لیکنه: مقتصد ستړی
نیمه شپه ده، یو بل لاس نه معلومېږي په څراغ پسي تپېږم اورلګیت هم ورک دی؛ په ذهن کښې مي تیاره ده، د فکر خونه مي کړکۍ نه لري ور یي ځنځېر دی، سپوږمۍ د پینځو شپو ده د رڼا تمه نه ورته کېږي؛ زړه نا زړه په یو ګیلاس اوبو پسې ولاړېږم تر څو وچ ستونی مي لوند سي، نه پوهېږم د چا وروستۍ تنده به څومره وي. د شېبو په شمار مي د اعتبار تسبې سولېدلي دي، اوس یي په ګوتو کښې نه اړوم، یاد ته مي نه راځي کومه ورځ وه چې د تسبو په شمار مي پیل کړی، خلک مي د ینداره بولي خبر نه دې دچا راکړې وعدې شمېرم؛ د ستورو شمار مي دید کمزوری کړی اوس دې په یاد پسې د عینکو تر شا ګورم په خیال کښې مي لکه دوړه داسې تېره سوې. فکر نه کوم دا خلک له ما وروسته ستا قدر وکړي پر ما دې ناز دی، یا که په دوئ دې ناز هم وي دڅراغ تر را پیداکولو دې د سپین مخ په ننداره دي که څراغ بل سي سترګي په بله خوا اړوي دا دحسن غله دې چې د ګریوانه تر خلاصه تڼۍ د سپینو شیدو په سیند کښې سترګي رغړوي . زړه مي ستا د نرمي غېږ خوب ته سوی، له پرون راهیسې مي روح ته د تلو زارۍ کوم نه ځي، پلمې کوي کله وخت، کله ژوند او کله … راته بهانه کړي، روح مي تر راتلونکي پسرلي پورې غواړي زما د وجود دننه ووسي وایي: تر تلو مي دا ځای ښه دی هر پسرلی یي د و جود خوشبویي له ځانه سره راوړي او په طبیعت یي وېشي، په حس کولو یي تازه یم . نن دې بیا د توربخن کمیس لمن نیولي په پټو سترګو د مکرجنې پیغلې په پله روان یې، که داسې په پټو سترګو لمن نیولی تلې یوه ورځ نه لا یوه ورځ به دې څوک د رڼو اوبو له ډنډ څخه تږی تېر او دخړو اوبو غاړې ته ودروي. په اوس وخت کښې خلک دومره ګړندي دې د غلا لپاره د تورې شپې انتظار نه باسي، په رډه ګنډۍ ورځ هغه کارونه کوي چې پخوا به غلو په تیاره ماښام او چوپه چوپتیا کښې هم سر ته نه سوی رسولی . پام په کار دی د ګلونو په ډنډر کښې هم اغزي سته نرۍ ګوتو ته خولې اچوي او ویني کوي یي، هر ړوند عینکي نه اچوي ځینې په ړندو سترګو هم بل ته ګړنګ ګوري، اکثر وخت داسې سړی د کړنګ خواته روان کړم که پښه نیولی نه سو پوه سم ړوند دی او سمې لار ته یي راوګرځوم.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
Your email address will not be published. Required fields are marked *
Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.