لیکنه: ریچارد ټمپلر
ژباړه: ذبیح الله رحیمزی
د مدریت اووه څلوېښتم قانون: هغه څو مو چې په تېر کې ياد کړي، د هېرولو لپاره يې اماده اوسئ او بدلون کار جوړوونکى دى. ((غواړم تاسې وهڅوم د دې په مقابل کې چې څه مو پخوا په ښوونځي کې زده کړي، د تل لپاره د نويو يادولو او د پخوانيو هېرولو لپاره ترڅو له پورته تګ او هيلو مو لاس په سر نه شئ. که چېرې موږ ټول د يوې ښې نړۍ هيله وکړو، زه ډاډ درکوم، چې هر څه به ښه شي.)) پروفيسور محمد يونس تاسې تل د یو کار د ترسراوي لپاره یو لاره ټاکئ د مثال په توګه، تل مو د پلور لپاره یوه تګ لاره غوره کړې، مګر ناڅاپه پلور داسې یو حد ته رسېږي، چې هر څه له لاسه ورکوئ، کارکوونکي مو د تېر په مقابل کې ساړه کېږي او هر څه به مخ په ښکته را روان وي. په داسې حال کې چې هغه کارونه چې تاسې پخوا تر دې کول اوس مو نه دي ترسره کړي. تاسې د یو ځانګړي فورمول شا نیولې وه، چې ناڅاپه اوس په درد نه خوري. نو څه کار اوس کولی شئ؟ باید د بدلونونو په رامنځته کولو پیل وکړئ او دې ته چمتو شئ، چې هر څه بدلون ومومي. باید دې لاندې ټکو ته پاملرنه وکړئ: نوې ټکنالوژي. نوي اصطلاحات. نوې تګلارې. په پلور کې تغيير، د بازار اړتیا، موخې او بودیجه. تاسې باید د پخوانیو تګلارو پورې محدود پاتې نشئ. کولی شئ هر ډول بدلونونه رامنځته کړئ او داسې مدیر واوسئ څو وکولی شئ د دې بدلونونو سره څنګ په څنګ تله وکړای شئ. ځکه که دا ډول نه وي، نو پرمختګ به ونه کړای شئ. ((ښه مدير کېدل يانې د چټک توانانۍ درلودل له بدلونونو سره.)) دا قضیه په نورو مسايلو کې هم سمون خوري، مثلاً د مدیر رویه له کارکوونکو سره. د مثال په توګه داسې چلند مو کړی وي، چې کلونه ګټور ثابت شوې وي، خو ناڅاپه یې اغېزه له لاسه ورکړى وي. شاید تاسې وکولی شئ، خپلې تګلارې ته ادامه ورکړئ؛ خو دلته مو د کارکوونکو دلاسه د وتو وېره شته. نو غوره ده چې پخوانۍ تګلاره هېره کړئ او له نوې تګلارې ګټه پورته کړئ. ممکن تاسې ناڅاپي خپله تغيير کړی وي. ځینې وختونه داسې هم کېږي، پرته له دې چې متوجې شوي واوسو پخوانۍ تګلارې ته مو بدلون ورکړی وي. نو په همدې اساس ټولو رامنځته شويو بدلونونو ته باید پاملرنه وکړو.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته د admin@lomritob.com په پته رالېږل کېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.