لیکنه: عارفه عمر لور بشیر غواړم په کچکول کې ترنم په ذکات یوسمه څو ښکلي شعرونه په هنر خو راته ووایه عبدالهادي هادي په داسې حال کې چې د پښتنو ادیبانو او شاعرانو تر منځ د پښتو شعر د اړتیا په اړه اندېښنې او پوښتنې رامنځ ته شوي دي اودغو اندېښنو او پوښتنو ښايي زموږ ډير پياوړي شاعران اغیزمن کړي هم وي، دغه وخت کې د پښتو ژبې د پیاوړي شاعر عبدالهادي هادي ( اخ چې لنډې فاصلې وای) شعرې ټولګه د چاپ په ګاڼه وپسولل شوه، یو ښه زیری ، یو په ځای ګام او یوه ښکلۍ ډالۍ، مبارک دې وي. په داسې ګڼو شیبو کې د دغې شعري ټولګې خپرېدا نه یواځې دا چې د پښتو په شعري ادب یوه غوره لورینه او زیاتونه ده، د دې په خوا کې، هغوی ته چې د ښه شعر لیکلو وړتیا لري او له شعر سره د مخه ښې ویلاړ کړی دی، یو غږ دی او یو ځواک بخښل دي او د شعر مینه والو ته هم یو ښه زیری دی چې پښتو شعري بهیر درېدونکی نه دی، لا به په مخ ځي. زه د دې پلوي نه یم چې موږ دې بې شمیره شاعران ولرو، خو د دې پلوي یم چې موږ باېد شاعر ولرو، پرته له شعره د یوې ژبې پرمختګ ناشونی دی، شعر هغه هنر دی چې د موسقۍ هنر پرې تکمیلیږي او ساه اخلي، موږ باېد ښه شعر وپيژنو او چکې ورته وکړو، که موږ ښه شعر وپيژنو اوله غیر هنري او کمزوري شعر نه یې بیل او جوت کړو، د شعر د اړتیا پوښتنه او اندېښنه منځ ته نه راځي، دا شان د بې شمیره شعرونو او شاعرانو د سیلاب مخ به مو هم نیولې وي، شعر په پښتنو کې هغه وینا وال هنر دی چې د پښتو ادبیاتو په ټولو تاریخي پیرونو کې د پښتو ادبیاتو ستن ګڼل کېده او ګڼل کیږي، پښتو شعر زموږ د ټنګ تکور د محفلونو ژوند و، زموږ د غزا د ډګرونو احساسات پارونکی ځواک و، او د دیرو ، جرګو ، مرکو او مجلسونو رنګیني وه، ډیری وايي چې شعر پوهه نه ده، شعر یواځې خپله د شاعر د احساساتو څرګندويي کوي، نورو ته څه نه ورکوي، دا حقیقت دی چې شعر پوهه نه ده، شعر د شاعر د احساستو یو هنري انځور دی، شعر چاته زده کړه نه ورکوي ، دا ځکه چې شعر هنر دی او هیڅ هنر پوهه نه ده، کنه د هنرمند او عالم تر منځ به توپير نه وای، هنر هنر دی، پوهه پوهه ده. هنر د ښکلا پنځونې یو ځواک او وړتیا ده، چې شعر دغه وړتیا په پوره ځواک لري:
له وږمو نه مې پېدا کړې، له څپو نه مې پېدا کړې اخ، د ګل غوندې جانانه، له خوشبو نه مې پېدا کړې
ته سرود د خدای د نظم، ترنم د طبېعت یې د سېندونو له سروده، شنو اوبو نه مې پېدا کړې
بابا اوس مانځه ته ولاړه، مور مې سره تنور ته ناسته د تودې ډوډۍ د وږم، خورېدو نه مې پېدا کړې هادي هادي هنر د خپلو احساساتو د انځورولو په مټ د نورو د احساساتو په مثبت لوري اغیزمنول دي، د شعر په وسیله د نورو د احساساتو په مثبت لوري اغیزمنلو لار ډیره اسانه او لنډه ده:
