ژباړه: قاسم امیري داسې ورځ راتلونکې ده چې د روغتون په کټ زما وجود په سپینه ملحفه کې پوښل شوي وي، تر څنګ به مې ډېر داسې کسان تېرېږي را تېرېږي چې د نورو د ژوند یا مړینې په اړه ستړي او لالهانده وي. هغه شېبه راتلونکې ده چې ډاکټر ووایي: ” له بده مرغه چې نور یې مغز له کاره لوېدلی.” هو دا هغه شېبه ده چې د زرګونو ویل شویو او ناویل شویو لاملونو له کبله نور زما ژوند پای ته رسېدلی. پدې ورځ د مصنوعي سامان آلاتو یا ابزارو پذریعه ماته د بیا ساه راکولو هېڅ هڅه ونه کړئ. په بستر کې پروت انشټین ته د مړي نوم مه ورکوئ بلکې اجازه راکړئ انشټین بیا هم ژوندی وبولم، پرېږدئ چې د انشټین وجود له نورو سره مرسته وکړي تر څو خپل ژوند ته ادامه ورکړي. سترګې مې داسې کس ته ډالۍ کړئ چې تر اوسه یې د لمر راختل، د نوي زېږېدلي ماشوم څېره او د ښځې په سترګو کې د مینې شکوه نه وي لیدلې. زړه مې داسې یو کس ته ډالۍ کړئ چې تر اوسه له خپل زړه څخه د پرلپسې رنځ او کړاو څخه پرته بله خاطره نه لري. وینه مې داسې ځوان ته ډالۍ کړئ چې تازه یې جسد د موټر له ټکر څخه را ایستل شوی او یو څاڅکی وینه یې بیرته ساه ورکولی شي. پوښتورګي مې داسې انسان ته ډالۍ کړئ چې ژوند یې له داسې مصنوعي ماشین سره تړلئ چې باید هره اونۍ یې وینه تصفیه او فلتر کړي. هډوکي، عضلې، سلولونه او کوچني عصبونه مې را څخه بېل او داسې لاره ومومئ چې د شل (فلج) ماشوم په پښو پورې وتړل شي، تر څو په پښو ودریږي. د مغز ټولې برخې مې را وسپړئ، مغزي سلولونه مې را څخه بېل او پرېږدئ چې د هغو پذریعه ګونګۍ ځوان خپله چیغه وباسي او په غوږونو کڼه نجلۍ د باران ځاڅکو په ښیښه لګېدونکي زمزمه واوري. کوم څېزونه چې له ما پاتې کیږي؛ ټول وسوځوئ او ایرې یې باد ته وسپارئ تر څو د ګلونو د غوړاوي سبب شي. که مې د وجود کومه برخه د چا په کار نه وه؛ په ځمکه کې یې ښخه کړئ، پرېږدئ چې زما ګناهونه، کمزورتیاوې، نیمګړتیاوې او د نورو په وړاندې کرکه له ما سره یو ځای خاورې شي. زما ګناهونه شیطان او روح مې پروردګار ته وسپارئ، که مو زړه غوښتل کله کله مې یاد کړئ. که مو پورتنۍ چارې سرته ورسولې؛ انشټین به تل تر تله ژوندي وي.
انجنیر قاسم امیري په سېول انجنیرۍ کې لوړې زدکړې کړي او په دې برخه کې کار کوي. د خپل مسلکي کار تر څنګ د ژوند بریالیتوب، د ستورو او کائنیاتو په اړه په بېلابېلو برخو کې ښکلې ژباړې کوي چې تاسې یې دې ځای کې، ده ته په ځانګړې شوې پاڼه کې ټولې لوستلای شئ.
Your email address will not be published. Required fields are marked *
Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.