راټولوونکی : عبدالحق ثاقب هزارناوی
په ۱۸۶۶ ميلادي کال کې د جرمني يو عالم ( ارنسټ هيکل ) د ( Ecology ) کلمه استمعال کړه چې د چاپيريال پوهنې په مانا راځي . ارنسټ هيکل چاپيريال پوهنه دا سې راپېژني : ( د ژوندي ژوو اړيکې له خپلو استوګنځايونو سره د چاپېريال پوهنې په مانا راځي، دا په دې مانا چې دا علم ژوندي ژوي، دهغوی خواړه، د ژوندکولو لارې چارې او په ټولنو کې دهغوی استوګنه او موجوديت تر څېړنې لاندې نيسي . همدا راز له ژوندي ژوو پرته نور عوامل هم دا علم په ځان کې رانغاړي لکه د هواء حالات ( حرارت ، رطوبت ، د اوبو او هواء غازونه ) او د ځمکې ، اوبو او هواء فزيکې خصوصيات هم تر څېړنې لاندې نيسي . ) د انسان په نسبت چاپېريال هغه چوکاټ ته ويل کيږي چې انسان په کې ژوند کوي ، چې دا چوکاټ له دريو عناصرو څخه تشکيل شوی دی ، خاوره ، اوبه او هواء. چې په مجموع کې دا درې عناصر ډېر شيان او موجودات په ځان کې رانغاړي ، لکه جمادات ، بارانونه ، بادونه ، جاذبيت او ددې دريو عناصرو ترمنځ هر اړخيزه اړيکې . ځينو څېړونکو چاپېريال پر دوه برخو ويشلی : طبيعي چاپيريال : دا هغه چاپيريال دی چې انسان يې په رامنځته کولو او استعمالولو کې هيڅ لاس نه لري ، لکه دښتې ، سمندرونه ،اقليم،اوبه،د بوټو او حيواناتو ژوند . او طبيعي چاپيريال د ژوندي ژوو هغوی که انسانان وي ، که حيوانات وي او که بوټي وي دهغوی پر ژوندانه که په مستقيمه توګه وي او که په غير مستقيمه توګه وي اغېزې کوي . ودان شوی يا جوړ شوی چاپېريال : دا هغه چاپيريال دی چې انسان په کې پراخ لاس لرلی او ودان کړی يې دی ، مونږ ودان شوي يا جوړ شوي چاپيريال هغه چاپيريال ته ويلی شو چې ټولنو پرې خپل ژوندون تنظيم کړی دی ، او طبيعي چاپيريال يې د انسانانو د ژوندانه د ښه کولو په موخه بدل کړی دی . يانې په دې چاپيريال کې انسان د خپلو اړتياوو د پوره کولو لپاره له طبيعي چاپيريال څخه کار اخلي ، دهغې ځمکې د زراعت او استوګنې لپاره کاروي ، او له ټولو طبيعي منابعو څخه ترې دژوند د ښه کولو لپاره ګټه پورته کوي . انسان او چاپيريال ساتنه : طبيعي چاپېريال او جوړ شوی يا ودان شوی چاپيريال په ګډه سره د ځمکې کره تشکيلوي ، او انسان د چاپيريال د ترکيبونو اساسي برخه ګڼل کيږي . دا په دې مانا چې انسان په مستقيمه توګه پر چاپيريال اغېزه کوي او همدا راز چاپيريال په مستقيمه توګه پر انسان خپلې اغېزې پرېږدي
انسان په چاپيريال کې يوازينی عاقل موجود دی او په کار ده چې انسان له خپل چاپيريال سره ډېره نرمي او ورباندې پوره رحم وکړي . کله چې انسان په طبيعت ، د چاپيريال پر مکوناتو او جوړښتونو او دهغوی ترمنځ په نږدې اړيکو باندې پوه شي، نو کولی شي چې داسې يو ځای رامنځته کړي چې دهغه او له هغه وروسته راتلونکو نسلونو د اوسېدا لپاره مناسب وي. او ورڅخه هيڅ زيانمن نه شي .
د انسان د چاپيريال عنصرونه په دوه اساسي اړخو نو کې رانغښتي :
مادي اړخ : ټول هغه وسايل چې انسان يې په جوړولو توانېدلی ، لکه استوګنځای ، لباس ، د انتقال او لېږد وسايل او نور هغه شيان چې انسان يې په خپل ژوند کې کاروي .
معنوي يا غير مادي اړخ : چې په دې کې د انسانانو افکار ، عقيدې ، نظريات ، رسمونه او رواجونه ، کلتور ، او داسې نور ارزښتونه او آداب شامل دي چې انسان پرې د يو معنوي هويت خاوند کيږي .
