ژباړه: قاسم امیری پۀ دویمه نړیواله جګړه کې کله چې د متحدینو ګډ پوځ (آلمان، ایټالیا، جاپان) فرانسه چې د متفقینو (انګلستان، فرانسه، امریکا، روس) برخه ګڼل کېده تر خپلې ولکې لاندې راوسته؛ د پاریس ښار په (فونټن بلو) ماڼۍکې دري اړخیزه سري (پټه) ناسته جوړه شوه چې د انګلستان لخوا پکې چرچیل، د آلمان لخوا پکې هېټلر او د ایټالیا لخوا پکې موسولیني ګډون درلود. پدې ناسته کې هیټلر چرچیل ته پۀ خطاب کې وویل: اوس چې د جګړې پایله کابو څرګنده دۀ او د اروپا تر ټولو ستر ځواک، ضمناً د انګلستان تر ټولو ښه ملګری او مټ (فرانسه) ماته شوه؛ نو پکار دۀ چې انګلستان د عام وژنې څخه د مخنیوي پخاطر د خپلې ماتې او نازیانو ته د تسليمیدو هوکړه لیک لاسلیک کړي، تر څو جګړه ختمه او سوله راشي. چرچيل هیټلر ته پۀ ځواب کې وویل: له بده مرغه چې داسې هوکړه لیک تر اوسه نشم لاسلیکولی؛ ځکه چې تر اوسه انګلستان نه یواځې ماته نۀ دۀ خوړلې بلکه د آلمان په وړاندې په بشپړ ځواک سره جنګیږي. هېټلر او موسولیني د چرچیل لدې غبرګون څخه پۀ غوسه شول خو چرچیل دوی بیا هم خونسردی ته راوبلل. چرچیل پر دوی غږ وکړ: تاسو مۀ پۀ غوسه کیږئ. انګریزان پۀ شرط تړلو ډیر باورمند دي، آیا حاضر یاست د دې قضیې د حل لپاره یو بل سره شرط وتړو؟ هر چا چې شرط وګاټه، مقابل اړخ یې باید ورسره ومني او د شرط ګټونکی به د جګړې ګټونکي وي. هیټلر او موسولیني دواړو شرط تړلو ته په لیوالتیا سره غاړه کېښوده. پدې وخت کې دوی دری واړه د یو ستر ډنډ (حوض) په غاړه ناست وو چې چرچیل هیټلر او موسولیني ته پۀ خطاب کې وویل: هاغه په اوبو کې لوی کب (ماهی) وینئ؟ که هر چا هغه کب ونیو؛ د جګړې ګټونکی دی. هیټلر سمدلاسه د ملا څخه چانټه راخلاصه کړه او د ټوپک شاجور یې بدل کړ، پۀ پرلپسې توګه یې د کب ویشتل پۀ نښه کول، خو ونۀ توانید چې کب وولي بلکې ستړی ستومانه راستون شو. چرچیل دا ځل موسولیني ته ورغږ کړل: اوس نو ستا نوبت دی، هغه کب ونیسۀ! موسولیني د هیټلر ناکامې هڅې ته پۀ کتو خپل کمیس وه ایست او ځان یې اوبو ته ور واچاوه. موسولیني د ډیرو هڅو سره سره پداسې حال کې چې له ډیرې ستړیا یې ساه بنده، بنده کېده؛ بیرته راوخوت او خپل عجز یې په تش لاس راستنېدو سره څرګند کړ. اوس نو د چرچيل نوبت راورسید، چرچیل خپله څوکۍ لږ نور هم د ډنډ څنډې ته ورنږدې کړه. پداسې حال کې چې د سګرټ لوګی یې په خورا غرور د هېټلر او موسولیني خواته ور پو کاوه، د اوبو ګیلاس یې راواخیست او د ډنډ اوبه یې ګیلاس ګیلاس له ډنډ څخه د باندې تشولې. هېټلر او موسولیني چې له ډیرې غوسې سره او شنه کېدل، ورغږ کړل: آیا ته په مونږ ملنډې وهې، آیا مونږ د کب نیول شرط نه وو ایښئ؟ چرچیل له قهقه خندا څخه وروسته مخ ور واړوه: زه د دښمن په ګنډو کولو او ماتولو ته هغومره بیړه نلرم لکه تاسو چې وښوده. زه خپله لاره او طریقه په خورا ډاډ او احتیاط تعقیبوم. کله چې د ډنډ اوبه وچیږي، کب هیڅ د تېښتې لار نه لري بلکې له هر راز زیان پرته زما لاس ته راځي. که څه هم دا کار وخت نیسي؛ اما بری پکې یقیني دی او دا د چرچیل سیاست دی!
انجنیر قاسم امیري په سېول انجنیرۍ کې لوړې زدکړې کړي او په دې برخه کې کار کوي. د خپل مسلکي کار تر څنګ د ژوند بریالیتوب، د ستورو او کائنیاتو په اړه په بېلابېلو برخو کې ښکلې ژباړې کوي چې تاسې یې دې ځای کې، ده ته په ځانګړې شوې پاڼه کې ټولې لوستلای شئ.
Your email address will not be published. Required fields are marked *
Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.