لیکنه: انجينر عمران هدايت د چارو پوهان په اند: “د يو غښتلي دولت د جوړيدا لپاره د پنځو اصلو يا فکتورونو پياوړتيا اړينه ده. سياسي، اقتصادي، نظامي، خدماتي او نفوس” ددی فکتورونو د لا ښه پوهاووی لپاره هر فکتور د لاس له ګوتو سره تشبې کوی. لکه څرنګه چې د يو شي يا جنس په ټينګولو کې د لاس هره ګوته يو ځانګړی رول درلودلای شي. همدارنګه د دولت هر فکتور په جلا ډول د غښتلی دولت په پياوړتيا کي خپل اهميت لري. او که دا ټول فکتورونه سره پياوړی کړل شي نو په هماغه ډول به مو د ملی قدرت لاس غښتلی او د دښمن په راټينګولو کي به بريالي شو. خو د مخابرات ( ډيجيتلي اړيکي) پدې ټولو فکتورنو کې په خپل وار خورا مهم رول درلودلی شي. نو په همدی اساس د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجې وزارت د يادو فکتورونو لپاره د غښتلتيا ستن ګڼل کيداي شي. ځکه چې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجې وزارت د : مالي وزارت په شان يو عايداتې وزارت دی. د عامې روغتيا، ټولګټو، ښارجوړونې او پوهنې وزارت په شان يو خدماتي وزارت دی. دفاعي او امنېتې وزارتو په شان د هيواد وګړو لپاره د امنېت او مصونېت جوړونکی وزارت دی. بهرنېو چارو وزارت په شان د کره، دقيق او پروخت معلوماتو په اساس ښه سياست جوړونکی وزارت دي. لنډه داچې د مخابراتو او معلوماتې تکنالوجې وزارت د هيواد د ملا تير حيثيت دی. او مخابرات (ډيجيتلي اړيکې) د هر هيوادوال تر ټولو اساسي اړتيا ګڼل کيږي. نو که مخابرات پياوړي شي، نو خلک د دولت سره يوځای ملي قدرت رامنځ ته کولای شي. او هيواد به پياوړی شي.
آباد، سرلوړي او سوله ايز لوی افغانستان په هيله انجينر عمران هدايت
وږی ۱۳۹۵ سپتمبر 2016
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
Your email address will not be published. Required fields are marked *
Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.