لیکنه: ریچارد ټمپلر
ژباړه : ذبیح الله رحیمزی
د مدریت نهه څلوېښتم قانون:
((هېڅ دليل نشته، چې له دې حقيقت څخه سترګې پټې کړئ، چې ځينې وګړي يو بل پېژني او له دې پېژندنې او اړيکو د خپل کار د پراختيا په برخه کې ګټه پورته کوي.)) ابی تل په یاد لرئ، چې په کار او سوداګرۍ کې ځانګړي وګړي وپېژنئ. داسې وګړي شته، چې د کار په سیمه کې د هغوی شتون ګټور وي. نو په همدې اساس باید له هغوی سره واوسئ او دا اوسېدل ادب، نزاکت او ارامتیا ته اړتیا لري. په تېر کې مې له یو مدیر سره کار کاوه، چې تل یې یو تن خپل څنګ کې له ځان سره لري. او دا هغه تن و، چې د کار کوونکو سره په اړیکه کې وه او د دې اړتیا نه وه، چې رئیس دا کارونه ترسره کړي. موږ ټولو هغه په مستعار نوم یاداوه، هغو کسانو چې هغه له رئيس سره ډېر نېږدې و. ما یو ځل هغه په اصلي نوم، چې رئیس هم په دې نوم یاداوه غږ کړ، هغه ماته په قهر راوکاته؛ خو رئيس فکر وکړ، چې زه هم د هغوی ډلې یا کړۍ ته ننوتی یم او ځينې ځینې کارونه به یې ماته سپارل، چې زما له کارونو پورته و. رئيس فکر کاوه، هغه سړي زه منلی یم او هغه سړي بیا فکر کاوه، چې رئيس زه منلی یم او ما له دې حالته ګټه پورته کوله. ډېری وګړي، فکر کوي چې: ۱. یا د کار پخوانی سيستم له منځه تللی. ۲. یا هم تراوسه له منځه نه دی تللې او باید چې شتون ولري. ۳. یا هم له منځه تللی او باید نوې تګلاره د هغه ځای ونیسي. ۴. یا هم د وګړو هوښیارتیا بسنه کوي او تل له ځانه ښودنه کوي. شاید ځينې د پورته ټکو درست وي، خو د کار پخوانی سيستم به هېڅ کله له منځه ولاړ نشي، ځکه هغوی چې د دې تګلارې او چلند سره اشنا دی، تراوسه په کار بوخت دي او هغه ځای اداره کوي. شاید دا ځای ښوونځی ونه اوسي، کېداى شي یو استوګن ځای یا هم یوه خیریه موسسه او ان پوهنتون، کورنۍ یا هم پخواني ځایونه، پخواني دوستان او داسې نور… . هغه کسان، چې د دې سيستم سره بلدتیا لري، غواړي هغه وګړي پر ځان راټول کړي، چې د دې سيستم سره اشنا وي: له هغوی سره صمیمي او ملګري واوسئ، کېداى شي یو له هغوی څخه په یوه برخه کې معلومات او پوهه ولري.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته د admin@lomritob.com په پته رالېږل کېږي.
Your email address will not be published. Required fields are marked *
Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.