ژباړه: قاسم امیري په نړیوالو فضایي څیړنځایونو کې نن سبا تر بل هر وخت د بن نو Bennu 101955 آسماني ډبرې (میټورایټ) په اړه ډېر بحث کېږي. اټکل کېږي چې ۵۰۰ متره قطر لرونکې آسماني ډبره به په ۲۱۳۵ زیږدیز کال کې د ځمکې او سپوږمۍ تر منځ تېریږي. څېړونکو اندیښنه ښودلې چې کېدای شي Bennu نومې آسماني ډبره د ځمکې او سپوږمۍ تر منځ واټن کې د تېرېدو پر مهال د ځمکې د جاذبې تر اغیز لاندې راشي او پخپل حرکي مسیر کې د ناڅاپي بدلون سره له ځمکې سره ټکر وکړي.
بن نو نومې سیاره له ځمکې څخه د عادي ټلسکوپ او کله کله د غیر مسلح سترګو په ذریعه د لیدو وړ ده ځکه چې هر شپږ کال وروسته د ځمکې له مدار څخه تېریږي. اما په راتلونکي کابو یوه نیمه پېړۍ کې د بن نومي ډبرې احتمالي ټکر له ځمکې سره څېړونکي ډېر اندیښمن کړي. د امریکا د فضایي څېړنو ادارې د اټکل له مخې د Bennu نومې میټورایټ د ټکر شدت له ځمکې سره به د هیروشیما اټمی بم له شدت څخه ۲۰۰ برابره زیات وي.
دا آسماني ډبره د آپولو اجرامو له ډلې ګڼل کیږي چې د (لینییر) LINEAR پروژې د ماموریت په ترڅ کې د ۱۹۹۹ زیږدیز کال د سپټمبر په ۹ مه کشف شوه. د (بن نو) آسماني ډبرې نوم د هغو سیارو او ستورو په لړ کې دی چې په بالقوه ډول د ځمکې لپاره تهدید جوړولی شي. د ناسا لخوا په خپور شوي Century Risk نوملړ کې د Bennu نوم په درېیمه ګڼه کې راځي. ناسا به په راتلونکې میاشت کې د (اُسیریس – رکس) ماموریت په ترڅ کې همدې ډبرې ته یو فضایي راکټ واستوي تر څو تر ۲۰۲۳ کال د نوموړې له ګواښ څخه ډکې ډبرې په اړه اړوند څېړنې پای ته ورسوي.
ځینو څېړونکو د Bennu په اړه له اندیښو ډکې څرګندونې کړې، دوی په راتلونکي ۲۱۷۵ زیږدیز کال کې نوموړې میټورایټ د ځمکې له منځه وړونکې بللې! له بلې خوا د آلماني فزیک پوهانو یوې ډلې له یو لړ څیړنو وروسته څرګنده کړې چې د دې احتمال چې Bennu نومې ډبره د ځمکې د جاذبې تر اغیز لاندې راشي او پدې ترتیب له ځمکې سره ټکر وکړي؛ لږ او ناڅیزه بریښي. نجومي څیړونکي د Bennu حرکت په مداوم ډول څاري تر څو د ناببره احتمالي ګواښونو یا په حرکي مسیر کې د ممکنه تغیر په وړاندې له مخکې محافظتي مخنیوي ته اړوند تدابیر ونیسي. د (اسیریس-رکس) ماموریت یوه مهمه دنده همدا ده چې د دې خطرناکې آسماني ډبرې د جوړښت او ممکنه راتلونکي ګواښونو په اړه په جدیت او دقت تحقیق وکړي.
انجنیر قاسم امیري په سېول انجنیرۍ کې لوړې زدکړې کړي او په دې برخه کې کار کوي. د خپل مسلکي کار تر څنګ د ژوند بریالیتوب، د ستورو او کائنیاتو په اړه په بېلابېلو برخو کې ښکلې ژباړې کوي چې تاسې یې دې ځای کې، ده ته په ځانګړې شوې پاڼه کې ټولې لوستلای شئ.
Your email address will not be published. Required fields are marked *
Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.