نو کله چې چاپېريال هغه چوکاټ دی چې انسان په کې ژوند کوي ، او ورڅخه هغه څه په لاس راوړي چې خپل ژوند پرې پر مخ بيايې لکه خواړه ، لباس ، او نور شيان . او په خپلو کې سره اړيکې ساتي ، نو دا د انسان دنده او مسؤوليت دی چې ددې چاپيريال ساتنه او حفاظت وکړي . دا په دې مانا چې بايد په مکمله توګه طبيعت او دهغې ترکيبونه او عناصر وپېژني. او بيا په ډلييزه او جدي توګه د ددې چوکاټ د ساتنې لپاره کار وکړي ، او په داسې لارو چارو خپل ژوند پر مخ بوځي چې چاپيريال يا په بله مانا ژوند ته يې کوم زيان ونه رسيږي .
انسان د چاپيريال او د طبيعت په خرابولو او بدلون کې تر ټولو زيات رول لري ، انسان چې کله دې دنيا ته راغلی او د چاپيريال له ترکيباتو سره سروکار لري، نو دو خت په تېرېدو سره پر چاپېريال د انسان ولکه او نفوذ زياتيږي . او په ځانګړې توګه ، د ساينس او ټکنالوجۍ د پرمختګونو په نتيجه کې چې کله د انسانانو د ژوندانه اړتياوې زياتې شوې ، نو دا ساينسي پرمختګونه ددې لامل شول چې انسان د چاپيريال په بدلون کې لوی لاس ولري .
نو په همدې ترتيب انسان اړ شو چې ځنګلونه پرې کړي ، او پر ځای يې استوګنځايونه او کارخانې جوړې کړي ، څړځايونه يې زيانمن کړل کيمياوي سرې، او حشره وژونکي درمل يې وکارول . دا او دېته ورته نور ټول هغه اغېزمن عوامل دي چې طبيعي چاپيريال ته يې ډېر زيان واړاوه ، او پايله به يې هم همدا وي د انسان پر ژوند به ناوړه اغېزې وکړي. ددې زيانونو راز داسې بيانوو :
ځنګلونه : ځنګلونه داسې يو چاپيريالي نظام دی چې انسان سره تر ټولو ډېرې نږدې اړيکې لري ، او په لويو وچو کې د ځنګلونو کچه هم نږدې اته ويشت سلنه تشکيلوي . نو ځکه د ځنګلونو له منځه وړل يا په ظالمانه توګه دهغې پرې کول د چاپيريال په نظام کې ګډوډي رامنځته کوي، او په ځانګړې توګه د اکسيجن او په هواء کې د کاربون ډاي اوکسايد ترمنځ چې بايد کومه اندازه موجوده وي هغه توازن له منځه وړي .
څړځايونه : د ځړځايونو څخه ناوړه ګټه پورته کول طبيعي بوټي زيانمنوي، چې ورسره پر خاوره او اقليم هم ناوړه اغېزه کوي. کله چې خاوره زيانمنه شي، نو په نتيجه کې بوټي هم زيانمن کيږي .
کرنيز سيستمونه يا غير متوازنه کرنه : انسانانو ډېری ځنګلونه پرې او هغه سيمې يې يا په استوګنو او يا هم په زراعتي او کرنيزو ځمکو بدلې کړې، ددې لپاره چې انسانان له دې سيمو څخه حاصلات ترلاسه کړي ، ځنګلونه يې پرې کړل ، د ښه حاصل لاسته راوړلو لپاره يې کيمياوي کوډونه وشيندل . د حشراتو د له منځه وړلو په موخه يې حشره وژونکي درمل وشيندل، په دې کار سره انسان د طبيعت له قوانينو سره مبارزه پيل کړه او طبيعي چاپيريال يې زيانمن کړ ، همداراز دا کار ددې لامل هم شو چې زراعتي سيستمونه يې خراب او زيانمن کړل .
بوټي او بري حيوانات : غير منظم او غير سيستمي ښکار او بوټو ته لازمه پاملرنه نه کول، ددې لامل شو چې ډېری حيوانات او بوټي له منځه لاړل، چې په نتيجه کې يې چاپيريال زيانمن کړ .