د ورانېدو خبره مه یادوه! ستا له ښېرا نه، زما کرکه راشي نه چې ريښتیا هم، د چا ورکه راشي!!! خیر دی جانانه! خپله کړې، ښیرا بیرته واخله د تا په شونډو، تاوه شوې، ښېرا بیرته واخله! خدای دې کور مه ورانوه! کور دې اباد اوسیږه! زړګی دې ښاد اوسیږه هادي هادي پورته پوره شعر د خپلو احساساتو د انځورولو په مټ د نورو د احساساتو په مثبت لوري اغیزمنولو یوه غوره بیلګه بللی شوو. هنر د یوه ښکلي پيغام په ښکلي انداز لیږدول دي، شعر د ښکلو پیغاموو په ښکلي انداز د ژر لیږد د نورو هنرونو په پرتله ډيره وړتیا لري:
ډیره موده وشوه، خپل نظر خو راته ووایه یوځلي جانانه، د زړه سر خو راته ووایه
ډیره موده وشوه ، چې د ښې خبرې تږی یم ځان خو راته ووایه، ځیګر خو راته ووایه هنر د لمر د رڼا انځور دی نه په لمر کې د لاوا د تودښې د د درجې برید. هنر پوهان وايي چې هر هنر د هنرمند له عاطفې او احساساتو نه سر چینه اخلي نه د هغه له پوهې او تفکر نه. د اخ چې لنډې فاصلې وای هر شعر او هر بیت د شاعر د احساس یو ښکلی هنري انځور دی، کله چې هره ګولۍ د شاعر د وطن په دیوال او یا یې د هېوادوال په سینه لګېدلې ده، یايې د جانان د مینې تندې کړیکو ته اړ اېستی دی، شاعر د خپلو اغیزمنواو اورنیو احساساتو او پارېدلې عاطفې انځور د هنري شعر په ژبه ښکلی دی.
ملکې وګوره ستا قام قبیله څنګه ښکاري؟ دلته وهلې ابوجهل سکه څنګه ښکاري؟ ستا د حیا هر خبره یې چې ګناه ګڼله اوس یې جومات کې اوښتلې قبله څنګه ښکاري؟
ستا قبیلې ته ستا وطن ته چا رانجه ورکړي زړګی یې وچاوده، فریاد کوي خوزوږ یې نشته راشه اواز یې شه په ستوني کې فریاد وکوه چې وطن ډک دی له ښځمنو نه خو غږ یې نشته
د هادي هادي اخ چې لنډې فاصلې شعري ټولګې شاعري د هادي د تیرې شاعرۍ په شان ساده او روانه ده، شاعر له پېچلو مفاهیمو او تشبه ګانو څخه ډډه کړې ده، همدا یې د پردېسۍ د مهال د شاعرۍ غوره ځانګړنه ده. په ټوله ټولګه کې یې د جلا وطنۍ درد ډير جوت دی، هادی که له هېواده لرې دی خو ځان یې له هېواده بیل کړی نه دی، د هېواد په هر درد زورېدلی دی. زه نه غواړم دا ووایم چې د هادي هادي شاعري له تیر نه څومره بدلون کړی دی، خو غواړم دا ووایم چې د هادي په شاعرۍ په پردیسۍ کې ژوند، لوړو ژورو، نوي چاپير چم او د غرب نویو ادبیاتو د اغیز څرک نه ښکاري. دغه ستونزه ښايي یواځې په ښاغلي هادي پورې تړلې پاتې نه وي، دا ځکه چې زموږ په مسافرۍ کې د ډيرو شاعرونو شعرونه د نویو ښکارندو له اغیز نه پاک ښکاري، چې زما په اند دا به ښه نه وي، که زموږ مسافر شاعران د نورې نړۍ له شعري ادبیاتو سره بلد تیا پېدا کړي، ویې لولي اوښېګڼې یې پښتو شعر ته په ښکلي هنري انداز راولیږدوي، نه یواځې دا چې د دوی هنري پنځونۍ به له تکرار حالت نه ژغورل شوې وي، بلکه د پښتو شعري ادب د ودې په برخه کې به د دوی یوه ښه لاسته راوړنه وي. زه بیا هم د اخ چې لنډې فاصلې وای شعري ټولګه په پښتو اوسني شعري بهیر یوه غوره لورینه بولم.
Your email address will not be published. Required fields are marked *
Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.