عبدالاحد مومند په کال 1959 د جنوري په لومړۍ نېټه زږېدلی. لوړې زدکړې یې د کابل په پولي تخنیک پوهنتون، هوايي پوهنتون او د روسیې د ګګارین هوايي ځواک په پوهنتون کې کړي. د افغانستان په هوايي ځواک کې یې د پیلوټ په دنده کار کړی. د 1988 کال په فبروري کې د روسي د میر هوايي ستېشن ته د تلو لپاره کاندید شو چې د همدې کال د اګېسټ په نه ویشتمه له دو نورو روسي ملګرو سره د میر ستېشن ته لاړ.
له تشیال (فضا) څخه یې د وخت له جمهور رایس ډاکټر نجیب الله، د مخابراتو له وزیر محمد اسلم وطنجار او له خپلې مور سره یې په مخابره خبرې وکړې.
ښاغلی مومند څلورم مسلمان او لومړنی افغان تشیال مزلی دی چې تشیال (فضا) ته تللی، له ځان سره یې قران شریف وړی. هلته یې د خپلې نه ورځيني سفر په بهیر کې له هېواد او منطقې څخه د جیولوژي، کرنې، هوا پېژندنې او روغتیايي څېړنو لپاره تصویرونه اخیستي. ددې سفر په بهیر کې یې په خپلو ملګرو افغاني چای څکلی چې په دې ډول یې د افغان ولس لپاره د مېلمه پالنې او همدا ډول د افغان ولس لپاره تشیال (فضا) ته د تلو ویاړ د نړۍ په تاریخ کې په زرینو کرښو لیکلی دی. د 1992 کال راهیسې د جرمني په اوسفیلډن ښکار کې د هجرت په خاوره ژوند کوي. په دې هیله چې ولس یې ژر تر ژره په سوله کې ساه واخلي او په دې ویاړلي یو ځل د هېواد غېږه بېرته ډکه شي.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.