کړي.
د دريو کالونو لپاره يي په ام ټې ان (MTN) مخابراتي شرکت کې د مشر عملياتې انجينر (Senior Operation Engineer) په توګه او د دوو کالو لپاره يي په ايرکسن (Ericsson) شرکت کې د مخابراتي خدماتو ملاتړی انجينر (Telecom Service Support Engineer) په توګه هم دنده ترلاسه کړيده. همدا شان د يو کال لپاره په روشن (Roshan) مخابراتې شرکت کې د مرکزي جال مشر انجينر (Core Network Senior Engineer) په دنده پاتې شوی دی..
انجينير عمران خان هدايت د مخابراتو په برخه کې يو کتاب د ګرځنده اړيکې (Mobile Communication) تر نامه لاندي ليکلی او یو بل یې د اطلاعاتي اړيکې Data Communication تر سرلیک لاندې یې ژباړلی دی.
همدا شان ښاغلي هدایت د مخابراتي تکنالوژۍ په برخه کې ګڼې علمي لیکنې / ژباړې کړي چې په بېلابېلو پاڼو او مجلو کې خپرې شوي دي.
په لومړيتوب ویب سایټ یې هم کڼې علمي لیکنې لوستلای شئ.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.