پر چاپيريال د کارخانو او د نوې ټکنالوجي اغېزې :
کارخانو ، فابريکو او نوې ټکنالوجي پر چاپيريال بدې او ناوړه اغېزې کړي دي ، بخار ، غازونه ، ډېرانونه او پاتې شونې مواد هغه څه دي چې چاپيريال يې ککړ کړی ، او آن ځينې وختونه ددې لامل ګرځېدلي چې د انسان ژوند يې په کې له خطر سره هم مخامخ کړی . خاوره ، اوبه او هوا د ژوند هغه درې مهم عناصر ګڼل کيږي چې په خرابېدو يې د انسان ژوند له ګواښ سره مخامخ کيږي، نوې ټکنالوجي ، غازونه ، بخار، کيمياوي سرې او داسې نور هغه اغېزمن عوامل دي چې دا عناصر زيانمنوي او بالآخره يې له منځه وړي . کارخانې ، نقليه وسايط ، ذروي چاودنې او انفجارات هغه څه دي چې د هوا د ککړتيا لامل ګرځي او که دا عوامل دوخت په تېرېدو سره زيات شي ، کېدای شي د انسان ژوند او چاپيريال له جدي ستونزو سره مخامخ کړي . اسلام د چاپيريال ساتنه د انسانانو مسؤوليت بولي : خاوره د طبيعي چاپيريال له ترکيباتو څخه ده ، او الله جل جلاله انسان له خاورې پيدا کړی، نو ځکه ويلی شو چې انسان ددې چاپيريال په ښه ساتنه کې ډېر مسؤول دی . د اسلام مبارک دين د ککړتيا او چټلتيا لپاره د فساد کلمه استعمال کړې ده ، الله جل جلاله په خپل کتاب قرانکريم کې فرمايي : ( ظهر الفساد فی البر والبحر بما کسبت ايدي الناس ليذيقهم بعض الذي عملوا لعلهم يرجعون ) ژباړه : په وچه او لمده کې فساد راښکاره شوه ، او لامل يې هم خلک وو ، نتيجه يې دا شوه چې دوی ته د خپل کارونو سزا وروښايې ، ښايې دوی سمې لارې ته راوګرځي . اسلام له هر ډول چټلتيا او ککړتيا څخه انسانان منعه کړي دي ، مهمه نه ده که دهوا چټلتيا د غازونو لامله وي چې بېلا بېلې ناروغۍ پيدا کوي، او يا د هوا او اوبو چټلتيا د حشره وژونکو درملو لامله وي چې د سرطان او نورې ناروغۍ پيدا کوي، او يا په جنګونو او جګړو کې د ذروي طاقت د استعمال لامله وي، يا د موټرو د غالمغال، لوګو او د لاسپيکرونو او نورو لوړو غږونو لامله وي، او يا داسې نورې ککړتياوې وي چې چاپيريال له خطر سره مخامخ کوي . اسلام په ټوليزه توګه مسلمانان طهارت او پاکوالي ته رابولي ، الله جل جلاله په خپل کتاب کې فرمايې : ( ان الله يحب التوابين ويحب المتطهرين ) ژباړه : الله جل جلاله توبه ويستونکي او پاک خلک خوښوي . د محمد صلی الله عليه وسلم دا حديث چې نږدې ټول مسلمانان پرې پوهيږي او اورېدلی يې دی ، هغه فرمايي : الطهور شطر الايمان . يانې پاکوالی او طهارت نيم ايمان دی. کله چې د اسلام ستر پېغمبر محمد صلی الله عليه وسلم وايې چې : الله جل جلاله ښکلی دی ، او ښکلا خوښوي . دا يوه عمومي خبره ده ، الله جل جلاله ښکلی انسان ، ښکلې ټولنه او ښکلی چاپيريال خوښوي . د اسلام مبارک دين هر ډول اسراف ردوي ، که هغه په اودس کې د بې ځايه او زياتو اوبو استعمال هم وي . که نن نړۍ د چاپيريال ساتنې په اړه نړيوال کانفرانسونه دايروي ، خو اسلام څه دپاسه ۱۴۰۰ کاله وړاندې د چاپيريال ساتنې په برخه کې ډېرې لارښوونې کړي دي، د اسلام مبارک دين په دې چوکاټ کې د ډېرو اساسي کارونو په اړه خبرې کړي دي ، چې دهغې له جملې څخه يو هم په نړۍ کې توازن ساتل دي ، الله جل جلاله هر څه په ټاکلې اندازه پيدا کړي او هيڅ شی يې بې ګټې نه دی پيدا کړی. په جهان کې ټول مخلوقات خپلې دندې او کارونه په دقيقه توګه سرته رسوي او هيڅ فساد او ګډوډي په دې نظام کې نه رامنځته کيږي . د اسلام سپېڅلي دين د چټلتيا د مخنيوي لپاره ځينې اصول او قوانين ايښي دي ،يوه فقهي قاعده وايې چې: د فساد مخنيوي ته بايد پر ګټو لومړيتوب ورکړل شي. اسلام په دا ډول اصولو او قواعدو سره د چاپيريال ساتنه کوي، او پر چاپيريال هر ډول تېری ظلم او ناروا کار بولي. اسلام د خوراک او څښاک پر پاکوالي ټينګار کوي، د اسلام ستر پېغمر محمد