ټولونه او زياتونه: رسول اشنا وړاندي شرميدلي نه وي. (عبدالقادرالکوزي) ۲۸ : د بل د اوښکو په ارزښت او درد هله پوهېږې کله چې مو خپلي اوښکې پخپل لستوڼي پاکې کړي. (عزيزګمنام) ۲۹ : اوښکې هغه چاته توي کړه چې ستا د درد احساس کولاۍ شي، د هغه چا سره وخانده چې ستا سره د زړه مينه لري. ۳۰ : دومره خوره چې هضم يې کړي. دورمه لوله چې جذب يې کړې. (بوعلی ابن سينابلخی) ۳۱ : هغه علم بې ګټې دی چې عمل پرې ونه شي. او هغه مال بې ارزښته دی چې پر ښو چارو ونه لګول شي. (حضرت عثمان رضي الله عنه ) ۳۲ : ارزښتناک ځايونه چې کېدای شي ته هلته وجود ولرې؟ ۱(د يوچا په فکر کې ). ۲( د يو چاپه دعا کې ). ۳ ( او د يو چا په زړه کې ). (مسلمه ليله ) ۳۳ : الله پاک مو دې موږ له داسې خلکو څخه وساتي کوم چې د خلکو په منځ کې خپل ګناهونه په پخر سره بيانوي. ۳۴ : يو سړی د خپل د يوه درواغ د پټولو لپاره شل نور درواغونه وايې. (دواني) ۳۵ : د ټولو څخه زيات ښايست حسن اخلاق دي. يعني د اخلاق ښه والي او ښايست. (اسمعي) ۳۶ : خپل صبر هېڅ وخت له لاسه مه ورکوه. ځکه چې غوره عاقبت او پايله وروسته له نېک صبر څخه راځي. ۳۷ : په هر نېک کار کې تنها په الله ج توکل کوه، د الله پاک نصرت به هم ستاسو سره وي. ( عبدالقادر الکوزي) ۳۸ : بې سخاوته انسان د هغې شمعې په شان دی چې رڼا نلري. (محيب الله حقمل ) ۳۹ : موږ بايد هېڅکله خپل او تورو په ژوند کې داسې يو غلط کار او بې ځايه عکس العمل ونکړو چې ټول عمر پښېماني او افسوس وکړو. ۴۰ : يواځې ذخېره شوي لکونه ډالر چاته خوشحالي، سکون او ارامي نشي ورکولائ، خو که چېرې د يو بېوزله او بې وسه انسان په شونډو موسکا پيدا کړي، دا به درته زړه او ذهن کې سکون او خوشالي پيدا کړي. ۴۱ : که څوک دې په درواغو صفت وکړي ځېنې خوشاله کېږي او که څوک دې په رښتيا غيبت وکړي ځېنې خفه کېږي، يعنې د ځان لپاره درواغ مني رښتيا نه. (نورمحمد) ۴۲ : که د خپلې مور په قدر نه پوهېږې د هغو نه پوښتنه وکړۍ چې مور نلري. پوه به مو کړي. ۴۳ : د کور کلي په قدر به هغه وخت پوه شي چې مسافر او بې کوره شې. (افغان دوست) ۴۴ : ښه زړونه لکه سره زر داسې دي هېح زنګ نه نېسي همېشه په يوه رنګ او يو خايست وي. ( نورمحمد) ۴۵ : په خبرو اترو کې نرمي اختيار کړه، ځکه د نرمې لهجې اثر د نرمو الفاظو تر اثر زيات وي. ( محيب الله خقمل ) ۴۶ : پر خپل نظر دومره ټېنګار مه کوئ، چې د جهالت درجې ته مو ورسوي. (محمدناصر) ۴۷ : په ګناه نه پښېمانه کېدل داسې يو مرض دی چې علاج نلري. (ابن عربي)
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته د admin@lomritob.com په پته رالېږل کېږي.
Your email address will not be published. Required fields are marked *
Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.