بِئْسَمَا اشْتَرَوْا بِهِۦٓ أَنفُسَهُمْ أَن يَكْفُرُوا بِمَآ أَنزَلَ اللَّهُ بَغْيًا أَن يُنَزِّلَ اللَّهُ مِن فَضْلِهِۦ عَلٰى مَن يَشَآءُ مِنْ عِبَادِهِۦ ۖ فَبَآءُو بِغَضَبٍ عَلٰى غَضَبٍ ۚ وَلِلْكٰفِرِينَ عَذَابٌ مُّهِينٌ{٩٠}
ډير بد دي هغه څه چې هغوي پرې خپل ځانونه پلورلي دي، او هغه داچې هغوي دکينې لامله چې الله جل جلاله يې دخپلې مهربانۍ له مخې، په خپلو بندګانو نازلوي، هغوي پرې کافران کيږي، نو له همدې کبله ديوه غضب له پاسه پر بل غضب اخته شول، او دکافرانو لپاره سپکوونکی عذاب دی.
وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ ءَامِنُوا بِمَآ أَنزَلَ اللَّهُ قَالُوا نُؤْمِنُ بِمَآ أُنزِلَ عَلَيْنَا وَيَكْفُرُونَ بِمَا وَرَآءَهُۥ وَهُوَ الْحَقُّ مُصَدِّقًا لِّمَا مَعَهُمْ ۗ قُلْ فَلِمَ تَقْتُلُونَ أَنۢبِيَآءَ اللَّهِ مِن قَبْلُ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ{۹۱}
او کله چې بني اسرئيلو ته ووئيل شو چې پرهغې څه ايمان راوړی چې الله جل جلاله نازل کړي، هغوي ووئېل موږ پرهغې څه باندې ايمان راوړو چې پر موږ نازل شوي، خو هغه څه نه مني چې پر هغوي نه دي نازل شوي، پداسې حال کې چې هغه حق دي او هغه څه تائيدوي چې د هغوي سره دي، که هغوي په خپله وينا کې ريښتوني وي نو ورته ووايه، ولې لا د واړندې دالله جل جلاله پيغمبران چې بني اسرائيل دي وژنئ، که چېرته تاسې مؤمنان يئ.
وَلَقَدْ جَآءَكُم مُّوسٰى بِالْبَيِّنٰتِ ثُمَّ اتَّخَذْتُمُ الْعِجْلَ مِنۢ بَعْدِهِۦ وَأَنتُمْ ظٰلِمُونَ{٩٢}
پرته له شکه موسی عليه السلام تاسې ته دڅرګندو نښو سره راغلی و، خو تاسې داسې تېری کوونکي يئ، چې د هغه له تګ وروسته مو خوسی په خدايئ سره ونيوه.
وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثٰقَكُمْ وَرَفَعْنَا فَوْقَكُمُ الطُّورَ خُذُوا مَآ ءَاتَيْنٰكُم بِقُوَّةٍ وَاسْمَعُوا ۖ قَالُوا سَمِعْنَا وَعَصَيْنَا وَأُشْرِبُوا فِى قُلُوبِهِمُ الْعِجْلَ بِكُفْرِهِمْ ۚ قُلْ بِئْسَمَا يَأْمُرُكُم بِهِۦٓ إِيمٰنُكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ{٩٣}
او کله چې موږ دطور غر ستاسې پر سر راپورته، او کلکه ژمنه مو درنه واخېسته چې منګولې ولګوئ پر هغې څه چې موږ تاسې ته درکړي او غوږ ورته ونيسئ، هغوي ووئېل موږ واوريدل خو منو يې نه، دا ځکه چې دکفر له کبله دهغوي زړونو کې دخوسي مينې ځای نيولی و، نو ورته ووايه ای محمده! که چيرته تاسې مؤمنان يئ، ډير بد دي هغه څه چې ستاسې ايمان پرې تاسې ته امرکوي.
لیکوال، شاعر او قضاوتمند عنایت الله حافظ په ۱۳۶۳ لمریز کال زیږیدلی دی. په ۱۳۸۵ لمریزکال د شرعیاتوپوهنځۍ فقه اوقانون له څانګې نه په لومړۍ درجه لیسانس او په ۱۳۹۴ لمریزکال د همدې څانګې نه پوهنلیک (ماسټري) ترلاسه کړه. عنایت الله خان د شیخ ذاهد، سیدجمال الدین افغان او ځینوخصوصي پوهنتونوکې د استاد په صفت پاتې شوی.
Your email address will not be published. Required fields are marked *
Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.