صلی الله عليه وسلم فرمايې ( د اوبو ، سيوري او د خلکو د تګ راتګ په لارو کې له بولو ځان وساتئ ) اسلام لارښوونه کوي چې مضر حشرات ووژنئ ، له ساري ناروغيو ځان وساتئ ، هغه کس چې پر ساري ناروغۍ اخته وي، ورڅخه ډډه وکړئ تر څو يو سالمه او روغه ټولنه او چاپيريال پاتې شي . او کوم فساد او ککړتيا يې زيانمن نه کړي . نو ويلی شو چې اسلام تل پر دې ټينګار کوي چې بايد خپل چاپيريال پاک وساتو او له هر ډول ککړتيا يې وژغورو . او دا يې يو شرعي مسؤوليت ګڼلی . ځکه د چاپيريال ساتنه د خلکو د ژوند ساتنه ده . څنګه خپل چاپېريال پاک وساتو ؟ !! ونې او نيالګي کښېنول : ونې او شنه بوټي د هوا د ککړتيا په مخنيوي کې مهم رول لري ، چاپيريال د ګرد او غبار څخه خوندي ساتي، خلک يې له سيورو ګټه اخلي. نو ويلی شو چې سيمه ورسره زرغونه او ډېره ښکلې ښکاري. همدا لامل دی چې اسلام د ونو په کښېنولو ټينګار کوي،هغه کار چې تر مرګه وروسته ترې خلک ګټه پورته کړي، هم ثواب يې مړي ته رسيږي، ونه کښېنول او ورڅخه ګټه اخيستل يوه صدقه جاريه ده چې تر مرګ وروسته يې هم ثواب رسيږي، محمد صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : چا چې يوه ونه کښېنوله ، او تر هغې يې ساتنه وکړه تر څو چې مېوه وکړي، نو له دې ونې له مېوې چې تر کومه ګټه اخيستل کيږ هرڅومره ګټه اخيستل کيږي ، نو الله جل جلاله به يې ورته د صدقې ثواب ورکوي . ونې کښېنول له يوې خوا ثواب لري ، او له بل پلوه د يو پاک او غوره چاپيريال په رامنځته کولو کې مهم رول لري . د ځمکې آبادول او د مېوه دارو ونو کښېنول : هغه ځمکې چې شاړې او بې آباده وي،آبادول يې له يو خوا اقتصادي ګټې لري او له بل پلوه دځمکې آبادول د انسان د پيدايښت د مهمو اهدافو څخه شمېرل کيږي. ام راغب اصفهاني وايې : (( ان عمارة الارض احد مقاصد خلق الانسان )) دځمکې آبادول ځمکې ته دانسان د راتلو له اهدافو څخه دي، ځکه نو په حديث شريف کې راغلي : ( من احيا ارضا ميتة فهي له ) چا چې مړه ځمکه راژوندۍ کړه نو دهغه ملکيت شو . د ځمکې راژوندي کول د هغې په آبادولو ، د ونو په کښېنولو او د چاپيريال په پاک ساتلو پورې تړاو لري، ځکه نو حضرت عمر بن الخطاب رضي الله عنه د بلال بن الحارث المزني رضي الله عنه څخه هغه ځمکې بېرته واخيستې چې راژوندي کول او آبادول يې تر وسې نه وو پوره . پاکوالی : اسلام پاکوالی او طهارت دځينو عبادتونو شرط ګڼلی،پاکوالی او نظافت د ايمان برخه ده، په لارو ، سړکونو او د خلکو د ناستې پر ځايونو د چټليو او ناپاکو شيانو غورځول هغه څه دي چې اسلام ترې خلک منعه کړي. ځکه دا هغه څه دي چې د چاپيريال د ککړتيا او بالآخره د انسان ژوند له خطر سره مخ کوي . له لارو څخه د ناپاکو او مضرو شيانو ليرې کول له يوې خوا د چاپيريال په ساتنه کې ونډه اخيستل دي ، او له بل پلوه دا ثواب مهمه وسيله ده . د اسلام ستر پېغمبر محمد صلی الله عليه وسلم فرمايي : ( وتميط الاذی عن الطريق صدقة ) له لارو څخه د ضرري شيانو ليرې کول صدقه او خيرات دی . د انسان روغتيا ته پاملرنه کول : په قرآن کريم او حديثونو کې ډېر داسې نصوص راغلي چې د انسان روغتيا او سالم صحت ته پاملرنه باندې ټينګار کوي . ددې لپاره چې انسان روغ صحت ولري، ناروغي نورو ته سرايت ونه کړي، چاپيريال سالم او له ناروغيو خوندي پاتې شي، اسلام لارښوونه کوي چې په ساري ناروغيو اخته کسانو سره نږدې ناسته ونه شي ، او نه هغه سيمې ته لاړ شي چې ساري ناروغي خپره شوي وي . په دې کار سره اسلام هم د انسان روغتيا په پام کې نيسي ، او هم د چاپيريال د ککړتيا مخه نيسي . پای .
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته د admin@lomritob.com په پته رالېږل کېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.