لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ دوکتور محمد اکرم حسن له ۱۳۴۶ څخه تر ۱۳۴۷ کال پورې د پوهنې د وزارت د وزیر په توګه دنده اجرا کړې ده. دوکتور محمد اکرم د محمد حسن دلبر زوی دی چې د ۱۲۹۵ کال د مرغومې په ۲۵ مه نېټه په کابل ښار کې زیږېدلی دی. ښاغلي دوکتور محمد اکرم حسن خپلې لومړنۍ او ثانوي زده کړې د کابل د استقلال په لېسه کې سر ته رسولې او په ۱۳۱۷ کال د لوړو زده کړو لپاره فرانسې ته تللی دی. نوموړي په فرانسه کې د تاریخ او جغرافیې په څانګه کې د نارملزتولوس له تعلیمي موسسې څخه په ۱۳۲۱ کال کې د لېسانس دېپلوم په لاس راوړی او په ۱۳۲۶ کال یې له یادې موسسې څخه دوکتورا لاسته راوړه. کله چې ښاغلي دوکتور محمد اکرم په فرانسه کې خپلې لوړې زده کړې بشپړې کړې او د دوکتورا د سند په لاسته راوړلو بریالی شو نو بېرته خپل هېواد ته راستون او لاندې دندې یې سر ته رسولې دي: له ۱۳۲۷ څخه تر ۱۳۲۸ هجري لمریز کال پورې د کابل د دارالمعلمین رییس وو. له ۱۳۲۸ څخه تر ۱۳۴۰ کال پورې د پوهنې وزارت د منځنیو زده کړو د څانګې رییس وو. په ۱۳۴۱ کال کې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي رییس وو. له ۱۳۴۱ څخه تر ۱۳۴۲ کال پورې په مسکو کې د افغانستان کلتوري آتشه وو. له ۱۳۴۲ څخه تر ۱۳۴۳ کال پورې په میونیخ کې د اروپا لپاره د افغانستان د کلتوري چارو د څانګې مشر وو. له ۱۳۴۳ څخه تر ۱۳۴۶ کال پورې د پوهنې وزارت معین وو. له ۱۳۴۶ څخه تر ۱۳۴۸ کال پورې کابل والي وو. په ۱۳۴۸ کال کې د افغانستان د پوهنې د وزیر په توګه انتخاب شو. له ۱۳۴۹ څخه تر ۱۳۵۰ کال پورې د صدارت په دفتر کې سلاکار وو. له ۱۳۵۱ څخه تر ۱۳۵۲ کال پورې د بهرنیو چارو د وزارت د کتلوري چارو د څانګې رییس وو. په ۱۳۵۲ کال کې د مصر په پلازمېنه قاهره کې د افغانستان لوی سفیر وو. له ۱۳۵۲ څخه تر ۱۳۵۳ کال پورې د پوهنې د وزارت سلاکار وو. له ۱۳۵۴ څخه تر ۱۳۵۷ کال پورې په پاریس کې د افغانستان لوی سفیر وو. نوموړی په ۱۳۵۸ کال کې په مادرید کې د افغانستان لوی سفیر وو او په یونسکو کې د افغانستان د دایمي غړیتوب د پلاوي رییس وو. ښاغلی دوکتور محمد اکرم حسن د څو کتابونو او مقالو د لیکلو ویاړ هم لري چې د پوهنې او اقتصاد په برخه کې وې او په کورنیو او بهرنیو مطبوعاتو کې خپرې شوې دي.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته د admin@lomritob.com په پته رالېږل کېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.