A person selects and marks in the top box of a series.
لیکنه: ریچارد ټمپلر
ژباړه: ذبیح الله رحیمزی
د مدریت اته څلوېښتم قانون: ((موږ يې غواړو، ځکه ورته اړتيا لرو، نو بايد چې ارزښتمن وي!)) ګالوم ګالوم د لومړیتوب ورکونې په ارزښت پوهېده او هغه پوهېده، چې څه غواړي. ما یو وخت د یو مدیر سره کار کاوه، چې د دې پوښتنې:«موږ د چا لپاره کار کوو؟» ته خوښمن و او خوښېده یې. که مو هغه ته ویلى، د خپل ځان لپاره نو سر به یې پورته کاوه. که مو چېرې ویلی؛ د رئيس مرستیال ته بیا به یې هم سر پورته کاوه، هر څه همداسې. یواځې هغه پوښتنه چې هغه به خوښوله دا وه، چې به مو ویل؛ شریکیانو ته. هغه یواځې زموږ کار ګټور باله او نور هر څه د هغه له نظره وخت ځایه کوونکې او بې ځایه وه. نو تاسې هم بې ګټې شیان له منځه یوسئ. دا مهمه نه ده، چې نور څه وايي؛ یواځې یو دلیل د کار کولو لپاره وجود لري هغه، پیسې، یو څه لاسته راوړل او ګټه ده. نو د همدې لپاره خپله موضوع معلومه کړئ. موخه مو روښانه کړئ او له خپل ځان سره د حساب کتاب د روښانتیا لپاره هڅه وکړئ. وګورئ هغه څه چې تاسې یې سرته رسوئ ستاسې لپاره تر شا ګټه لري، که نه؟ که چېرې لري خپل کار ته مو ادامه ورکړه او که نه وي، ويې دروئ. کله چې ټول مسايل روښانه شو، هر څه به معلوم شي. که چېرې د کار کولو لپاره پیسې نه وي کار به هم رامنځته نشي او کله چې کار نه وي کسب منځ ته نشي راتلی. چې کسب نه وي ګټه لاسته نشي راتلی دلته چې ګټه لاسته رانشي، نه به موټر وي، نه به د مېز په سر غذا او نه به تفرېح کول وي. ((چې پيسې نه وي، کار نشته، چې کار نه وي، کسب نه رامنځته کېږي.)) ډاډه یم، که چېرې تاسې کېنئ او ټول کارونه چې تا ترسره کړي، ورته پام وکړئ، ګورئ به چې تر ډېره یې بې ځایه دي؛ نو د لومړیتوب ورکولو وخت دی. هر څه هېر کړئ او د یو څه د لاسته راوړلو په هڅه کې شئ. او دا هغه څه دي، چې یو ښه مدیر ستاسې په ډول له نورو سره توپیر پیدا کوي. موخو، ځانګړو تګلارو ته پاملرنه او د ځان وقف کول هغې ته د رسېدو لپاره هغه څه دي چې تاسې به له نورو سره بېل کړي.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته د admin@lomritob.com په پته رالېږل کېږي.
Your email address will not be published. Required fields are marked *
Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.