لیکنه: فضل ربي شینواری لسیزو جګړو په هېواد کې د نښتو له دواړو خواوو قربانۍ اخیستې دي؛ خو پوښتنه دلته ده چې آیا د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي ګوند جنګالي چې په تېرو څوارلسو کلونو کې د حکومت او په تېره بیا د بهرنیو پوځیانو پر وړاندې جنګېدلي دي، له حکومت سره یوځای شي او کنه؟ د ملي یووالي حکومت د افغان ولسونو د سولې د هیلې د بشپړېدو هغه نه خلاصېدونکې غوټه خلاصه کړه، چې کلونو کېدل د هېواد خلک ورته په تمه وو، سوله! اوس چې ښاغلي حکمتیار له افغان دولت سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه او دغه چاره په هېواد دننه او بهر د ګڼو افغانانو او د اسلامي حزب د غړو له تود هرکلي سره مخ شوه. د اسلامي حزب هغه جګړه ییزې ټلوالې چې د هېواد په نږدې پنځلسو ولایتونو کې پراخ فعالیت لري او نفوذ یې هم ډېر دی، له دولت سره د خپل مشر له یوځای کېدو سره یې نسبي رضایت څرګند کړی. ځکه د اسلامي حزب ډېری هغه غړو چې په تېرو څوارلسو کلونو کې د افغان حکومت پر وړاندې جګړه کوله، دوی خپلې جګړې ته څو ځانګړي دلایل وړاندې کول چې خپله حکمتیار هم په اوسنیو او پخوانیو څرګندونو کې پرې ټینګار کړی دی. ۱ـ په افغانستان د بهرنیو ځواکونو یرغل وو. ۲ـ د بهرنیو ځواکونو لخوا خپلسري عملیات. ۳ـ د ملکي وګړو په کورنو د نړیوالو ځواکونو چاپې وهل او د هغوی ربړول. ۴ـ هم د هېواد په کورنیو چارو کې د ګاونډیو هېوادونو لاس وهنه. د ۲۰۱۴ زېږدیز کال په وروستیو میاشتو کې چې کله بهرنیو پوځیانو له هېواده د وتلو پرېکړه وکړه، نو ورسر جوخت بیا د ملي یووالي حکومت په خپلو چارو پیل وکړ، چې دې حکومت هم خپل ټول لومړیتویب د سولې بهیر ته ورکړ. نو له همدې کبله حکمتیار ته د سولې له بهیر سره د نه یو ځای کېدو لپاره هېڅ دلیل نه وو پاتې او اړ شو ترڅو په ولایتونو کې خپلو جنګیالیو ته امر وکړي چې نور نو خپلې جګړې ورځ تربلې کمې او د سولې له بهیر سره یوځای کېدو ته ملا وتړي. د حکمتیار جنګیالیو په تېرو څوارلسو کلونو کې په ډېرو لږو ځایونو کې د حکومتي ځواکونوه پر وړاندې جګړه کړې ده، هغه یې هم له ځانه د دفاع په موخه. کله چې د حکومت او اسلامي حزب ترمنځ د سولې لومړنۍ خبرې پیل شوې، نو ورسره سم حکمتیار خپلو سرتېرو ته سپارښتنه وکړه چې د طالبانو له سیمو خپل ځانونه نورو خوندي سیمو ته ولېږدوي، ځکه دوی ته طالبان هم د سولې له بهیر سره د دوی یوځای کېدو له کبله سر خوږی وو، چې ګنې له کوم لورې پرې له دولت سره د یوځای کېدو له کبله بریدونه ونکړي. له هغې ورځې چې د سولې خبرې پیل شوې او پای ته ورسېدې، د اسلامي حزب جنګیالیو د خپل مشر په سپارښتنې په خپلو واکمنو سیمو کې اوربس ټینګ کړ او نور یې د دولت پر وړاندې جګړه ونکړه. په ډېری ولایتونو کې د اسلامي حزب او طالب جنګیالیو ترمنځ نږدې او ژورې اړیکې شتون لري او تر کوم ځایه چې رښتیا او په دې اړه راپورونه هم شتون لري، نو ډېر اټکل شته دی چې ځینې طالب جنګیالي هم له اسلامي حزب سره یو ځای او دولت ته راشي.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
Your email address will not be published. Required fields are marked *
Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.