(آدولف هلټر) د نازي جرمني دیکتاتور آدولف هټلر د مبارزې کرونولوژیک داستان دی. په دې کتاب کې د هټلر له کورني ژوند نیولې تر سیاسي مبارزې او ځان وژنې ټولې پېښې را اخیستل شوې دي. (آدولف هټلر) نه یوازې چې د یوه «دیکتاتور» د ژوند کیسه درته کوي، بلکې د نازي جرمني د ویاړ او ذلت له ورځو مو هم خبروي. له یهودانو سره د هټلر د تبعیضي چلند لامل او د یهودانو د نسل وژنې مستندې پېښې؛ ټولې ددې کتاب محتوا جوړوي. په جرمني او انګلیسي ژبو له ډېرو پلورل کېدونکو کتابونو بلل کېږي، چې (پښتو ژبې) ته حزب الله اتل راژباړلی دی او اکسوس کتاب پلورنځي خپور کړی دی .مینوال کولای شي دغه کتاب په مناسبه بیه له یاد کتاب پلورنځی څخه تر لاسه کړي .
حمیدالله حمیدي د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت کې د کمپیوټر په برخه کې زدکړې کړې دي. اوس د پښتو ژبې په برخه کې د لېسانس په زدکړو بوخت دی. له سپوږمۍ راډیو سره له ۲۰۱۱ کال راهیسې په دنده بوخت دی. د ژوند په بېلابېلو برخو کې یې ښکلې او علمي ژباړې او لیکنې په لومړيتوب ویب سایټ لوستلای شئ.
Your email address will not be published. Required fields are marked *
Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.