راټولوونکی: ساحل الکوزی
زده کړه د کار وسیله یا شعوري پرمخیون! زده کړه او تعلیم یوازې د کار او بار سند نه دی، د زده کړې موخه داده، چې د قوم وګړي زیرکتیا او شعور ترلاسه کړي، په وګړو کې شعور پیدا کول د ملت د پرمختګ په لاره کې لومړی ګام دی. یو ملت خپل سفر له همدې زده کړې او تعلیم نه پیلوي او له دې پرته له بله ځایه د ملت سفر نشي پیل کیدای. په قوم کې د پوهې او شعور پیدا کول دا معنا لري، چې د ملت وګړي خپل تېر وخت له موجوده وخت سره پرتله کړي، دوی باید د ژوند ستونزې د مخلوقاتو په تلپاتې نقشه کې وګوري، دوی باید ځان وپېژني، چې دوی به د خدای په دې نړۍ کې هله بریالیتوب ترلاسه کوي، چې خپله اراده د خدای د ارادې سره همغږې کړي. شعور لرونکی انسان یو رښتینی انسان بلل کېدای شي، څوک چې شعور نلري هغه انسان نه دی. شعور لرونکی انسان ددې وړتیا لري، چې د ځان او بل په باره کې سمه رایه ولري، دی په دې پوهيږي، چې دده کوم نظر او رایه بې طرفه ده او کوم یې طرف لرونکی دی، دی په دې پوهیږي، چې کوم کار د یوه شي په غبرګون کې رامنځته شوی دی او کوم مثبت کار دی، دی کولای شي شر له خیره بیل کړي او د حق او باطل په منځ کې به توپير کولای شي، تعلیم انسان ته ذهني سترګې ورکوي، په عادي سترګو انسان ظاهري شیان ویني او د تعلیم د سترګو په برکت انسان کولای شي معنوي شیان وویني. لکه څنګه چې یو بزګر په خپلو هڅو له نیالګي ونه جوړوي، دا راز د پوهنتون کار دادی، چې هغه انسان په فکري لحاظ ددې وړ وګرځوي، چې هغه وکولای شي د ژوند د ودې او پرمخیون سفر مکمل کاندي، د تعلیم په ذریعه کار ترلاسه کول د تعلیم د دویمې درجې ګټه ده، د تعلیم اساسي موخه داده، چې هغه انسان ته د ژوند ساینس ور وښیي او له انسان نه یو رښتینی انسان جوړ کړي.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته د admin@lomritob.com په پته رالېږل کېږي.
Your email address will not be published. Required fields are marked *
Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.